غزل

راشه لیونتوب درته تعبیر کړمه
ستا مسته ځوانی او پیغلتوب درته تعبیر کړمه
زلفونه چې مار جوړ کړي منترې شي
ړنګ د مینې خوب درته تعبیر کړمه
ټوله شپه په غم کې د یار تیره کړي
سرې سترګې د خوب درته تعبیر کړمه
مینه چې له زړه وی زه هغه ښایم
مینه به  له زړه درته تعبیر کړمه
ستا د زړه په پاڼو می لیکلی دي
شعر چی له زړه درته تعبیر کړمه
نایاب
۱/۷/۲۰۱۴