
د جمهوري ریاست لپاره د ټاکنو د دوهم پړاو په باب د افغانستان د مدني ټولنې د ګډ ګروپ اعلامیه
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۳ کال د جوزا ۲۸ مه
----------------------------------------------------------------------------------------------------
ټاکنې د ولسواکۍ تر ټولو غوره ښکارنده ده.ولسونه د ټاکنو له لارې په بهترین ډول د خپلې ارادې تمثیل کوي او د خپلو حکومتونو مشروعیت ته لار اواروي، او په همدې ډول حکومتونه دې ته اړ کولی شي چې ولس ته مسئول او ځواب ورکوونکی وي.
له ټولو امنیتي ستونزو سره – سره، له نېکه مرغه د افغانستان د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو دواړه دورې په ډیر ځلانده ډول تر سره شوې چې د هیوادوالو او نړیوالو د پراخې ستاینې وړ وګرځیدې چې دا د افغانستان د خلکو لپاره یو لوی ویاړ دی.
موږ د ولسمشرۍ له دواړو محترمو کاندیدانو څخه ډیره مننه کوو، چې په ډېر درايت سره يې خپل کمپاينونه ترسره کړل، په مناظرو کې يې برخه واخېسته او خپل پروګرامونه یې له ملت سره شریک کړل، هر کور، کلي او ښار ته یې ځانونه ورسول، په لويو او وړو غونډو کې يې ګډون وکړ او پلویان یې پیدا کړل. موږ دوی ته مبارکي وایو او مننه ترې کوو. له دواړو درنو مشرانو پدې خاطر هم مننه کوو چې د ټاکنو د ورځې په ماښام یې شریف ملت ته ډاډ ورکړ چې د ټاکنو د پایلو تر اعلانه به تر وخت مخکې قضاوتونه، نه کوي او صبر به کوي چې رایې په شفافیت سره وشمیرل شي او نتیجه راووزي.
د افغانستان له پتمن او باشهامته ملت څخه تر هر چا ډیره مننه کوو چې په ډېرې سرښندنې او لويې قربانۍ سره يې په دې ملي پروسه کې ګډون وکړ، د خپلې رایې په کارولو سره یې خپله اراده تمثیل کړه او د خپلې خوښې کاندید ته یې رایه ورکړه. ملت خپل ملي مسئولیت په بې ساري زړورتوب تر سره کړ او سرلوړی او بریالی شو.
د امنیتي ځواکونو او ملت له ګډې همکارۍ څخه هم ژوره مننه کوو چې د ټاکنو امنیت یې په ښه ډول تأمین کړ او تر توقع اوچت بری یې وګاټه. موږ د وسله والو ځواکونو د هغو سرتېرو ارواو ته دوعا کوو، چې له ولسواکۍ او ملي ګټو څخه د دفاع په لار کې یې خپل سرونه ايثار کړل او هغو ته چې ټپيان دي د بشپړې روغتيا دعا کوو.
د ټاکنو خپلواک کمیسون هم د ډیرې ستاینې او هڅونې وړ دی چې په ډیر ښه ډول یې ټولو سیمو ته پرسونل او ټاکنیر مواد واستول، ټاکنې یې په عالي کفایت او اهلیت تر سره کړې او ژمنه یې کړې ده چې که کومې وړې ستونزې موجودې هم وي حلوي به یې. همداراز د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسون هڅې، چې په ډېر شفاف ډول يې د خلکو شکايتونو ته رسيده ګي وکړه، د تقدير وړ دي.
موږ همداراز له نړيوالې ټولنې هم ډېره مننه کوو، چې له افغانانو سره يې د ولسواکۍ په تجربه او د خپلې ارادې په تمثيل کې هر اړخيزه مرسته وکړه او د افغان ولس له ارادې يې کلک ملاتړ وکړ.
