په سروبي کې د لسو فرانسوي سرتېرو له وژنې څخه لا اونۍ نه ده اوښتې ، چې ناټو له افغان ولس څخه خپل غچ يو په لسو واخېست . شاوخوا سل تنه بې ګناه افغانان يې ، چې زياتره يې تنکي ماشومان اوښځې دي ، راته ووژل ، په زرګونو کورنۍ يې د خپلو عزيزانو په وير کښېنولې او په ميليونونو افغانان يې په زړونو زخميان کړل . نن بياد افغانستان لپاره توره ورځ ده اوبيا هم د هر با احساسه او بادرده افغان زړه وينې ژاړي .
د فرانسې ولسمشر نيکولای سارکوزی په زرګونو کيلومتره واټن وواهه ، هم يې خپلو سرتېرو ته په خوله ډاډګېرنه ورکړه ، هم يې د هغوی په وير ملي ماتم اعلان کړ او هم يې دا دی د خپل ولس د تسکين لپاره ډېر ژر له افغان ولس څخه غچ واخېست .
خو آفرين دې پر کرزي وي ، چې بيا هم خپلې پاچاهۍ ته خوشحاله دی . که لږ غوندې د افغانيت احساس يې هم درلودای ، آيا په شينډنډ کې د شاوخوا سلو تنو بېګناه افغانانو وژنه ده ته اجازه ورکوي ، چې بيا هم ځانته د افغانستان ولسمشر ووايي . تاسو ډېره تمه مه لریء ، دا ځل به بيا يو کميسون جوړ کړي او يا کېدای شي بيا په کوم محفل کې د تمساح څواوښکې تويې کړي . نه ، رښتيا دا ځل يې پلاوی استولی او وايي ، چې ډېر زر به د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره يو پلان جوړ کړي .
زه له کرزي څخه يوه پوښتنه کوم ، چې ستا چپنه د شاه شجاع او کارمل له چپنو سره څه توپير لري ؟ آيا امريکايان هماغه پروني انګرېزان او روسان نه دي ، چې زموږ پر کلو او بانډو به راشېوه شول او د بې ګناه افغانانو پر وژنه به يې زړونه يخول .
په لومړيو کې خو به امريکايانوکله کله معذرت غوښته ، خواوس خو اول بيخي نټه کوي او که بيا نړيوالو رسنيو هم خبره راپورته کړه او پر امريکا يې نيوکې وکړې نو دوی هم د کرزي په څېر د څېړنو داسې پلاوی ټاکي ، چې تر ننه يې نه چا پايله ليدلې او نه هم کومه ګټه . د کرزي د واک په لومړيو ورځو کې يو چاماته وويل ، ډېر زر به وګورې چې حامد جان به د ميرويس نيکه او احمدشا بابا ځای ونيسي او حتی له هغو به هم ورواوړي ، او رښتيا چې ورواوښت !!؟
د ملي شورا ( ولسي جرګه او کشرانو جرګه ) له غړو څخه هم پوښتنه کيږي ، چې که تاسو په رښتيا د ولس استازي ياستیء او يوه ذره افغانيت هم لریء ، آيا د سلو تنو بې ګناه افغانانو وژنه تاسو ته دا اجازه درکوي ، چې بياهم د شورا په غونډه کې کښېنیء ؟ که په رښتيا مو د افغان ميندو شېدې رودلي وي ، نو همدا نن به له ټولو غونډو سره پرېکون اعلان کړیء .همدا راز که دهرات والي او د شينډنډ ولسوال ځانونه افغانان ګني، نو آيا افغانيت به يوه ورځ هم دوی ته حق ورکړي ، چې بيا هم خپلې دندې پر مخ بوځي ؟
وروڼو! له دغو بلواکو خلکو نوره ګېله په کار نه ده ،دوی له اولې ورځې څخه د جيبي ګټو په فکر کې وو او په ډېرو خواريو يې تر دغو ځايونو ځانونه رسولي ، نو اوس به څنګه خپلې ګټې په خطر کې واچوي . خو زه له تاسو بادرده افغانانو څخه پوښتنه کوم ، چې سمه ده موږ ځانمرګي بريدونه غندو ، ځکه په هغې کې هم بيګناه افغانان وژل کيږي ، سمه ده چې موږ د نورو ډلو له خوا هم په هغه او دغه نامه افغان وژنه غندو ، سمه ده چې موږ د اوسني وسله وال مقاومت تر شا يو شمېر ډېر ظالم لاسونه ، خيرن نيتونه او په يوه بله نامه د غلامۍ کړۍ ګورواو ملاتړ ته يې زړونه نه شو ښه کولی ، خو آيا دا په دې مانا ده چې موږ دې پټه خوله کښېنو او هر څه دې په غړولو سترګو وزغمو ؟ آيا موږ دامسووليت او توان نه لرو چې لږ تر لږه لارو او کوڅو ته راووځو او د امريکايانو له خوا دغه عام وژنه وغندو ؟ چېرته دي هغه لس درجنه تش په نامه اسلامي اوملي ګوندونه؟ آيا اسلامي عقيده او ملي احساس دوی ته همداسې د چپ کښېناستو اجازه ورکوي ؟
زه په صراحت وايم ، چې دا بمباري د هغو فرانسويانو په غچ کې شوې ،چې څو ورځې وړاندې په سروبي کې ووژل شول . نو که موږ بې دفاع او بې وسلې افغانان نور د غچ توان نه لرو ، نو دا خولې خومو چا نه دي تړلي چې اعتراض وکړو ، لاريون راوباسو او په سراسري اعتصابونو لاس پورې کړو . د نيواکګرو او يرغلګرو همدا خصلت وي ، چې ورو ورو د خپلو مستعمره هېوادونو غيرت او وجدان د پرله پسې عملياتونو په ترڅ کې وباسي . په ډېر لنډ وخت کې موږ تاسو په کونړ، ننګرهار ، کاپيسا ، خوست ، لغمان او دا دی ددوهم ځل لپاره په شينډنډ کې د ناټو له خوا د خپلو هېوادوالو د ظالمانه مرګ ژوبلې شاهدان يو ، تاسو په دې خبره باور وکړیء ، چې که خپل غږ پورته نه کړو ډېر زر به زما او ستا وار هم راورسي .
دردمنو وروڼو ! که زموږ ولسمشر !؟ به خپله د سارکوزي په څېر د خپلو شهيدانو پوښتنه له وېرې نه شي کولی او د ملي ماتم د اعلان شهامت نه لري ،نو موږتاسو خو کولی شو لږ ترلږه د ماتم په نښه يوه ورځ د سراسري اعتصاب په توګه له دولتي کارونو سره پرېکون اعلان کړ و. زما په اند هر افغان ، چې په هره کچه او هر ځای کې وي ، کولی شي بې وسلې مقاومت او مبارزې ته ورګډ شي او لږ تر لږه يوه ورځ د اعتراض په توګه خپلو رسمي دندو ته رانه شي .
د افغان ولس د ويښتيا او د پرله پسې غميزو د رښتيني پای په هيله !
عبدالله صالح
وروستي