دفوټبال په نړیوالو سیالیو کې د هالنډ ټیم اسپانیا ته ډیره سخته ماتې ورکړه

د ۲۰۱۴ز کال د فوټبال په سیالو کې د ګروپ راونډ (group round) په لوبه کې هالنډ ټیم د نړۍ قهرمان ټیم اسپانیا ته ۵:۱ سخته ماتې ورکړه. د لوبې په لومړي پړاو کې لومړی ګول د لوبې په ۲۷ دقیقه کې د اسپانیا ټیم تکړه لوبغاړي خابیو الونسو د پنالټۍ په وهلو سره ووهلو. په ۴۵ دقیقه کې د هالنډ ټیم کپتان روبین وان پېرسي د فوټبال ټوپکی پر سر ووهلو او په دې ډول یې سیالي مساوي کړه(۱:۱).  د لوبې په دویمه برخه کې د اسپانیا پر ټیم د هالنډ له خوا د ګولونو بمبارد پیل شو; لومړی، په ۵۳ مه ډقیقه کې آرین روبن  د ښکلي ګول په وهلو د هالنډ ټیم مخته کړه. د هغې نه وروسته د اسپانیا ګولکیپر ایکر کاسیلیس ۳ نور ګولونه هم وخوړل; په ۶۴ دقیقه کې ستیفان د فرای، د هالنډ ټیم ۲۲ کلن لوبغاړي خپل ګول ووهلو، ورپسې په ۷۲ او ۸۰ دقیقو کې روبین وان پېرسي او آرین روبن خپل دوهم ګولونه هم ووهلول، چې په نتیجه کې یې د هالنډ ټیم د ۵:۱ لوبه وګټله. دا لوبه د برازیل هیواد د سالوادور ښار د ارینا فونتې نوا په لوبغالي کې ترسره شوه. د یادونې وړ ده چې دا دوه ټیمونه د ۲۰۱۰ ز کال په فاینل لوبه کې هم سره سیال وو، چې په نتیجه کې یې په ډیرو سختیو د اسپانیا ټیم وکولای شول چې هالنډ ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام وګټي. پاتې دې نه وي ، چې اسپانیا او هالنډ  په ب ګروپ کې دي; په دغه ګروپ کې به استرلیا او چیلي هم یو د بل سره لوبه وکړي، اسپانیا به په راتلونکې لوبه کې د چیلي سره سیال او هالنډ به د استرالیا سره سیال وي.