په پکتيکا کې دډاکترعبدالله عبدالله او ملي اردو له خواپر ميلمه راډيو دبريد په اړه د(پکتيا پريس کلب )غبرګون.

خبر مو تر لاسه کړ ،چې دپکتيکاولايت دارګون په ولسوالۍ کې  دملي اردو ځواکونه اودولسمشرۍ کانديد ډاکتر عبدالله عبدالله پلويان نن جمعه(ميلمه) راډيو ته ننوتلي او دراديو زيات وسايل ېې مات کړي دي.
دميلمه راديو مسول محمد الله همت يار په وينا دملي اردو ځواکونوورته ويلي ،چې په دې راديو کې درايو صندقونه ډکيږي حال داچې درايو صندقونه موجودنه و.
پکتيا پريس کلب پر رسنيو باندې داډول بريدونه په کلکه غندي او له ټولو ډلو څخه غواړي ،چې قانون او دبيان ازادۍ ته احترام ولري.
همدارنګه پکتيا پريس کلب له خپلو هم مسلکو (خبريالانو) څخه هم هيله لري تر څو درسنيو، دقانون په رڼا کې خپلې چارې پرمخ  بيوځي او په سيمه کې دژورنالستانو له ټولنو او ځايي چارواکو څخه غواړو ،چې دامسله په جدي ډول وڅيړي.
په درنښت
پکتيا پريس کلب