
د مرګونو ارزانی ده هم هغې خوا او هم دې خوا
د زلمیو پریمانی ده هم هغې خوا او هم دې خوا
د قلم پرځای ټوپک په لاس کې ورکړي را رهی سی
د جنت څه ارزانی ده هم هغې خوا او هم دې خوا
سپینې حورې پلورل کیږي د همدې دنیا پرمخ
د حوریانو پریمانی ده هم هغې خوا او هم دې خوا
خپله ناست دي د دنیا پر نجونو مست دي
د جنت پرویش لګیا دي هم هغې خوا او هم دې خوا
ځان په اوو ښیښو کې ساتې چې مړ نشي
د غلمانو ارزانی ده هم هغې خوا او هم دې خوا
مستې پیغلې یې ترڅنګ دنیا کې ګرځي
د ملایانو پریمانی ده هم هغې خوا او هم دې خوا
که رښتیا درته معلومې وی داسپینې سپینې حورې
بیا خو لویه ناځوانی ده هم هغې خوا او هم دې خوا
موږ ورلیږي خپله نه ورځي جنت ته
دا د دروغو مسلماني ده هم هغې خوا او هم دې خوا
نایاب ۱۱/۶/۲۰۱۴