
محمداجمل هوډمن
زموږ مورنۍ ژبه «پښتو» د افغانستان په نږدې ټولو اساسي قوانينو کې ملي او رسمي بلل شوې خو دفتراو ادارې ته يې په ننوتو بنديز پورې شوی . دافغانستان نږدې ټول پښتانه پاچاهان په قبيله پالنې تورن ګڼل کيږي خو په دوی کې هيڅ يوه نه پښتو تردرباره رسولې نه پښتانه ،پښتو يوازې د کاغذ پرمخ ملي اورسمي پاتې شوې، خو هيڅ واکمن يې دليکلو، ويلو او عملاً ملي اورسمي کېدلو هڅه نه ده کړې اوپه دې توګه ترننه پورې ديوه لوی اکثريت فرهنګي حقونه په يوه اوبله پلمه ترپښولاندې شوي . خو خلکو پښتو ژوندی ساتلې. پښتنو هيڅکله په نورو باندې دخپلې ژبې د ورتپلو او له هغو څخه په خپله ژبه باندې دتعليم او خبرو کولو حق نه دی اخیستی . پښتون سياسي قشر نه يوازې داچې په هېواد کې يې دنورو مېشتو قومونو فرهنګي حقونه پاللي بلکې خپله ژبه يې ترسياسي مصلحتونوځار کړې .
ځینې کسان په افغانستان کې دژبې په اړه بحثونو ته سياسي بڼه ورکوي او ددې پرځای ،چې دا موضوع له حقوقي اړخه وارزوي ځينې دبد نيت په لرلو دسياسي استفادې لپاره او ځينې نور د ښه نيت خو دتجربې دنه درلودو له امله ژبني مسايل له سياست اوناسمو سياسي لوبو سره ګډوي . که سیاست د خلکو د حقونو د تامین لپاره وشي ښه خبره ده خو که سیاست اوسیاسي جوړښتونه د خلکو دحقونو دتلف لپاره کارول کیږي دمنلو نه ده.
ژبه د هر انسان مور ده ، ژبه دانسان له ذات او فطرت سره تړلې . ژبه ديوه انسان دهويت څرګندويه ده او ژبه د انسانانو ترمنځ دپوهېدلو اوپوهولو وسيله ده . ژبې دانسانانو ترمنځ ټولنيزې اړيکې ټينګې کړي . اوژبه ده ،چې انسان يې له نړۍ او هغه څه چې په نړۍ کې دي آشنا کړی . دا دهرانسان طبيعی حق دی ،چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، په خپله ژبه زده کړه وکړي او له دې حق نه يې ملاتړ وشي .
هيڅوک په هيڅ عنوان نه شي کولای له چا څخه که څه هم دخپل هيواد يوازنی اوسېدونکی وي په خپلې ژبې دخبروکولو حق واخلي .
خدای ( ج ) هرقوم ته دهغو په خپله ژبه پوهېدونکی پيغمبر لېږلی . دپرمختللې نړۍ ټول مدني قوانين هرانسان ته په خپلې ژبې د خبروکولو او زده کړې حق منلی . دبشری او مدني حقونو ټولو نړيوالو تړونونو دولتونه مکلف بللي ، چې خپلو اتباعو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو آسانتياوې برابرې کړي . او همدې ارزښتونو د وخت په تېرېدو سره د هېوادونو اساسي قوانينو ته لار موندلې .
دافغانستان داساسي قانون دشپاړسمې مادې له مخې (( پښتو او دري دافغانستان رسمي ژبې دي نورې ژبې په هغو سيمو کې چې اکثریت خلک ورباندې خبرې کوي له پښتو او دري وروسته دريمې رسمي ژبې بلل شوي .
