! رقیبه

د امرخیل په خبروکی رقیبانوته یوپیغام پروت دی چی په څولنډو بیتونوکی یی درسره شریکوم ، ھیله ده چی د رقیبانوتر غوږویی ور ورسوئ.   
ښه شوله رقیبه ،چی په تنګ دی کړم
خوښ نه شی بیځایه ، چی په څنګ دی کړم
 
تا خو سوځولم خو زرغون دی کړم
غټ دی کړمه ، ھسک دی کړمه، دنګ دی کړم
 
زه  دی لا پخپل ایمان ډاډمن کړمه
زور دی کړم ، غیرت دی کړمه ، ننګ دی کړم
 
تا می د احسا س جذبی ته شور ورکړو
ویښ دی کړم،ھوښیاردی کړم،زرنګ دی کړم
 
اوس راته رقیبه ټینګیدای نه شي
شور دی کړم ، قیام دی کړم ، غورځنګ دی کړم
 
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۲۳/۰۰۶/۲۰۱۴