
د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د سې شنبې ورځې ، د سرطان د اولسمې نېټې د څرګندونو په غبرګون په ننګرهار کې د بېلابېلو مدني ټولنو ، سیاسي ګوندونو ، قومي مشرانو ، دیني عالمانو ، مخورو ، روشنفکرانو او ځوانانو د ګډې غونډې پرېکړه لیک
۱: موږ د ټاکنو د خپلواک کمیسون له لورې د لومړنیو پایلو داعلان هرکلی او ملاتړ کوو او هیچاته دا اجازه نته ورکوو ، چې د افغانستان اوضاع د بحران لورته یوسي .
۲: موږ دننګرهار ولسونه له خپلو ورکړو رایو ننګه کوو او هم د پاکو او ناپاکو رایو قانوني بېلول غواړو او هرڅوک چې زموږ رایو ته دشک په سترګه ګوري غندو یې ، خو دا وایو زموږ رایې پاکې دي .
۳: موږ د ټاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمیسون څخه غواړو چې د هیچا تر تاثیر لاندې رانشي ، خپل قضاوت بې طرفانه او عادلانه ترسره کړي .
۴: موږ د ملي یووالي غوښتونکي یو او هرڅوک چې ملي یووالي ته زیان رسوي ، غندنه یې کوو .
۵: موږ له ټولو هېوادوالو غواړو ، هرهغه څوک چې دافغانستان ثبات ته زیان رسوي ، پر وړاندې دې یې غږ پورته کړي .
۶: لوی ننګرهار دسولې ، امن او ادب کور دی ، موږ په سرتاسر افغانستان کې سوله ، امن ، یووالی ، ورورولي او د قانون حاکمیت غواړو .
۷: داچې افغانانو په تاریخي لحاظ هیڅ نوع زورزیاتي او ناروا ته سر نه دی ټيټ کړی او نه یې هم ټيټوي ، غوښتنه مو ده چې د زور او تاوتریخوالي په ځای دې دمینې او ورورولۍ خبې وشي ، ستونزې او غوښتنې دې دقانون په چوکاټ کې حل شي .
۸: موږ له نړۍ والې ټولنې غواړو چې خپله بې طرفي وساتي او له قانون په سرغړوونکو دې د پړې غږ وکړي .