شھر بی پُرسان

نه کلی لکه کلی او نه ښار د ښار په څیر دی
نه سیال د سیال په څیردی اونه یارد یارپه څیردی
 
له یوی مور او یو پلارنه پیدا شوی اولادونه
نه ورور د ورورپه څیردی اونه ځوی د پلارپه څیردی
 
عجیبه زمانه ده، عجیب خلک دلته اوسي
نه موړ د موړ په څیردی او نه خوار د خوارپه څیردی
 
څوک ویاړته دلته عار وايي، څوک عارته بیا ویاړ وايي
نه ویاړ د ویاړپه څیردی او نه عارد عارپه څیردی
 
یو"شھر بی پُرسان"دی ، پکی ښه او بد ګډوډ دي
نه لږ او ډیر معلوم دي او نه شمار د شمارپه څیردی
 
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۱۹/۰۷/۲۰۱۴