داعش: اسلامي خلافت او که سراب

قریب الرحمن سعید 
 
دا څو میاشتې کیږي چې د داعش(دعراق او سوریی اسلامي خلافت ) په نامه د یوه وسلوال  مقاومت  غږ په ټوله  نړۍ کې خپور دې  او  نړیوالې رسنۍ یی تر خپل سیورې لاندې نیولي دي ، دځوانو مسلمانانو احساسات هم  پرته له دې چې دغه غورزنګ و پیژني او یا یی په ماهیت وپوهیږي  ددوې په څپو کې څپې وهي .
دداعش په نامه دغه  غورځنګ لمړۍ په سوریه  اوبیا په عراق کې  خپلې ریښې کلکې کړې ، که څه هم ددغه غورزنګ  مشر البغدادي  د عراق اوسیدونکې دې او هملته یی  په لمړیو کې دالقاعدې په بسپنه  دخپل غورزنګ بنسټ کیښود او بیا یی خپلې ریښې د سوریی تر ازادۍ  غوښتونکو غورزنګونو پورې و غځولې ، اوس غواړي د سوریی اوعراق په ګډون په دغه سیمه کې د یو اسلامي دولت ډبره کیږدي . خو تاریخې حقایق څرګندوي چې  دغه غورځنګ په دواړو هیوادو(سوریه او عراق ) کې  مختلف اهداف درلودل . په سوریه کې په داسې حال کې چې د بشار الاسد فرعوني اوقاتل رژیم د مجاهدینو له خوا بې واکه کیدو ته نژدې شوې و ، دداعش همدغه ګوند چې ګڼ شمیر کسان یی د سوریی اوعراق د پخواني بعثي ګوند پورې اړوند نظامي کسان دی ، په سوریه کې د مجاهدینو د النصرد ډلې او نورو اسلامي خوزخښتونواو مجاهدینوپه خلاف  په جګړه بوخت شول  ، په دې جګړو کې ددې اسلامي مجاهدو ګوندونو   ګڼ شمیر کسان   شهیدان کړل شو ، او آن حالات دې ځآې ته ورسیدل چې د النصر مجاهدین چې په سوریه کې د بشار الاسد په خلاف د جهاد اساس اوبنسټ ایښوونکي و اوپه منظمه توګه یی خپل کارونه مخته بوتلل د همدې  داعش له اړخه ددوو خواو څخه په جنګ کې را ښکیل شول ، له یوه اړخه د لبنانې شیعه ملیشو (حزب ا...)   او  د بشارالاسد د لښکرو له اړخه اودبلې لورې د داعش  د پخوانیو بعثیانو له اړخه تر ضربي لاندې راغلل ، په دې اساس مجاهدینو ، چې د بشارالاسد  ماڼۍ یی هم تر ګواښ لاندې نیولې وه ، بیرته د  ګڼ شمیر نیول شوي ښارونو او مهمو ستراتیژیکو ځایونو څخه په شا شول . دا جنګ دومره اوږود شو چې د سوریی د ازادي غوښتونکې  اردو  او دالنصر دجبهي مجاهدین یی د سختو ستونزو سره  مخامخ کړل .
دسوریی په جنګ کې او دبشار الاسد د ظالمانه او مطلق العنان رژیم په  خلاف د راپورته شوي  انقلابي غورزنګ  سره په لمړیو کې سعودیانو او امریکایانو ډیر ګرم اړیکي وساتل  اوغوښتل یی چې د بشار الاسد ظالم نظام ته د پاې ټکې کیږدي . ددې کار له پاره یی د سوریی د فوځ نه د راتښتیدلو عسکري منصبدارانو له پاره د ازادۍ د لښکر تر نامه لاندې یو تشکیل جوړکړ ، د سوریی د راتښتیدلو بیروکراتانو په واسطه یی  په بهر کې دسوریی له پاره یو موقت نظام  جوړ کړ چې دغه نظام د فرانسي او یو شمیر نورو هیوادونو له اړخه  نیمه رسمي بڼه پیدا کړه . سعودیانوهم  دخپلو پترو ډالرو  په واسطه  دهغوې سره بې دریغه کومکونه پیل  کړل خو کله چې دجنګ جبهات  د ریښتونو مجاهدینو په لاسو کې ولویدل ، نو بیا هم امریکایان تر شا شول اوهم سعودیان . امریکایانو اوسعودیانو د النصر جبهه د القاعدي تر نامه لاندې موسوم کړه او په بدل کې یی ورته  دداعش د لښکر سره  ملاتړ پیل کړ  تر څو ددوې په واسطه  دغه ځوان مجاهدین  کمرنګه کړي .