همدارنګه د دې مادې له مخې دولت به د افغانستان دټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره اغېزمن پروګرامونه طرح اوتطبیقوي ))
دافغانستان داساسي قانون د ۴۳ مادې پربنسټ(( زده کړه دافغانستان دټولو اتباعو حق دی چې دلېسانس تر درجې پورې وړیا د دولت له خوا تامینیږي . دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې دمتوازن معارف دعامولو او دمنځنیو اجباري زده کړو دتامین لپاره اغېزمن پروګرام طرح او تطبیق کړي او دمورنیو ژبو دتدریس لپاره په هغو سیموکې چې پرې خبرې کیږي لاره هواره کړي ))
په دې اساس کومې ژبې چې په اساسي قانون کې رسمي بلل شوي د ا د دولت دنده او مکلفیت دی چې د عملي تطبیق اورسمي کېدو لپاره یې لازم تدبیرونه ونیسي خو په خواشینۍ سره چې دافغانستان حکومت په تیرو لسو کلونو کې په دې برخه کې یوه بشپړه طرحه چې په تطبیق سره یې د خلکو فرهنګي حقوق خوندي شي نه ده وړاندې کړې . په اکثرو سیمو کې اوس هم ماشومان او ځوانان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په خپلې ژبې له زده کړو محروم دي .
سره له دې چې حکومت ټولو هغو ځوانانوته چې له دوولسمو ټولګیو فارغ شوي او دلوړو زده کړو لیوالتیا لري په پوهنتونونو کې د شمولیت امکانات نه دي برابرکړي بلکې په مورنۍ ژبې له زده کړې محرومیت او امنیتي ستونزې ددې سبب شوي چې یو زیات شمیر ځوانان د زده کړو چانس له لاسه ورکړي .
ماشوم چې دکورنۍ په چاپیریال او دمور په غېږه کې په خپله اصلي(مورنۍ) ژبه خبرې کوي او په همدې چاپېریال کې یې په طبیعي توګه وده کړې وي ښوونځي ته تر تلو وروسته یې خپله ژبه ، طبیعي وده او دسکون چاپیريا ل ورڅنې واخستل شي او یوه بله هغه ورباندې وتپل شي دا پخپله دماشوم د ودې دمخنیوي او دهغه دطبیعي پرمختګ پروړاندې دخڼډ سبب کیږي. همدا دلیل دی چې یوزیات شمیر دنظر خاوندان په دې باور دي چې له ښوونځي څخه دماشوم دمورنۍ ژبې وېستل له ښوونځي څخه دماشوم دويستلو په معنادي.
همدارنګه هغه ځوانان چې په خپلو سیموکې یې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې په مورنۍ ژې کړي وي اوپه همدې توګه یې رشد کړی وي کله چې کابل یا نورو ولایتونو ته د لوړو زده کړو لپاره راشي نو سمدستي ورباندې یوه بله ژبه چې دی یې په کلتوري چاپېریال کې نه دی لوی شوی وتپل شي .
له خپلې مورنۍ ژبې محروم شوی ماشوم یا ځوان تر هرڅه مخکې مکلف دی چې یو ه بله ژبه زده کړي او ورسره جوخت خپلې اړوندې زده کړې هم وکړي چې داخپله په زده کړو کې ستونزه پیداکوي او د پرمختګ مخه نيسي .
په افغانستان کې ماشومان معمولاً له ۷ کلنۍ وروسته ښوونځي ته ځي په هیڅ دلیل او منظق نه شي کیدای چې ۷ کلن ماشوم دیوې بلې ژبې زده کړې ته مجبور شي داښه خبره ده چې هر څوک په څو ژبو پوه شي خو له وخته وړاندې په ماشوم باندې د یوې ژبې تپل د قانون خلاف او غیرعادلانه عمل دی .