د ټاکنو تر دويم پړاو وروسته اوس داسې ځینې ګیلې، دعوې او مخکې له وخته قضاوتونه پیل شوي دي چې ملت او ځوان نسل ته بې ځایه تشویشونه پیدا کوي. خو ملت ټینګه غوښتنه لري چې د ټاکنو اعتبار او لوړتیا وساتل شي، د ملت هیلې او غوښتنې زیانمنې نشي، د ځوانانو احساسات داغدار نشي او نړۍ ته د افغانستان بریالي انځور خړ پړ نشي.
څرنګه چې زموږ هېواد له يوه ډېر مهم پړاو څخه تېرېږي او د ولسواکۍ يوه نوې تجربه ازمويي، موږ له ټولو اړونده اړخونو لاندې صمیمانه غوښتنې کوو:
دواړه محترم کاندیدان او د دوی ملګري دې په هماغو لومړنیو خبرو ټینګ پاتې شي، له صبر او حوصلې دې کار واخلي، مخکې له مخکې دې قضاوتونه نه کوي او پدې ډول دې له ملت سره وفا او قانون ته درناوی وکړي، او ولس ته د تشویش له ایجادولو مخنیوی وکړي. همداراز که کوم قانوني، مستدل او پر شواهدو ولاړ شکایتونه لري د قانون په چوکاټ کې دې یې درج کړي او له داسې اوازو دې ډډه وکړي چې د ولس او په خاص ډول د ځوانانو ذهنونه مغشوشوي. په پای کې دې د قانون له مخې خپل ملي مکلفیت تر سره کړي چې د ټاکنو وروستۍ پایلې ومني. او هغه کاندید چې ندی بریالی شوی، بریالي کاندید ته مبارکي ووایي. له خپل پتمن او باتور ملت څخه هم هیله کوو او هم پرې باور لرو چې د خپلو مشروع رایو ساتنه وکړي او د افغانستان له ګټلې ښه نوم دې ساتنه وکړي. موږ باور لرو چې ملت به په مدني لارو چارو د خپلو رایو ساتنه وکړي او پر کاندیدانو به معقول فشار واچوي چې مخکې له مخکې قضاوتونه و نه کړي، بلکې یوازې او یوازې قانوني لارې تعقیب کړي او ملت له تشویش او اضطراب سره مخ نکړي. موږ د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو له دواړو کميسونو غوښتنه کوو، چې خپل ملي مسووليت په بشپړ صداقت سره ترسره کړي او پر دغو ملي بنسټونو د ولس باور لا پياوړی کړي. د ټاکنو له محترم کمیسیون څخه غواړو چې د ولس رایې په امانتدارۍ سره روغې او پوره راټولې کړي، سمې یې وشمیري. کره رایې له جعلي رایو څخه بیلې کړي، او بیا په حپل وخت او ترتیب سره قسمي پایلې اعلان کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دې شکایتونو ته په معقوله توګه رسیده ګي وکړي. او د رایو د شفافیت د یقیني کولو له لارې دې د راتلونکي نظام مشروعیت پیاوړی کړي. په پای کې دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو تر پاکولو وروسته نهایي پایلې ملت ته اعلان کړي. له ټولو ملکي او نظامي دولتي ادارو، اشخاصو او مسئولینو څخه غواړو چې د ټاکنو او رایو په قانوني پروسو کې د نفوذ له اعماله او ناقانونه مداخلې څخه مخنیوی او ورسره دې متخلفين په کلکه تعقيب او مجازات شي.
تر اوسه د دې ملي پروسې ځینې مهمې مرحلې په بري سره سر ته رسیدلي دي، او له الله (ج) غواړو چې دا نورې مرحلې هم په بري سره بشپړې شي. موږ پر خپل هوښیار او نجیب ملت ډاډه یو چې خپل عزت او یووالی به ساتي او ټول به په ګډه د یو سرلوړي افغانستان په جوړولو کې په ګډه کار کوو.
په درنښت او مننه