سعودیانو ، امریکایانو اواسراییلو  په همدې شپو ورځو کې په مصر کې  د دوکتور محمد مرسي د نظام په خلاف  د هغه ځآې دعسکرو دمشریهود الاصله عبدالفتاح السیسي په واسطه نظامي کودتاکړې وه ، نه یی غوښتل په سوریه کې داسې کسان واک ته ورسیږي چې ددوې دغه  شیطاني مثلث ته ګواښ پیدا کړي. اسرائیل هم چې  په دې وختو کې د بشار الاسد د عسکري قواو د له منځته تللو څخه راضي اوخوشحاله ښکاریدل ، امریکایانو ته ګواښ وکړ چې د بشارالاسد په خلاف  د النصر د مجاهدینو سره مرسته و نه کړي ، هغوې په خپلو اخبارونو کې ولیکل چې مونږ ته د النصر دمجاهدینو او نورو په اصطلاح تندروو مسلمانانو څخه دبشارالاسد نظام ډیر غوره  دې .  په حقیقت کې دغه لوبه  د اسرائیلو له اړخه هغه وخت پیل شوه چې په مصر کې  په نظام باندي اخوان المسلیمین واکمن شو . اسراییلو غوښتل دبشار الاسد نظامي ځواکونه  چې د ډیرې مودې راهیسي  په نوو وسلو سنبال شوي و په یوه توګه له منځه یوسي او د خپلو پولو څخه دغه  ګواښ ته دپاې ټکې کیږدي . سعودیانو غوښتل چې په  سوریه کې د اخوان المسلیمین را ټوکیدلي نوې نظم پخیدو ته پرې نه ږدي ،  او امریکایان  چې تل داسرائیلو د خوندي ساتلو پالیسي  لري د اسراییلو ددې اندیښنې په خاطر په سوریه کې د نوي را ټوکیدلي پاڅون تر شا و دریده ترڅو د اسراییلو موخې  تر سره کړي .
همدا اوس سوریه  نژدې  اوه لکه  مهاجرین  لري چې  د سوريی په ګاونډیو هیوادو کې ، دترکیی پرته ،  ډیر ناخواله ژوند لري ، په ترکیه کې   ورته  حکومت اوولس  غیږه  پرانستې او اودسوریی د مهاجرینو سره د اسلامي ورورګلوۍ له مخې  پوره  مرسته کوي .
دبله اړخه  په سوریه کې دبشار الاسد مستبد رژیم  له اړخه  نژدې  دوه نیم لکه  ولسي کسان په شهادت رسیدلي  ، ټول ستر ښارونه دخاورو سره خاورې شوې ، روسي هوایی جهازونه او میزایل پرې داسد د رژیم له خوا شپه او ورځ  اور بلونکې بمونه  غورځوي ،د ایران شیعه پاسداران او د لبنان شیعه  حزب  ا..  د زیارتونو دساتلو تر نامه لاندې  د هغه هیواد ټول ولس په سور اور کې درولې او د هغوې د ځپلو له پاره  د هر  ډول وحشت  نه کار اخلي . کوچنیان یی په اورکې سوزیږي ، زاړه او سپینږیرې ، ښځې او نر ټول د ددین او یا په سهي اصطلاح د سني مذهب په نامه ژوندې تر خاورو لاندي کیږي .
بشار الاسد د سوري دبعث دګوند مشر دې ،پخپله دعلوي شیعه ، چې ددیني اړخه د شیعه ګانو ډیره  فاسده ډله ګڼل کیږي ، مذهب پورې اړوند دې ، دا په داسې حال کې چې علوي شیعه ګان په سوريه کې  لږه کي دي او په ډیره کیو سنیانو باندی ، د څو پلورل شوو سنی کړیو ، په واسطه حکومت کوي . د بشار الاسد پلار حافظ الاسد نژدې څلویښت کاله په سوریه باندی د نظامي کودتا له لارې  جوړشوې نظام حاکم کړ. اودهغې وروسته  یی په سوریه کې یو ګوندي نظام قایم کړ ، چې په کې ټاکنې  یوآځي دبعث دګوند په واسطه تر سره کیدې او یو  نوماند یی درلود چې هغه حافظ الاسد و  او اوس یی یواځني نوماندد حافظ الاسد زوې  بشار الاسد دې .
داسد کورنۍ په سوریه کې د اخوان المسلیمین دګوند د ړنګولو له پاره دهر ډول ظلم او تیرې څخه کار اخیستي ، او نژدې پنځوس زره اخوانیان یی د ګوند تر نامه لاندې په شهادت ورسول او ګڼ شمیر نور یی بندیان او یا هجرت کولو ته مجبور کړل .
خو ددې ټولو سختیو او ستونزو سره سره بیا هم  هلته د مجاهدینو جبهات په پوره  توان سره د اسد د استبدادی رژیم په مقابل کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي ، د النصر جبهه په کې تر ټولو ځواکمنه او قوي  منظمه جبهه یادیږي  . همدا علت دې چې  د سعودی او امریکا حکومتونه د اسراییلو تر څنګ غواړي په سوریه کې د النصر مقاومت له منځه یوسي اود خپلې خوښې دغسې ډله واکمنه کړي چې ددوې راتلونکې ته ګواښ نه وي . دا باید په یاد وي چې په نړۍ کې داسلامي ګوندونو او هغوې چې په ریښتیا هم داسلامي نظام د جوړښت له پاره هلې ځلې کوي ، په خلاف  اوس امریکایان  د سعودیانو دمادي ، سیاسي اومعنوي مرستو څخه کار اخلي . فتواوي هم  دهمدوې په ملایانو ورکوي  او معاملات یی هم دهمدوې له لارې مخته وړي .
