آيا کرزي ته د افغان حيثيت ارزښت لري؟

په ګوانتنامو او بګرام کې دافغانانو ربړونه ، د افغانستان پر کليو او بانډو دامريکايانو بمباري ، پر سپيو باندې د ماشومانو داړل ، په خوب ويده ماشومانو او ښځو وژل ، د اسټراليا په اوبو کې د افغانانو سوځېدل او دادی د اماراتو د يوه وحشي شهزاده له لاسه د يوه افغان سوداګر بې عزته کېدل او د مرګ تر بريده ځورول، دا هرڅه په داسې  پېر کې پېښيږي ، چې جناب حامدکرزی د افغانستان پاچا دی. يو هغه پاچا و، چې نوم يې سردار محمد داود و ، په ناروې کې د تېلو زېرمې موندل شوي وې او دوی يې د استخراج لپاره کارګران په کاروو او له افغانستان څخه يې وغوښتل چې کارګران وروليږي، خو سردار داود خان خپلې کابينې ته وويل، چې هلته به زموږ خلکو ته بيا د حقارت په سترګه کتل کيږي ، زه نه غواړم د افغانستان غرور تر پښو لاندې شي ، نو ځکه يې د ناروې غوښتنه رد کړه، دا چې د ده پرېکړه څومره پر ځای وه په دې اړه څه نه وايم ،خو ما غوښتل د ده د ملي غرور په اړه تاسو ته يوه بېلګه وړاندې کړم . او يو هم دکرزي ملي غرور دی، چې وايي : « زه خبر يم چې زموژ په کابينه کې د بهرنيو هېوادونو جاسوسان شته دي ، زه يې نوم نه اخلم ، خو که ځانونه اصلاح نه کړي بيا يې رسوا کوم» د خدای په پار ! په نوروهېوادونو کې د ملي خاين سزا اعدام وي ، خو جناب کرزی  يې ځکه نوم نه اخلي چې بيا به خپه شي، اوښايي باداران به يې غوسه شي.
آيا د هغو افغان زندانيانو په هکله، چې په ګوانتنامو کې حيواني سلوک ورسره کيږي ، او له ټولې نړۍ څخه بشر پاله سازمانونو يې پر ضد غږ پورته کړ، کله ښاغلي کرزي هم  اعتراض کړی؟ امريکايان ، چې زموږ ښځې ، ماشومان او په ټوليزه توګه بې وسلې افغانان وژني( بې وسلې مې ځکه وويل ، چې هغه  وسله وال هم د دوی له لاسه وسله پورته کولو ته اړ شوي)  آيا په اړه يې کرزي له تشو اعتراضونو پرته تر اوسه کومه بله کارروايي کړې ، اعتراض يې هم ځکه وکړ چې پوهېده  نور ولس سږمو ته رسېدلی او نور د ده لپاره  بنګړي لټوي . خو غږ پورته کول هغې ته وايي ، لکه نوري المالکي چې په عراق کې وکړل، کله چې د (بليک واټر)  په نامه يوې امريکايي امنيتي مؤسسې 16 تنه عراقيان ووژل، د هغوی پر ضد يې حقوقي دعوا پورته کړه ، له هېواد څخه يې وايستل او په قانوني توګه يې جريمه کړل.  خو آيا کرزي تر اوسه محکمې ته د کوم چا د راکښلو هڅه کړې. لويه توره يې چې تر اوسه کړې ، د هغو کميسونو نو جوړول دي ، چې هېڅکله يې چا نتيجه ونه ليده. همدا د خوست پېښه درواخلیء ، ښه په ښکاره جنايت و، امريکايان پر يوه کور ورننوتل ، په خوب ويده دوې ښځې ، دوه ماشومان او يو نارينه يې ووژل . د کميسون جوړولواوپلټنو ته څه  اړتيا وه، د ده خپلو مامورينو او  خپلو بادارانو دواړو پېښه تصديق کړه، اوس يې که لږ غيرت هم درلودای غږ به يې کړی و، چې زه د پېښې عاملين غواړم او خلاص! خو اوس  هغه د څو ورځې مخکې اعتراضونه هم نه کوي. خبره داسې ده ، چې  امريکايانو بيا څه اشاره ورته رسولې او خوله يې د دوهم ځلي پاچايۍ لپاره ورخوږه کړې، اوس ويريږي چې هسې رانه پښېمان نه شي . دا بله پېښه يې په اماراتو کې وګوریء، د اماراتو شهزاده په خپلو لاسو يو افغان سوداګر رانيسي ، ډزې ورباندې کوي، پر لڅو کوناټيو يې وهي او بيا مالګه ورباندې دوړوي، موټر ورباندې خيژوي. دا هغه عرب دی، چې له خپلو سل ميليون وګړو سره ديوه اسراييل ځواب نه شي ويلی، خو په خپل کور کې د هغه افغان له وحشيانه ربړولواو بې عزته کولو څخه  خوند اخلي چې د اسلام شمله يې اوچته کړې.