ايران او ترکمنستان له هريرود سيند څخه د برېښنا د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې

دايران او ترکمنستان د اوبو او برېښنا وزارتونو استازو د هريرود پر سيند  د دوستۍ له بند څخه د برېښنا د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې. د دوستۍ بند د ايران او ترکمنستان تر منځ دهريرود پر سيند باندې  پرکال 2004 کې د 164 ميليون ډالرو په  لګښت جوړ شوی  او د 1.25 ميليارده متر مکعبو اوبو دزېرمه کولو ظرفيت لري ، چې له هغې څخه په کال کې د 820 ميليون متر مکعبو په اندازه استفاده کېدای شي. څه موده وړاندې دايران او ترکمنستان ولسمشرانوپه ډېر سپين سترګۍ د افغانستان ولسمشر ته په يو ليک کې ليکلي و،چې د هريرود له سيند څخه بايد ډېرې اوبه وانخلي ، ځکه چې د دغه بند زېرمو ته صدمه رسيږي. بايد وويل شي ، چې هريرود داسې يو سيند دی چې ټولې سرچينې يې د افغانستان په خاوره کې دي او افغانستان کولای شي د هغې له ټولو اوبو څخه استفاده وکړي .د ځينو شنونکو په اندايران د دې لپاره هم نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي ، چې بيا به د هلمند او هريرود له سيندونو څخه وړ استفاده پيل کړي او د دوی اوبه به کمې شي . همدا اوس ايران د چاه بهار په سيمه کې هم له هلمند سيند څخه تر خپل حق ډېره او ظالمانه  استفاده کوي.