دا چې اوس دداعش دغه تحریک په عراق کې ځان را ټول کړې او د خلافت  د جوړولو دعوه هم کوي پخپله د پوښتنې وړ خبره ده .  ځکه داعش  په سوریه کې د نورو عام وژنو تر څنګ ، د «جهاد دنکاح»  تر نامه لاندې د سلګونو پیغلو په بې عفته کولو هم تورن دې  او اوس یی په عراق کې هم دهمداسې یوې فتوې په ورکولو سره خلک هک پک کړي دي . ددوې د وژنو ، سرپریکونو او ټولنیزو تیرو په اړه  د القاعدې په څیر غورزنګ  هم پناه غوښتې  او ځان یی ددې ګوند د کړچار څخه جدا کړې دې .
دداعش په  اړه یو مبصردخپلې خوش باورۍ او احساساتو  له مخې  لیکي چې : کم او زيات دوه مياشتې وړاندې د عراق د الانبار ولايت، فلوجه ښار د يو حکومت مخالف تحريک په نتيجه کې د حکومتي چارواکو او ځواکونو له واکه ووت، ادعا کېدله چې دغه ښار له بهر نه راغلو په وسله سنبال او په القاعده شبکې پورې تړلو ډلو پخپل کنټرول کې اخيستى – د حکومت وسله وال ځواکونه يې په شا تمبولي او په دغه ښار يې اسلامي بيرغ رپانده کړى. دا مهمه نه ده چې کومه اسلامي ډله په کوم تنظيم او شبکې پورې تړلې ده، خو چې د الله (جل جلا له) په ځمکه، د الله  دين او نظام د نفاذ په خاطر، د اسلام توغ پورته کوي، د حق د لارې سپاهيان دي او د متعصب او استبدادي رژيمونو څخه د الله (جل جلاله) د بنده گانو د خلاصون او د آزادۍ د لارې د ننگياليو جنگياليو اطلاق ور باندې کيږي. خو ددې با وجود ډېر ژر په ډاگه شوه چې په فلوجه ښار کې په ظهور رسېدلى تحريک، د عراقي حکومت په خلاف يو پراخه ولسي پاڅون دى چې مخنيوى يې د بې موراله عراقي ځواکونو د وس او طاقت نه بهر دى، که څه هم چې تر اوسه ددغه غورځنگ د سياسي اهدافو، منشور او کړنلارې په اړه جزئيات او تفصيلات په دقيقه توگه نه دي په ډاگه شوي، خو دغه تحريک، د عراق او سوريې لپاره د اسلامي دولت په نوم ځان نومولى دى.
د عراقي حکومت په خلاف دغه ولسي پاڅون نه يوازې دا چې ډېر په چټکۍ سره پر مخ روان دى، امريکا او د سيمې هېوادونه يې هم سخت انديښمن کړي دي، د امريکا ولسمشر اوباما په بغداد کې د امريکايي سفارت د ژغورنې او ساتنې لپاره عراق ته د استولو په موخه کانگرس ته د (٢٧٥) امريکايي سرتېرو وړانديز کړى، امريکا همدا راز خپله يوه الوتکې وړونکې جنگي بيړۍ خليج ته استولى ده، د جرمني لومړۍ وزيرې انديښنه ښودلې، هسې نه د عراق تحولات د سيمې هېوادو تر منځ په جگړه وا نه وړي، ايران هم د عراق د تازه بحران په اړه له امريکا سره د هر ډول همکارۍ ټټر وهلى!!
په هر صورت د عراق ولسي پاڅون اوس په عراق کې د يو انقلاب او بدلون د را منځ ته کېدو تر پولې پر مخ تللى، د الانبار فلوجه ښار، د موصل ښار په شمول د نينوا ټول ولايت، تکريت، بعقوبه او د تلعفر مهم او ستراتيژيک ښارونه د ولسي پاڅونوالو يا د عراق او سوريې لپاره د اسلامي دولت د غورځنگ لاسته ورغلي دي، ان چې ولسي پاڅونوال په پلازمينه بغداد کې د بغداد نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلي او ددغه ډگر ډيرى برخې يې هم پخپل کنترول کې اخيستي. وروستي رپوټونه وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د عراق په لويديز کې القايم ښار او د دام العظام او عثمانيه مهمې سيمې هم د ولسي پاڅون کوونکو لاسته ورغلي دي. خو اوس یی دبغداد په لور د پرمختګ  مخه  ډپ  شوې ده . کیداې شی یو علت یی داوی چې  په عراق کې امریکایان  میشت دي او هغوې ویلی چې  داعش په  بغداد ولکه  نه شی کولې ، دویم دا چې هغوې ویلی چې عراقي ځواکونه ددې وړتیا لری چې دعراق نه دفاع وکړي .  اوس دا څرګنده  نه ده چې هغه کوم عوامل دې چي دداعش ددومره   چټک پرمختګ  په مخ کې  خنډ جوړوي چې دوې په بغداد باندی یرغل وکړ ي .
که دا رښتيا وي نو د شيعه نوري المالکي په مشرۍ د عراقي حکومت مراندې سستې او ستنې يې کاواکه شوې دي – او د حکومت د پايښت موده يې پاى ته رسېدلې بريښي – ښايي د څو ورځو انتظار به اصل حقايق په ډاگه کړي.»
