
سلاکار صیب یو له هغو کسانو و ،چې کله ناکله به يې مازیګر زما دفتر ته پېښه راکوله،اوپه بېلابېلو سیاسي موضوعاتوبه راسره اخته و. پرېمانه شنې چايې او ګوړه به پرته وه . د سلاکار صیب په زړه پورې ویناوو له مانه دهغه ښه اوریدونکی جوړ کړی و. ده به په ځینو بهرنیو سفرونو کې هم دولسمشر ملتیا کوله ، خو کله به چې ولسمشر له ده پرته په کوم بهرني سفر لاړ نو سلاکار به دهغه تر راتګه پورې ټولې ورځې زما به دفتر کې تېرولې. دی به ترهغو لګیا وو، چې ما به غوږ ورته نیولی و،خو چې زه به په کوم کار بوخت شوم یا به دخپلو کارونو لپاره له دفتره ووتم ، دی به په خپلو یادښتونو کې ورک و. تل به یې دخپلو یادښتونو په وړه کتابچه کې لیکل شوې خبرې راټولولې او په یوې لویې کتابچې کې به یې لیکلې. ما شک کړی و، چې ګنې سلاکارصیب په کومه څېړنه بوخت دی .خو له ډیرو پوښتنو سره سره به یې له مانه د راز خبره پټوله. سلاکار صیب که څه هم زما ملګری و خو د خپلې بوختیا په اړه به یې ماته هیڅ نه ویل. کله به له ماسره لګیا و او کله به دخپلو یادښتونو په کتابچه کې ورک و . ما به ډېره هڅه کوله، چې ځان ور باندې پوه کړم .خو دا کار زما لپاره څه اسانه نه و. آخر دی د ولسمشر سلاکار و . زه وېرېدم ،چې له سلاکار صیب نه زیاتې پوښتنې به ګستاخي وګڼل شي.
زما لپاره یوه لاره پاتې وه، او هغه داچې سلاکار صیب به په سترګو کې څارم . یوڅو ورځې مې چې دسترګو له کونجونو پټ پټ ورکتل دومره پرې باوري شوی وم، چې سلاکار د ارګ له مهمو واقعاتو خبر سړی دی .خو څنګه اوڅومره په دې نه پوهیدم. یومازیګر چې په ناڅاپی توګه په دفتر را ننوت له ستړې مه شې وروسته مې ورته وویل. زه په یو کاربوخت یم تاسو خپله مطالعه کوی.ما ظاهراً ځان بوخت ساتلی و خو آن له پیله مې سلاکار ترڅار لاندې و.
سلاکار صیب له خپل لاسي بکس نه یوه پرېړه کتابچه راووېسته.دکتابچې په لومړي مخ مې په پرېړ خط سترګې و لګېدې .چې لیکلي یې و « په ارګ کې زما خاطرې » زه چې په نیمه پوه شوی وم ځان مې نور هم بوخت ښوده . سلاکار په خپلو لیکلو کې ډوب و . له ماسره تلوسه وه . غوښتل مې هرڅومره ژر چې کیږي باید دسلاکار له خاطرو ځان خبر کړم. په همدې فکر کې وم . په ځان نه وم خبر. د سلاکار څنګ ته مې ځان ور رسولی و. زما سترګې د سلاکار په کتابچه کې خښې وې.سلاکار کتابچه ټوله کړه او ماته یې راڼه راڼه راوکتل. ما ځان را غونج که . دچایو ترموز مې راپورته کړ . سلاکار صیب دا تازه چای دی !
سلاکار صیب ترهېدلی ښکاریده خو نه یې غوښتل چې زه ور باندې پوه شم. هغه ډېرې پلمې وکړې .دا زما دفتري کارونه دي . درسمي غونډو یادښتونه دي خو ما نه ورسره منله . ورته ومې ویل یوه په زړه پورې خاطره دې راته ووایه.په ما باور وکړه . سلاکار صیب ته بله لاره نه وه پاتې . زړه نازړه د ورقو په اړولو لګیاشو یوه پاڼه یې پیداکړه او داسې یې په لوستلو پیل وکړ.
« جمهور رئیس ته د یوه ولایت سپین ږیري راغلل .د امنیې له قوماندان نه یې شکایت او د هغه د لرې کولو غوښتنه یې وکړه ،خلکو وویل قوماندان دځمکو په غصب کې لاس لري .د ده له راتګ سره امنیت ورځ په ورځ خرابیږي . ولسمشر ژمنه وکړه ،چې په یوه مناسب وخت کې به مو دا ستونزه حل کړم . خلک ولاړل ولسمشر له مانظر وغوښت ما ورته وویل چې د خلکو خبرې سمې وې دا قوماندان دې لرې شي ، ماته یې هم وویل یو مناسب وخت کې به دا کار وکړم . مننه خدای دې راوله ،څومیاشتې وروسته دهمدې ولایت وکیلان را غلل او همدا شکایت يې وړاندې کړ . ولسمشر دوی ته هم وویل په مناسب وخت کې به ستاسو په غوښتنه غور وشي. زه په دې فکر کې وم چې مناسب وخت به کله راځي .؟ څو اونۍ وروسته یوه بله ورځ ولسمشر د رسنیو د څانګې مسوول را وغوښت او درسینو دمهمو موضوعاتو په اړه یې وپوښت . درسنیو مسوول وویل. رئیس صیب په رسنیو کې د .... ولایت د امنیې له قوماندان نه شکایتونه په ډېرېدو دي . ولسمشر وویل ښه ښه داخبره مناسب وخت ته پرېږده نورې څه خبرې دي. ماته بیا پوښتنه پیداشوه . مناسب وخت به کله راځي .؟
څو میاشتې وروسته د بل ولایت خلک راغلل زه هم له معمول سره سم په غونډه کې ناست وم دې خلکو هم د امنیې قوماندان دچلن په اړه شکایت درلود ، یوه لوستي او هوښیار سپین ږیري کاغذ خلاص کړ. په خبرو یې پیل وکړ؛ رئیس صیب دامنیې قوماندان په وژنو کې لاس لري ، له مافیا سره ناسته پاسته او پڼې معاملې لري . مجرمین نیسي او بیرته یې خوشې کوي او نور بلا شکایتونه . ولسمشر وویل ستونزې زیاتې دي په یوه وار له منځه نه ځي موږ دهرې ستونزې لپاره مناسب وخت ګورو. اوله خلکو سره ژمنه وکړه چې غوښتنه به یې ومنل شي او مننه یې وکړه ،چې په ښه مناسب وخت کې مو داشکایت تر مارا ورساوه . خلک ولاړل . ولسمشر ماته وویل چې اوس مناسب وخت دئ چې د خلکو غوښتنه ومنو . د میز دسر زنګ ته یې ګوته ورکړه .یو نیکټايي والا سکرتر را ننوت داحترام اداب یې پرځای کړل . جمهور رئیس ورته وویل د حکم متن برابر کړه او دکورنیو چارو وزارت ته ولیکه چې د X ولایت دامنیې قوماندان Y ولایت ته اود Yولایت دامنیې قوماندان X ولایت ته تبدیل کړي . زه ( سلا کار ) هلته پوه شوم چې د ولسمشر لپاره مناسب وخت همدادی .