روسيه د يوه تړون له مخې د اسراييلو د وسله جوړولو له يو شرکت څخه د 500 ميليون ډالرو په بيه بې پيلوټه يا ډرون الوتکې پېري. د روسيې د دفاع وزارت مرستيال ولاديمير پوپوفکين له اسراييلو څخه تر بېرته راستنېدو وروسته خبريالانو ته وويل، چې دوی له يوه اسراييلي شرکت سره دغه تړون نهايي کړی او موخه دا ده چې د روسيې دفاعي صنعت هم وکولای شي د هغې په څېر الوتکې په خپله جوړې کړي. روسيې د ډرون الوتکو د پېرودولو پرېکړه له ګرجستان سره د جګړې پر مهال کړې وه. روسي ځواکونه له خپلو بې پيلوټه الوتکو سره ناراضه دي او وايي چې ښه کيفيت نه لري. دا لومړی ځل دی چې روسيه له اسراييلو سره پوځي سودا کوي.
وروستي