خو دا باید ډاګیزه وي چې دداعش د غورزنګ په اړه  نه یواځي دعراق  سني علماء  یوه خوله دي بلکه   اتحاد العلماء المسلیمین العالمی  هم  وایی چې : دا  د عراق د ولس د هغو څپو څخه راپیدا شوې غورزنګ دي  چې د مالکي درژیم څخه  تر پوزې راغلي و، هغوې دمالکي درژیم په خلاف مبازه پیل کړې چې په دې مبارزه کې دعراق سني الاصله ټول اسلامي او غیر اسلامي ګوندونه را یو ځآي شوي دي ، دداعش مشرانو د همدې  څپو څخه په ګټي اخستلو سره دا غورزنګ پیل کړې چې په هیڅ صورت د اسلامي خلافت د جوړیدو  دادعا وړتیا نه لري.
داعش څوک دي ؟
دداعش په اړه  دروهي بریښنا پاڼې  په یوه شننه  کې  چې ښاغلي اسدساحل خپره  کړې ، دداعش په اړه راغلي چې :
ننی داعش  يا په نوي نوم ( اسلامي دولت)  مخکې له دې چې په اوسني نامه ياد شي  له څو پړاونو  تير شوی په ۲۰۰۴ کې کله چې په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ د توحيد او جهاد په نامه ډله رامنه ته شوه  همغه مهال يي  د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن  سره بيعت وکړ ،څو په عربي نړۍ کې د القاعدې استازيتوب وکړي ، دوی خپل فعاليتونه په عراق کې پيل کړل چې د دوه کالو په موده کې د يو غښتلې ډلې په توګه راڅرګنده شوه .
  په ۲۰۰۶ کې  زرقاوي په ثبت شوي ويډيو پيغام کې د عبدالله رشيد البغدادي په مشرۍ د مجاهدينو د شورا د شتون اعلان وکړ ، په همدې مياشت کې د زرقاوي له مرګ وروسته ابو حمز المهاجر د هغه ځای ناستی وټاکل شو ، چې د کال په پای کې بيا دا بو عمر البغدادي تر مشرۍ لاندې د عراق د اسلامي دولت  تشکيل رامنځ ته شو.
د ۲۰۱۰ د اپريل په ۱۹ مه ابوعمر البغدادي او بو حمزه المهاجر د عراقي او امريکايي ځواکونو له خوا په نښه شو ، د دوی له مرګ نږدې لس ورځې وروسته  شورا بيړنۍ ناسته ترسره کړه چې په پايله کې يې ابو بکر البغدادي خليفه او ناصر لدين الله سليمان يې د جګړې وزير وټاکلو .
د ۲۰۱۱ د اپريل په نهمه ابوبکر البغدادي ته منسوب   يو غږيز ټيپ خپور شو  په کې ويل شوي و، چې په سوريه کې د النصر جبهه د عراق  د اسلامي دولت د پراختيا هڅې دي په همدې سره يې د نصر د جبهي او د عراق د اسلامي دولت د مصطلحاتو کارونه هم له منځه يوړوه او پرځای د عراق او شام اسلامي دولت (داعش ) اصطلاح رامنځ ته کړه ، خو د نصر جبهې  له دې نوي حرکت سره يو ځای کيدل ونه منل دواړو ډلو په جلا جلا توګه په سوريا کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ.
چارلز ليسټر چې په دوحه کې د Brooking Institution غړی دی  اټکل کوي چې په سوريا کې د داعش جنګياليو شمير ښايي تر اوه زرو پورې ورسيږي او په عراق کې بيا دا شميره د پنځه او شپږ زرو ترمنځ ده  البته چې دا شميرې ازادو منابعو نه دي تايد کړي .
په سوريا د داعش جنګيالي د سورې وګړي دي خو د دوی اکثره مشران بيا بهرنيان وي چې په عراق ، چيچنيا او افغانستان کې د جګړو مخينه لري ، په عراق کې بيا د دې ډلې غړي  عراقيان دي او مشران يي هم يا عراقيان او يا هم ليبيان دي .
اوس داسې ښکاري،چې د داعش مشر ابو بکر البغدادي دالقاعدې له مشر ایمن الظواهري سره سیالي پیل کړې ده  دداعش پټ شوی مشر البغدادي  په عراق ، سوریه کې په زرګونو جنګیالي لري ،چې دایمن الظواهري له هغو څخه  دڅومره والي او څرنګوالي  له کبله  بیخي جلا دي .
بریښناپاڼه مخته کاګي  چې :داعش ،چې مشري یې ابو بکر البغدادي ته ورترغاړې ده دخپلو خونړیو تکتیکونو له کبله  مشهوره  جنګي ډله ده نوموړي په تېرو پنځو میاشتو کې  دعراق څو مشهور او مهم ښارونه لاندې کړې دي.
لویدیز حکومتونه  اندېښمن دي هسې نه،چې داعش په  وروستیو شېبو کې دالقاعدې تګلار خپله نه کړي او په  بهر کې ځینې موخې په نښه نه کړي ، خو داندېښنې او ګواښ خبره داده هغه بهرني جنګیالي ،چې اوس دابو بکر البغدادي  او داعش تر قومندې لاندې له اروپا بهر جنګیږي  که دوی چیرې خپلو کورونو او هېوادو ته راستانه شي دا هم خپله یو ګواښ دی . 
