د فاتحی خبرتیا!

تیره ورځ (جمعه) د جوزا ۳۰ مه د سلاکار وزیر او پکتیا والی الحاج جمعه خان همدرد  پر کاروان  د مزار شریف په وروستی کمربند کې کله چی نوموړی له کور څخه د کابل په لور روان وو برید وشو  او په ترڅ کی یی د نوموړی څلور تنه تکړه ساتونکی شهیدان او دری تنه ټپیان شول.
اِناللهِ و اِنا اِلیهِ راجعُون
د حزب اسلامی افغانستان د شوراګانو اتحاد ، قومی مشرانو ، جهادی مشرانو او د شهیدانو خپلوانو او دوستانو لخوا د یادو شهیدانو فاتحه سبا د کابل په شیرشاه سوری جومات کې له ۱:۳۰ څخه تر ۳:۳۰  پوری  اخیستل کیږی.
دوستان دی خبر وی .
 
آدرس : کابل څلورمه کارته  د شیر شاه سوری جامع جومات
نیټه: سه شنبه د چنګاښ (سرطان) دریمه
وخت : د ماسپښین ۱:۳۰ څخه تر ۳:۳۰ پوری