لومړنی کلون شوی اوښ په دوبۍ کې وزېږېد

د اپرېل په اتمه نېټه د دوبۍ په يوه څېړنيز مرکز کې لومړنی کلون شوی يا(ورته شوی) اوښ وزېږېد. دالومړنی ورته شوی اوښ دی ، چې ددوبی د امير شيخ محمدبن راشد آل مکتوم په امر داوښ روزنې  يوه مرکز کې د پنځه کلنو هڅو په پايله کې وزېږېداود ( انجاز ) نوم پرې اېښودل شوی.د دغه اوښ زېږېدنه د هغو اوښانود نسل په ساتنه او پالنه کې چې ښې شېدې کوي ، يو غوره پرمختګ بلل کيږي.