دانګلستان په استخباراتو کې له ترهګرۍ سره دمبارزې دڅانګې مشر ریچارډ باریټ وايي : دا لس کاله کیږي،چې  ایمن الظواهري  دپاکستان تر کنترول لاندې قبایلي سیمه کې پټ دی او له څو مطبوعاتي څرګندونوپرته یې بل کار نه دی کړی ، خو البغدادي بیا  ښارونه نیولي  دي ، جنګیالي یې تنظیم کړي دي ، په عراق او سوریه کې دډیرو وژنو مسوول دی.
ریچارډ له  AP خبري اژانس سره په خبرو کې وايي : که چیرته ځوان یې  او څه کول غواړئ نو البغدادي ته ورشه ، دالظواهري دواک ننګونه رښتیا هم پاموړ خبره ده .
صوفان مشورتي ډلې راپور،چې مرکز یې په نیویارک کې دی  دریچارډ له خولې وايي : اوسمهال په سوریه کې دولس زره بهرني جنګیالي پر جګړه بوخت دي،چې 3000 یې اروپایان دي .  اروپايي شنونکي وايي : نږدې 80% بهرني جنګیالي دداعش په لیکو کې ځای پر ځای شوې دي .تر اوسه دداعش دمنشور او فکر په اړه هیڅ کره لاسوند نشته ځینې وايي دا سختدریځه وهابي ډله ده،چې داسلامي خلافت  درامنځته کولو خوبونه ګوري ځینې بیا وايي دا دسوریې  حکومت رامنځته کړې ده،چې دحکومت ضد پاڅون او جبهة النصرة پرې وځپي  ان داسې راپورونه هم  تر لاسه شوي دي،چې دسعودي استخباراتو رامنځته کړې ده،چې په سوریه کې دهمدې داعش پر مټ ځانته دپښې کېښودو  ځای ومومي .
لاندې کرښې دداعش اوابو بکر البغدادي په اړه دي دا مالومات  له څو مختلفو سرچینو رااخستل شوي ډي ، روهي ویبپاڼه یې یوازې ژباړه وړاندې کوي . هیله ده ،چې لږترلږه په عراق او سوریه  کې دداعش په اړه له لوستونکو سره مرستندویه ثابت شي .
دابو بکر البغدادي په اړه دعراق دکورنیو چارو وزارت  وايي : د داعش مشر ابراهیم عواد ابراهیم دی  او نوموړی په عراق کې  دالقاعدې مشر دی او لقب یې ( دولة العراق الاسلامیة ) دی. کله،چې په سوریه کې پاڅون پیل شونوموړی پورته شو د ( دولة العراق الاسلامیة  )او په سوریه  کې  (جبهة النصرة ) ترمنځ یې پیوستون اعلان کړ او (الدولة الاسلامیة فی العراق والشام) نوم یې ورته غوره کړ ، خو د(جبهة النصرة ) مشر ابو محمد الجولاني دا ډول یوه پریکړه رد کړه او ځان یې له دې ډلې جلا وباله .  
دا،چې القاعده ډیره پیکه شوې نه وي ایمن الظواهري له سعودي او یمن څخه  ځینې مهم شخصیتونه راوغوښتل ،چې دابو بکر البغدادي او ابو محمد الجولاني ترمنځ  روغه او جوړه وکړي ، خو البغدادي له  منځګړي پلاوي سره له لیدو انکار وکړ  دلته نو خبره له کنتروله ووته او الجولاني  بیا اعلان کړه،چې جبهة النصرة  له داعش سره هیڅ تړاو نه لري او پریکړه اوس دایمن الظواهري په لاس کې ده.
دڅو پرلپسې بریدونو له کبله  د2011 داکتوبر پر 4 مه نېټه دامریکا دبهرنیو چارو وزارت  ابو بکر البغدادي  دنړیوال ترهګر په لړلیک کې شامل کړ او دنوموړي په سر یې لس ملیونه ډالر جایزه کېښوده .
کله ،چې د2011 ز په می کې دالقاعدې مشر اسامه بن لادن  په پاکستان کې ووژل شو ابو بکر البغدادي یې دغچ اخستلو ګواښ وکړ .
دعراق حکومت او امریکا هڅه کړې ده،چې ابو بکر البغدادي ترور کړي خو دترور ټولې هڅې ناکامې شوې دي  په 2006 ز کې امریکايي الوتکو دسوریې پولې ته څېرمه پر یوپټنځای هوايي برید وکړ دا مهال دالبغدادي دوژلو خبره خپره شوه ،خو وروسته څرګنده شوه،چې البغدادي په وژل شوو کې نه و. په  هغه سیمه کې دنوموړي دنده داوه ،چې له سوریې او سعودي څخه  القاعدې ته نوي غړي راجلب کاندي  . ځینې استخباراتي راپورونه کاږي : ابو بکر البغدادي په القاعده کې  د(اسلامي محکمې ) مشر و .
د2012 ز په دسمبر کې داسې راپورونه خپاره شول،چې ابو بکر البغدادي نیول شوی دی عراقي چارواکو خبر ورکړ،چې ددوو میاشتو پرلپسې څار او پلټنې وروسته  امنیتي ځواکونه وتوانیدل،چې ابو بکر البغدادي ونیسي خو وروسته مالومه شوه،چې دابو بکر البغدادي پر ځای ېې بل څوک نیولی دی .
