
اوښکه له ځولۍ راځینې پریوته
سم لکه ګلۍ راځینې پریوته
تاته به معلومه وي که نه ګرانې
ولویده ځوانۍ راځینې پریوته
ټک لکه د مار په زړه کې و وهي
مینه غلچکۍ راځینې پریوته
تاته مې درکړی وه خو ماته شوه
ماته ښیښه ګۍ راځینې پریوته
ټول عمر دمینې عابد پاتی شوم
شیخ ومه شیخۍ راځینې پریوته
تاته تر قیامت پورې ولاړومه
واړه زندګۍ راځينې پریوته
لږ مې دپوښتنې هم تکل کوه
خیر که پادشاهۍ راځينې پریوته
اوس می هم د څیر ګریوان حال اخله
خیر که ځوانې راځینې پریوته
ستورو راته نیمه شپه کې وخندل
ستا د غوږ والۍ راځینې پریوته
نایاب
۲۴/۶/۲۰۱۴