د حضرت عيسی عليه السلام دعوت

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
داسلام مبارک دين دحضرت عيسی عليه السلام  په هکله داسي وايي چي حضرت عيسی
عليه السلام دالله جل جلاله  یوبنده دی،دعزتمندواواولواالعزم پيغمبرانوله جملې څخه يوپيغمبردی، الله رب
العزت بني اسرائيلوته ددې لپاره ورلېږلی وو چي هغوی دالله پاک توحيد(ديووالي عقيدي) اويوازي ديوه الله
عبادت ته راوبولي،همدغه خبري حضرت  عيسی عليه السلام بني اسرائيلوته کړې وې،نوپه هغوی کي لږوکسانودده خبره ومنله اوډېرويې نه يوازي داچي ده دروغجن وويل بلکي ده ته يې ډېرسخت ناوړه نسبتونه  وکړل،تردې چي دده پرپاکه موريې تهمت ولگاوواوده ته يې ولدالزناوويل.
الله پاک دحضرت عيسی عليه السلام دغه خبري چي خپل قوم ته يې کړې وې،په خپل سپيڅلي کتاب کي داسي رانقل کړې دي :
( وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرائيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ   مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّراً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ) الصف ۶.){اويادکړه دمريم دزوی عيسی(عليه السلام) هغه خبره چي  هغه ويلي ووچې اې بني اسرائيلو:زه تاسوته دالله لېږل شوی استازی يم،تصديق کوونکی يم  دهغه تورات چي له مامخکي راغلی  موجوددی،اوزېری ورکوونکی يم ديوه پيغمبر چي له ما وروسته به راشي چي دهغه نوم   احمددی،خوکله چي هغه دوی ته  دڅرګندونښانو(معجزو)سره راغی،نودوی وويل: داخوښکاره کوډي دي}
په دغه مبارک آيت کي الله پاک دحضرت عيسی عليه السلام دنبوت واقعه بيان کړې چي هغه خپل قوم ته  خپل دعوت داسي څرگندکړ،په دې کي يې دوه ټکي په ځانگړې توگه واضح کړل :يوداچي دی کوم نوی پيِغمبرنه دی،چي تاسوورته دشک په سترگه وگورئ چي داسي خوتراوسه نه ده پېښه شوې چي څوک دې انسانانوته دالله پاک داستازي په توگه راغلی وي،داسي نه دی چي يوازي همدادی دی چي دلومړي ځل لپاره يې انسانانوته دالله پاک پيغام راوړی اوله ده مخکي بل څوک داسي نه دی راغلی،بلکي له ده مخکي هم ډېرپيغمبران تېرشوي،دی هم دهغوله ټولۍ څخه يوپيغبردی،دی  همغه خبري کوي کومي  چي له ده څخه مخکي تېروشوو نوروپيغمبرانوعليهم السلام انسانانوته بيان کړې وې،په مخکينيواسماني کتابونوکي موجودي وې اوهمدارازوروسته چي کوم پيغمبرراتلونکی دی هغه به هم دغسي لارښووني دالله پاک له لوري راوړي.
په دغه مبارک آيت کي يوه داخبره بيان شوې  چي زه د تورات تصديق کوونکی يم
دوهمه خبره يې په ځانگړي توگه دابيان کړې چي وروسته يوپيغمبرراروان دی،دهغه دراتلوزېری اوخبردارئ درکوم!!
په دې کي اشاره ده چي دهغه وروستني پيغمبرصلی الله عليه وسلم لارښووني به هم  ددغولارښوونوسره مطابقي  وي،له  دې کبله پرهغه باندي ايمان راوړل  ددين اوعقل دواړوغوښتنه ده ځکه  ښکاره خبره ده چي دهغه  داسي لارښووني نه دي چي ددغوسره دي په ټکرکي وي .
هغه هم دحضرت عيسی عليه السلام په څېرديوه الله دعبادت په لورخلگوته بلنه ور کوي، کوم دعوت چي دټولوپيغمبرانومشترک اوگډدعوت دی .