امریکايي ټایم مجله  د (تنظیم الدولة الاسلامیة فی العراق والشام/ داعش ) دمشر په اړه کاږي : دابو بکر البغدادي اصلي نوم ابراهیم بن عواد بن ابراهم البدري الرضوی الحسیني دي . یو شمېر جهادي ! ویبپاڼې زیاتوي  : البغدادي اوسمهال  دسوریې په (رقه) نومي سیمه کې استوګن دی او هلته یې خپله پاچاهي رامنځته کړې ده.
دالبغدادي او داعش په اړه پوره او کره مالومات په لاس کې نشته ، خو (الاخبار) ورځپاڼه  دابو بکر البغدادي  په اړه کاږي:
ابو بکر البغدادي  اصلي نوم  ابراهیم عواد ابراهم  بو بدري دی او دوه کنیې لري (ابو عواد او ابو دعاء ) دا لقبونه  ګوندي نومونه دي او دتنظیم دتګلارې له  مخې هیڅوک حق نه لري،چې په خپلو اصلي نومونه  څرګند کړي .
وړاندې له دې،چې ابو بکر البغدادي  له داعش سره یو ځای شي نوموړی په  دبغداد په شمال  په دیاله نومی سیمه کې دمسجد امام و .  دداعش  مشرتابه شورا غړي باید ټول 100% عراقیان وي ځکه دوی پر نورو باور نه کوي او دنظامي کمیسون غړي  د13-8 کسانو ترمنځ وي .
دنظامي کمیسون  مشران  دپخواني ولسمشر صدام حسین دواکمنۍ دمهال پخواني نظامي افسران دي  او دوی دډګروال حجي بکر  تر مشرتابه لاندې کار کوي .
کله،چې دداعش مشري ابو عمر البغدادي ته ورترغاړې وه حجي بکر  له دوی سره یو ځای شوې و ابو عمر په 2010 زکې خپل ژوند له لاسه ورکړې و. ډګروال  بکر حجي خپله ټوله نظامي  تجربه  دداعش دجنګیالیو او غړو لپاره وقف کړې ده او دوخت په تېریدو دابو عمر البغدادي نظامي سلاکار شو .
دصدام حسین دمهال له نورو نظامي افسرانو دداعش اړیکې همدې ډګروال حجي بکر جوړې کړې دي.
دابو عمر البغدادي له وژلو وروسته، حجي بکر په نظامي کمیسون کې اعلان وکړ،چې دابو عمر ځایناستی به له دې وروسته  ابو بکر البغدادي وي .  دا نو دداعش په  مشرتابه کې نوی بدلون و ابو بکر البغدادي  څرګند او حجي بکر ناڅرګند، خو دواړه ډیری پریکړې په مشوره او سلا کوي.
داعش  پر دوواساسي تګلارو ټینګار کاوه :
لومړی : دا ژمنه باید شتون ولري،چې تنظیم له منځه / داخله  درز پیدا نه کړي  له همدې کبله یې داسې میکانیزم رامنځته کړ  هر هغه څوک،چې اختلاف  ته لمن وهي باید له منځه ولاړ شي او دبسپنو او مالي سرچینو موندنه  باید له لومړیتوبونو څخه وي  ،ابو بکر البغدادي او حجي بکر پریکړه وکړه،چې له دې وروسته به  له خپلو لارویانو سره مخامخ نه ګوري او ټول پیغامونه  به  دمشرتابه شورا  له لارې وراستوي.
دویم :  دترور او وژنې  امنیتي ارګان  دا څانګه   دداعش په  چوکاټ کې محرمه / سري هغه ده په پیل کې یې شل تنه غړي درلودل دوخت په تیریدو یې شمېر100 تنو ته ورسید  ددی ډلې مشر پخوانی نظامي افسر ابو صفوان الرفاعي دی  . ددې ډلې دنده دهغو کسانو له منځه وړل دي،چې  له داعش څخه دبیلدو نیت لري .دمالي تګلارې په برخه کې ددوی تګلاره هماغه دابو عمر البغدادي دمهال ده ، دشیعه مسلمانانو ، مسیحیانو دشتمنیو تر لاسه کول ، دتیلو او دولتي ودانیو تر لاسه کول .
ځینې راپورونه بیا وايي : دداعش رښتیني مشر عبدالله العدن دی ،چې دسوریې په حلب کې استوګن دی  او له هغه ځایه دعراق او سوریې چارې سمبالوي  دیادونې ده،چې  عبدالله العدن په افغانستان کې جنګیدلی دی او دبن لادن له  نږدې کسانو څخه ګڼل کېده نوموړی په اسلامي  زده کړو کې  ماستري لري او په دې وروستیو کې توانیدلی و،چېدسعودي عربستان داستخباراتو له پخواني رییس  بندر بن سلطان  سره پراخه اړیکې جوړې کړي.
 داعش د اسلامي خلافت اعلان وکړ! ؟
دداعش له اړخه د اسلامي خلافت اعلان  پخپله داسلامي امت تر منځ د سخت کشمکش سبب ګرځیدلي ، ځکه د اسلامي امت علماء دداعش  د غورزنګ په مشرانو نه داسلامي خلافت  د پرمخ بوتلو  او په اسلام باندې دپوهیدو باور لری او نه یی تر اوسه پورې دداعش په اړه کوم تائیدي بیان ورکړې ،  ددې علت دادې چې داعش لکه د نورې اسلاي نړۍ د اسلامي  خوزخښتونوپه څیر نه کوم اساس لری او نه کوم تاریخ .  ان تر دې چې د اخوان المسلیمین بین المللي څانګې هم په مسلمانانو غږ کړې چې دداعش په اړه دې  د احساساتو څخه کار نه اخلي ....
په همدې وخت  کې ، په داسې حال کې  چې داعش  په عراق کې د یو څو ښارونو په نیولو سره  خپل ځان د نړۍ د اسلامي خلافت  جوګه ګرځولې  او په یوه آډیویي پیغام کې چې د عراق او شام د اسلامي دولت لخوا د(    جون په ۲۹مه دیکشنبي په ورځ  ) خپور شو  دې   ډلې  خپل مشر ابوبکر البغدادي خلکو ته د اسلامي خلافت  د امیر المؤمنین په حیث ور وپيژندل شو. د دغې ډلې ویاند ویلي چې د عراق او شام نومونه د اسلامي دولت له نامه لرې شوي.
داسلامي خلافت پخواني مدعیان :
دا په داسې حال کې چې د صلیبي اروپا او امریکا په سازشونو او د پلورل شوو قصابانو په  مرسته  عثماني  خلافت کابو سل کاله وړاندې     له منځه تللی، او اروپا او امریکا به بیا هیڅکله هم دمسلمانانو ددغسې بیدارۍ  او داسلامي امت د بیا راژوندي کیدو او یو ځآي کیدو له پاره   اجازه ورنه کړي . ددې مهم مثالونه  همدا اوس زمونږ تر سترګو دي . په مصر کې د ټاکنو په واسطه  او د ولس د ازادو رایو له مخې  داخوان المسلیمین په څیر یو منځلاري ګوند ځواک تر لاسه کړ ، خو  یهودو او نصاراو  یو کال  هم خپل کار ته پری نښود ، په الجزایر کې  په ۹۲ کال د ولس د ازادو ټاکنو په واسطه د اسلامي جبهي کاندید ولسمشرۍ ته برې وموند خو فوځ یی د فرانسویانو په قومنده  هغه   ټاکنې  سمدلاسه لغوه او ددې  جبهي مسؤلین یی و نیول ، بندیان یی کړل اویا یی هم  هجرت ته اړه کړل . او یو شمیر یی غرونو ته شول تر څو دخپلو حقه حقوقو له پاره  وسلواله مبارزه وکړي . د فلسطین د غزي په تراړه   کې د حماس ګوند ټاکنې و ګټلې  خو حکومت یی چا په رسمیت و نه پيژاند او تر اوسه دغه کشمکش روان دې . په افغانستان کې  د ډاکتر نجیب درژیم د سقوط نه وروسته    ددغه  هیواد دسیاسي ځواکمن ګوند حزب اسلامي په  خلاف ، واکمنۍ ته درسیدو نه دمخنیوي په خاطر ، بې شمیره  سازشونه پیل کړل شول او د هیواد پلورل شوي عناصر یی ددې ګوند په خلاف  استعمال کړل تر څو داګوند واکمنۍ ته و نه رسیږي ، بیا یی د طالبانو اسلامي غورزنګ  چې هغوې هم داسلامي خلافت  دعوا لري  او دهمدوې په مستقیمو بسپنو منځته راغلې و هم پرې نه ښود چې حکومت وکړي او د کورنیو اجیرانو په واسطه یی ددې  ګوند نظام هم له منځه یوړ اوواکمنی یی  نیغ په نیغه خپلو اړوندو کسانو ته ورکړه ، په مالي کې هم دعراق  او افغانستان په څیر یو غورزنګ  راپورته شو او د مالي د څو ښارونو د نیولو وروسته یی دخلافت  اعلان وکړ ، خو هغه هم دفرانسوي عسکرو له خوا و ځپل شو اوبیرته یی ټول  نیول شوي ځایونه له لاسه ووتل   چې اوس یی درک  هم نه لګیږي .  همدا راز په صومالیه کې د بوکو حرام  ګوند ان د صومالیی تر مرکز  موګادیشو پورې  ټوله صومالیه خپله کړه ، خو  واکمنۍ ته پرې نه ښوول شو او د افغانستان په څیر یی څو کسه فتوا ګر ملایان یی پرې  حاکم کړل اود افریقایی ګډو ځواکونو په واسطه یی  بوکو حرام  د  صومالیی پولو ته و ځغلاوه ،په پاکستان کې هم  نژدې څو کاله مخته د ملا صوفي محمد له خوا اسلامي خلافت هغه وخت اعلان شو چې د پختونخوا د ولایت د سوات ددرې په څو مهمو ځایو باندي یی خپلې سپیني  جنډې و رپولې خو د پاکستاني فوځ  د یوې ضربي سره هر  څه له منځه ولاړل .  دپاکستاني طالبانو غورزنګ  هم  دې ته  ورته  اعلانونه کړې  خو پایلې یی  او اوسني حالات یی زمونږ تر مخه دي .  په تونس کې  د هغه هیواد ستر سیاسي  اسلامي ګوند د هغه ځآې د رژیم د راپرځیدو وروسته  ټاکنې  وګټلې خو  پرې یی نه ښود چې دامن نه ډک نظام  جوړکړي ، کمونستان ، سوسیالیستان ،لیبرالان او ښځې یی پسې را پاڅولې تر څو د اسلامي نظام  په مخالفت کې په هیواد کې  ګډوډي راوړي ، او هلته هم دمصر په څیر نظامي  منصبداران حاکم  شي ، خو لا تر اوسه  په دې نه دي توانیدلی . همدا  راز په لیبیا ، یمن او ....