
بسم الله الرحمن الرحیم
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د تحول او تداوم د ټیم بانفوذه ملاتړی ، قومي مشر ، سیاستوال او د پکتیا والیښاغلی جمعه خان همدرد د موجوده حکومت د مزار شریف د ټولواک، زورواک،په ارګ او قانون برلاسي، د ولس او حق په وړاندی ستر خنډ، د شورای نظار او جمعیت اسلامی د کاندید ملاتړی او په وسلو سمبال والی عطا محمد نور د وسلوالو لخوا د پولیسو له یونیفورم څخه په استفاده سره پداسی حالت کې د یو څو(کمین) په ترڅ کې تر برید لاندی راغئ چې له مزار شریف د کابل په لور روان ؤ.
د جمعیت اسلامی او شورای نظار په تیرو دیارلس کلنی واکمنۍ کې دا لومړی ځل نده چې شمال کې زمونږ ملی مشران تر برید لاندی راځئ ،ځمکې يې غصب کیږی، مهاجرت ته اړ کیږي،له سیاسی او مدنی حقوقو محروم کیږی، مونږ دغه ډول کرغیړنې کړنې په کلکو ټکو غندو، د حامد کرزی په مشری نظام د سیاسی رشوت په ورکړه کې خپله بقا لټوله خو دادۍ ثبوتونو وښوده چې دا ورکړه غیر عادلانه ، نه منونکې ، رټل شوې او د جرړو او فساد د ودې پیلامه شوه نو ځکه ولس يریکړه وکړه چې ځان له دۍ شر خلاص کړی او ددغه تیر نظام له لاسه د راټوکیدونکو فتنو مخ ډب او د ولسپال دیوال په جوړیدو سره ملت ته نجات ورکړي ، مونږ د بدلون او دوام تر شا ولاړ یوو ، همدرد صاحب په شمول ټول مشران خپل مشران او ملې سرمایه ګڼوو.
د جمعیت اسلامی او شورای نظار ډلو تل د ولس له ارادو سره جګړیز او له خشونت ډک چلند کړي ، دوي ته توصیه کوو چې نور د ولس صبر او زغم پای ته رسیدلي هیله ده چې یوځل بیا سم فکر وکړئ تر څو د ملت تر ترحم لاندې راشئ.
د ښاغلی همدرد صاحب شهیدان شوو ساتونکو ته جنت الفردوس غواړو الله ج دی ددوی درجې به جنتونو کې لوړې کړی ، بیشکه دوي او د ننګرهار ولایت هغه ماشوم چې د جمعیت اسلامی د ګوند د کاندید د ملاتړو لخوا په شهادت ورسیدو دوي د ازادی او نجات شهیدان دي مونږ يې کورنیو سره په دې دروند غم کې دردمند یوو ټولو ته صبر جمیل غواړو و له موجوده حکومت غواړو چې دغه قضیې سمې برسي او تر عدلې تعقیب لاندی ونیسي او که مزار کې د جمعیت اسلامی د اوباشانو او ټوپکوال والی په وړاندی د تیر په څیر د خپلې ناکامې احساس کوي نو دا مسله دي نوي حکومت ته معطل کړی تر څو له شهیدانو او د هغوي له کورنیو سره انصاف وشئ.
په درنښت
د بریتانیا میشتو افغانانو د بدلون او د دوام ټیم د ملاتړ خوځښت
د فرهنګی چارو څانګه
۲۱/۰۶/۲۰۱۶