)ددغه زېری  په هکله زيات تفصيل به انشاءالله  تعالی وروسته په دې هکله په ځانگړي بحث کي  بيان شي .(
په بل ځای کي الله تعالی فرمايي:: ( وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرائيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ ) المائدة /72 .{په داسي حال کي چي مسيح عليه السلام ويلي وو:اې بني اسرائيلو: دالله بندګي وکړئ،چي هغه هم زمارب دی اوهم ستاسو،چاچي دالله سره څوک شريک وګاڼه،الله پرهغه جنت حرام کړی اودهغه استوګنځی  دوزخ دی اودداسي ظالمانوهيڅ مرستندويان نشته}(چي دوی له دوزخه وژغوري اوجنت ته يې ورسوي اوياعذاب ورباندي کم کړي)
پردغسي کسانوباندي الله پاک جنت له دې امله  حرام کړی دی چي دوی دالله پاک سره بل څوک شريک گڼلی دی اودالله پاک قانون دادی چي شرک نه بخښي اوله شرک(اوکفر)څخه علاوه نوري گناوي که لويي وي اوکه وړې وي،چي چاته يې وربخښل وغواړي وربخښي يې .
په دې مبارک آيت کي داويل شوي چي حضرت عيسی عليه السلام پخپله په څرگندوټکوکي بني اسرائيلوته  وضاحت کړی ووچي تاسويوازي دهغه الله عبادت وکړئ، چي زماهم رب اوپالونکی دی اوستاسوهم.
له الله پاک پرته دبل هرچاله عبادت اوبندگۍ څخه يې دوی په کلکه بندکړي وو،دتوحيدلورته  يې بلنه ورکړې وه اوله شرک څخه يې منع کړي اووېرولي وو.
نوده پخپله څرگنده کړې  چي زه بنده يم،زمارب الله دی اوزه يې مربوب اوبنده يم،نوپه داسي حال کي بياهم ده ته رب ويل ډېره دحيرانتياخبره ده،چي دی پخپله ځان ته بنده وايي اودده په دروغه دمنلودعوه کوونکي وايي چي نه بنده نه دی بلکي خدای دی .
همدارازدايې هم ورته جوته کړه چي چادالله تعالی سره څوک(په خدايي کي اويادخدايي په ځانگړوصفاتوکي)شريک وگاڼه،نوالله پاک پرهغه جنت حرام کړی او(دتل لپاره)دهغه استوگنڅی دوزخ دی اودداسي ظالمانوهيڅ مرستندويان نشته.
په اوسني انجيل کي دعيسی عليه السلام دعوت
دحضرت عيسی عليه السلام دغه دتوحيددعوت ،چي الله پاک يودی،شريک ورسره نشته، نن سباچي کوم محرف اوله ځان جوړشوی کتاب  دانجيل مقدس په نوم ددوی ترمينځ استعماليږي په هغه کي هم په گڼومواردوکي موجودي دي .
لکه دبېلگي په ډول په استثناء۴باب ۳۵آيت کي داسي راغلي دي:داټول هرڅه تاته دروښودل شول،څوته پوه شې چي
يوازي خدای خدای دی،اوله ده پرته بل هيڅوک(خدای) نه دی!!
چي کله له حضرت يسوع مسيح(عليه السلام)څخه پوښتنه وشوه چي ترټولوحکمونولومړی کوم حکم دی؟نوپه
انجيل مرقس ۱۲باب ۲۹آيت کي داسي دي چي :يسوع ځواب ورکړ،چي اول دادی  اې اسرائيله  واوره!خدای زموږخدای يوازی يوخدای دی!!په ۳۲آيت کي دسوال کوونکي ځواب داسي ذکرشوی دی چي هغه وويل:اې استاذه ډېرښه! تارښتياوويل هغه  صرف يودی اوله هغه پرته بل هيڅوک(خدای) نه دی!!
همدارازپه انجيل يوحنا۱۷باب ۳آيت کي داسي راغلي دي چي:اوتلپاته  ژوندون دادی چي هغه تايوه خدای  اوپرحق لره اويسوع مسيح لره څوک چي تالېږلی دی وپېژني!!
همدارازپه ۲ سموئيل ۷باب ۲۲آيت کي داسي وايي چي :نوته اې خدايه!لوی خدای يې ځکه څنگه چي موږپه خپلو
غوږونوسره اورېدلي  دهغه مطابق هيڅوک ستاپه څېرنشته  اوستاپرته هيڅ خدای نشته!!
همداراز ددغه کتاب په نوروډېروځايونوکي هم داخبره شته چي الله جل جلاله يودی،شريک اوساری نه لري.
خوليکن دايوڅوحوالي هم دنموني په ډول پوره دي .
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام