په مصر کې په لسګونو رنګين موميايي مړي موندل شوي

د مصر د لرغونپوهنې د ادارې مشر خبر ورکوي، چې د قاهرې په سويل کې په لسګونو رنګ شوي موميايي مړي موندل شوي دي. دغه موميايي مړ ي ، چې له 53 ډبريڼو مړېستونو څخه د فيوم په سيمه کې د (اللاهون) د هرم ترڅنګ موندل شوي له دوه زروڅخه ترڅلور زرو کلو پورې لرغونتوب لري. څلور موميايي مړي چې تر درې زرو کلو پورې لرغونتوب لري ، درنګينو موميايي مړو تر ټولو ښاسته نمونې دي. دخبر له مخې په همدې سيمه کې يوه لرغونې کليسا هم موندل شوې.