یو شمیر نورو هیوادو کې  مونږ دغربیانو دغه  طرز عمل او کړچار په سترګو وینو .  غربیان هره ورځ  د اسلامي هیوادو په ویشلو پسې نقشې جوړوي ، د افغانستان د ویشلو ، پاکستان د ویشلو ، د عراق د ویشلو ، د سوریی ، لیبیا او ان تر دې چې د مصر د ویشلو له پاره کار کوي ،  دادې د سودان د ویشلو او د اندونیزیا څخه د شرقي تیمور  د  جداکولو تجربي زمونږ تر مخه دي . ددې علت دادې چې غربیان غواړي اسلامي هیوادونه په وړو  جزیرو باندی تبدیل کړي اوبیا په کې خپل فوځ ځاي په ځاي کړي او ددې هیوادو ټوله شتمني د مزدورو واکمنانو په مرسته خپلو هیوادو ته منتقل کړي .دا اوس ووینئ  چې د خلیج هیوادونه یی سره دومره ویشلې  چې هر هیواد  یواځي یو هوايی ډګر لري ، دوبۍ ، امارات ، قطر ، عمان ، او ......  نو څنګه به دا یو انسان تصور وکړي چې غربیان به داعش ته  ددې زمینه برابره کړي تر څو  اسلامي  هیوادونه سره دخلافت تر نامه  لاندې را ټول کړي . طبیعي ده  چې د کاسې لاندې نیم کاسه شته خو زمونږ دمسلمانانو بدبختي داده چې مونږ احساساتي قدم اخلو او د عواقبو نه یی ځان  نه خبروو ، او نه ددې نه ځان خبروو چې د پردې تر شا څه روان دي ...
 دعراقو د ویشلو پلان:
د خلیج  هیوادو او په ځانګړې توګه د تیلو د تولیدونکو هیوادو په اړه دامریکایانو او اروپایانو پخوانې پلان همدا دې چې دا سیمه په  کوچنیو کوچنیو جزیرو وویشي او بیا ترې د خپلې خوښې په مطابق جزیه هم واخلي او په زمکنیو پټو ذخیرو یی په پوره توګه ولکه هم وکړي .  امریکایانو په همدې خاطر د بوش د رژیم په وخت کې  په عراق باندی یرغل وکړ چې د عراق  زمکني سرچینو ورته ډیر زیات اهمیت درلود . غوښتل دا سرچیني په هر قیمت چې وي تر لاسه کړي .  له یوه اړخه یی د عراق ولسمشرصدام حسین دخپلې سفیري په واسطه  تشویق کړ تر څو په  کویټ باندې  یرغل وکړي او دبله اړخه یی  ورته  داسې  تلک  کیښود چې پخپله صدام په کې  را ونښلوي ، ددې نه مخته  امریکایانو د عراقیانو اوایرانیانو تر منځ د یوه اوږود وژونکې  جنګ له پاره لمن ووهله  چې نژدې اته کاله یی دوام وکړ .
خو اوس امریکایانو هوډ درلود عراق په مکمله توګه  ولکه کړي ، نه یواځي عراق بلکه تر څنګ یی نور  عربي  تیل تولیدونکي هیوادونه  هم  پخپلو لاسو کې  ونیسي . په سعودي کې یی د سعودي د رژیم د پوښتنې پرته خپل فوځونه  پیاده کړل ، هوایی ډګرونه یی په عراق د حملي تر نامه لاندې دخپلو الوتکو له پاره خالي کړل ، کویټ یی دخپلو عسکرو ستر مرکز وګرځاوه ،  دوبۍ ، امارات ، ابوذهبي ، عمان او ...نور خو یی لا پخوا پخپلو فوځونو اشغال کړې و . دهغوې مشرانو ته یی  چلتارونه  ور په سر کړل او په لاسو کې یی ورته د  بازانو  ښې تحفي ورکړې تر څو خپل ځانونه د  ښکار په ځایو کې  مصروف  کړي . واک او نظام یی د امریکایانو او یا انګلیسانو په لاسو کې پریوت .
په عراق د امریکایانو د نظامي یرغل  نه وروسته ، امریکایانو هلته ، لکه دافغانستان په څیر ، خپل لاسپوڅي نظام  جوړ کړ ، او هغه یی هم د شیعه متعصبینو په لاسو کې ورکړ  تر څو سنیان ترې د سر د راپورته کولو له پاره وخت پیدا  نه کړي . په لسګونو زره سنيان شهیدان شول ، زخمیان شول اویا هم زندانو  کې دسختو شکنجو سره مخ شول .
امریکانانو همغه وخت  دا پلان درلود  چې عراق  په څو جغرافیایی سیمو باندی وویشي ، لکه د کردستان  سیمه ، د شیعه میشتو او سني میشتو خلکو سیمې . دامریکایانو او انګلیسانو ګډه خبره داوه چې شیعه میشتو وګړو ته  ، چې په تقیه «منافقت » باندي  باور لري.