دوی خو په خپله د يو نيم ميليون يهودو ځواب نه شي ويلی، خو کله چې  افغان توره وکړي او زبر ځواکونه په ګونډو کړي ، نو بيا دوی شخ شخ روان  وي او برېتونه تاووي.  دافغانستان پاچا دا هرڅه ويني خو غږ ځکه  نه کوي ، چې بيا به خيرات له چا څخه اخلي، بيا به په مجلس کې نه شي ويلی چې: بالا تللی وم شې  ډېرې پيسې مې درته راټولې کړې! ( خو دا چې دا پيسې بيا د چا جېبو ته لاړې، پر دې يې اوس خبرې نه کوم ځکه دا يې لا بله سپکه ده).خو دومره وايم،  آيا په کار نه ده چې د اماراتو سفير د احتجاج له مخې ترهغو پورې وشړل شي ، څو پورې چې د اماراتو حکومت رسماً بښنه نه وي غوښتې او  زيانمن ته يې د حتک حرمت او ربړونې له امله تاوان نه وي ورکړی .د امراتو له مرورتيا څخه مه وېرېږیء ، ځکه زموږ روزي دعربو په لاس کې نه بلکې د الله(ج) په لاس کې ده .له خپل ذلت څخه ووېرېږیء او چاره يې وکړیء. زه د بهرنيو چارو له هغه نا افغان وزيرسپنتا څخه ګېله ځکه نه کوم،  چې هغه خو په لومړي سر کې د هراتيانو، بيا د پنجشېريانو او بيا د ايرانيانو وزير دی، د نر غوندې هره ورځ د کشورهای فارسي زبان په غونډو کې ګډون کوي، کله د نوروز لپاره قرارداد کوي ، کله د فارسي تلويزيون لپاره او کله هم د رودکي لپاره.
 خوزه دلته له پښتون ولس څخه پوښتنه کوم، هغه پاچا چې په اوو کلو کې ستاسو عزت ونه ساتلو ، ستاسو حق يې ونه غوښت ، ستاسو په ير يوه ټپ يې پټۍ ونه تړله ، آيا بيا خپلې تورسرې د همده لپاره د  رايو صندوقونو ته په کتار کې درویء . تاسې له ده نه په راتلونکو پنځو کلو کې د کوم غيرت او کوم همت تمه لریء.داسې فکر هم ونه کړیء ، چې که اشرف غني ، احدي او يا جلالي ته رايه ورکړیء نو دوی به څه توره وکړي، دوی هم ټول د امريکې سترګو او وروځو ته ګوري او بيا خوله خلاصوي . آيا تاسو له دوی نه هم کومه د  غيرت او همت خبره اورېدلې،آياد کوم افغان پر سر يې غيرت کړیء؟ آيا د امريکايانو کومه وژنه يې غندلې او يا يې د افغانانود حق لپاره لکه محقق روژه نيولې او يا يې د خليلي په څېر اعتصاب کړی؟ زه دا هم نه وايم ، چې پاڅېږیء وسله واخلیء او د طالبانو تر څنګ ودرېږیء، د هغوی کارنامې خو هم تاسو ټولو په خپلو سترګو ليدلي، که کامياب شول هماغه دپښتنو د وينو تږي  پنجابيان او هماغه کبرجن عربان ، چې له حلالولو او ربړولو پرته يې بل څه نه دي زده، همدا به موواکمنان وي. که نور مو هېر وي نو د 27 تنو بې وزلو مزدورکاره افغانانو حلالول او د سړک پر سرد يوې اوه کلس کلنې پېغلې په دورو وهل خو يې د هغې بلې ورځې کارنامې دي
.  اې وروڼو! مه پر دغو راتلونکو ټولټاکنو وخت ضايع کویء ، مه پر دغو کانديدانو زړه تړیء  او مه د هغو جاهلانو ارمان کویء ، پاڅېږیء خپله دهمت ملاوتړیء ، ځواک شیء ، حرکت وکړیء د افغان ملي غرورو بيا راژوندۍ کړیء، مه د چا د رحم او زړه سوي په تمکه کښېنیء او مه د چا خيرات ته سترګې غړویء ، پخوامو چې دا پنځه دېرش ميليارد ډالره خيرات نه و اخيستی، آيا په خپلو مټو مو  تر دې ښه او آبرومند ژوندنه کاوه؟ هغه وخت مو 60 زره سوالګر نه درلودل بلکې په ټول افغانستان کې هسې دګوتو په شمېر يوڅوسوالګر وو، چې هر چا به پېژندل. زما درنو هېوادولو!که سړی يو ځل په سوالګرۍ ، خيرات خورۍ او ټيټو سترګو عادت شو بيا  د خپلومټو او خپل زيار ډوډۍ خوند هم نه ورکوي .بيا به  پنځه پېړۍ   دهندوستانيانو په څېر کله د يوه او کله د بل ژغ پر غاړه وړیء او  همدا امريکايان ، پنجابيان او عربان به مو باداران وي او همداکرزی او کرزيان به مو نايب الحکومه ګان وي . بيا به ميرويس ، احمدشاه او امان الله په خوب هم ونه وينیء.اوس مو نو خپله خوښه!
وما علينا الا البلاغ