نن به په برازیل کې د فوټبال نړیوالې سیالۍ پیل شي

د ۲۰۱۴ کال د فوټبال نړېوالې سیالۍ(2014 FIFA World Cup)-د نړۍ شلمې سیالۍ دي، چې د جون میاشتې په ۱۲ نیټه پیل او د جولای میاشتې تر ۱۳ نیټې پورې به په برازیل کې ترسره شي.
 د یادونې وړ ده، چې  برازیل له مکسیکو، ايټالیا، فرانسې او جرمني له هیوادونو وروسته،  پنځم هیواد دی، چې  نړيوالې سیالی په کې ترسره کیږي; نړيوالې سیالۍ په برازیل کې د لومړي ځل لپاره په۱۹۵۰ز کال کې ترسره شوې وې.
 په دې سیالو کې به د نړۍ ۳۲ ټیمونه برخه واخلي، چې له دې جملې نه ۱۳ اروپایي ټیمونه، ۶ د جنوبي امریکا(د برازیل په شمول) ، ۵ ټیمونه د افریقا، ۴ ټیمونه د اسیا او څلور ټیمونه د شمالي او منځنۍ امریکا دي. په دې سیالیو کې ۶۴ مسابقې وي، چې  د نوموړي هیواد په ۱۲ مختلفو ښارونو کې به ترسره شي. برازیل ، ايټالیا، ، المان، ارژنټین، اروگوئه، اسپانیا او فرانسه د نوموړو سیالیو د لومړي مقام خاوندان دي. اسپانیا په ۲۰۱۰ز کال کې د فاینل په لوبه کې هالنډ ته ماتې ورکړه او د سیالیو د لومړي ځای نیولو جام یې خپل کور ته راوړ.
 د نوموړې ټولنې د ویپ پاڼې(FIFA.com) له لارې د سالیو د کتلو لپاره د ټکټونو پلورل د ۲۰۱۳ز کال  د اګست د ۲۰ نیټې پیل او تر اوسه پورې ۳،۳ ملیونه ټکټونه خرڅ شوي دي. پاتې دې نه وي ، چې ۲۰۰۳ ع کال د مارچ په ۷ نیټه د فوټبال نړېوالې ټولنې(فیفا) برازیل د ۲۰۱۴ ع کال د لوبو ځای ونومولو. د نوموړو سیالیو لومړۍ لوبه به د برازیل او کروواسيا تر منځ د  آرنا کورینتیانس په لوبغالي کې تر سره شي.
نور معلومات ورسته.