همدارنګه دځوانانو په هکله هم همدا خبره ده ځوانان باید په څو ژبو پوه شي حتا بهرنۍ ژبې که زده کړي هم ښه ده خو داهرڅه په وخت سره ، که یوځوان دپوهنتون داړوندو مسلکي زده کړو ترڅنګ دیوې بلې ژبې زده کړې ته مکلف شي نو نه یوازې به هغه ژبه سمه زده نه کړي بلکې په مسلکي زده کړو کې به خامخا وروسته پاته کیږي او پایله به یې یا له پوهنتونه محرومیدل اویا خپله پرېښودل وي چې دا عادلانه نه دی ، او دا چې دا ناروا دیوې ځانګړې ژبې له ویونکو سره کیږي په ملي کچه بې باورۍ او بې عدالتۍ ته هم لاره هواروي . چې هیله ده د دې بې عدالتۍ مخه ونیول شي .
ښايي ځینې داسې استدلال وکړي چې په ښوونځیو کې د مورنۍ ژبې ترڅنګ بله رسمي ژبه د دویمې ژبې په توګه یو مضمون دی او هر زده کوونکی چې له دوولسم ټولګي فارغیږي باید په پښتو اودري داړو پوه شي نو ځکه دوی وايي چې ترپوهنتونه چې څوک رسیږي باید له مورنۍ ژبې پرته یې بله ژبه هم زده وي دا خبره به موږ ورسره ومنو خو ای کاشکې دا خبره عمومي او دټولو په اړه وشي که داموضوع عمومي مطرح شي بیا خو ستونزه لا هواریږي ځکه استاد چې په پوهنتون کې په هره ژبه تدریس کوي محصلین به ورباندې پوهیږي او دا پلمه به له چا سره نه وي چې زه په دې او هغې ژبې نه پوهیږم ! که یو زده کوونکی تر دوولسم ټولګي پورې پښتو اودري زده کړي نوبیا پوهنتون کې که زده کړه په پښتو وي که دري ستونزه به نه وي خو اوس اورېدل کیږي چې ځینې محصلین د استادانو په چارو کې هم لاسوهنه کوي اوهغوی خپل کار ته نه پریږدي اوداچې په پوهنتونونو کې نظم اودسپلین کمزوری دی دقانون دحکمونو تطبیق هم په کې ستونزمن دی . خو کله چې دحق خبره مطرح کیږي هلته بیا دولت مکلف دی چې خلکوته له خپل حق څخه دګټې اخستنې زمینه مساعده کړي . خو که دولت داکارنه کوي اویا بل څوک یې مخنیوی کوي دا په واقعیت کې دقانون دحکمونو پروړاندې درېدل دي .
که څه هم په دې برخه کې سیاسي او حقوقي ستونزې تر یوې کچې پورې هوارې شوي دي. په کابل او ځینو نورو سیمو کې دپوهنې وزارت له خوا په مورنۍ ژبې د زده کړو لپاره لومړني ګامونه اوچت کړي خو ځینې تخنیکي ستونزې لاهم د دې حق د بشپړ تامین مخه نیولې، او دلوړو زده کړو په برخه کې داستونزه پخپل ځای پاتې ده، خو دا یو دوامداره حقوقي مبارزه ده ځوانان دې ناهیلي کیږي نه دوی باید خپله دحق غوښتنې او حق اخستلو داعیه دقانون په چوکاټ کې په زړورتوب مخ پروړاندې بوځي قانون له دوی سره دی ، استدلال له دوی سره دی ،که دولت وهم نه غواړي خوموږباید ژمن پاتې شو او خپل حق واخلو . دیوې ژبې دحق غوښتل په هیڅ صورت دیوې بلې ژبې پروړاندې د موقف نیولو په معنا نه شي کیدای موږ چې کوم حق دځان لپاره غواړو دنورو لپاره یې هم غواړو موږ نه یوازې په پښتو ژبه لومړنۍ او لوړې معیاري زده کړې غواړو بلکې دنورو ژبو ته هم درناوی کوو . که دهیواد په نورو برخو کې له هرچاسره دا بې عدالتي کیږي او هرڅوک دقانون خلاف له خپل فرهنګي حق څخه محرومیږي زموږ مرسته او د عدالت غوښتنې غږبه دهغو لپاره هم اوچتیږي . خو کومه دي هغه غوږونه چې د عدالت غوښتنې غږ واوري ؟