ملي ، اداري اوعلمي مصطلحاتو کې لاسوهنه ملي خيانت دى

په دې کې شک نشته چې افغان ملت له بيلابيلو وروڼو قومونو څخه جوړ دى، چې په بيلابيلو ژبو خبرې کوي اوزموږ هره يوه ژبه ددې لپاره چې دهيوادد تاريخي ، ملي اوکلتوري ارزښتونو برخه ده ددرناوي وړ ده او په کار ده چې ويونکو ته يې داساسي قانون له مخې پخپله مورنۍ ژبه دزده کړې اوخپرونو زمينه برابره شي.
دهيواد ټول وګړي حق لري چې دقانون له حکمونو سره سم په رسمي اوغير رسمي چاروکې پخپله مورنۍ ژبه خبرې اوليکنې وکړي. اودولت هم مکلف دى چې دټولو ژبو دمتوازن پرمختګ لپاره لازم پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي، خو يوه خبره بايد له پامه ونه غورځول شي، چې موږ افغانان  ديوه ملت په توګه اوددې لپاره چې له نورو ملتونو سره مو توپير وشي، يوې ګډې ژبې اوګډو اصطلاحاتو ته اړتيا لرو، چې له نيکه مرغه په افغانستان کې له پخوا څخه  دود دي او ټول افغانان دهيواد په هرګوټ کې ورباندې پوهيږي.
دافغانستان دملي يووالي، ملي هويت  اوپايښت  دښمنانو تل هڅه کړې ،چې زمونږ دملت ترمنځ ژبنيو اختلافاتو ته لمن ووهي او په دې توګه په افغانستان کې دملت جوړونې دبهير پر وړاندې خنډونه پيداکړي او ددې لپاره چې خپلې دې موخې ته ورسيږي ترهر څه وړاندې يې زمونږ ملي، علمي اواداري مصطلحات په نښه کړي اوغواړي ،چې دهغو په له مينځه وړلو سره دافغان ملت ديووالي ستنې ونړوي او په خپرونو کې دژبنيو بحثونو په راپارولو سره د ولس ترمنځ زړه بدوالي ته لمن ووهي.
همدااوس يوزيات شمير چاپي اوانځوريزې خپرونې چې په پخوانيو وسله والو ډلو پورې اړه لري اوښايي چې له بهر څخه به تمويليږي ، هڅه کوي چې دافغانستان دخلکو ترمينځ مروج اصطلاحات له مينځه يوسي، اوپرځاى يې له بهر څخه  واردې شوې کلمې، چې دلته تاريخي مخينه اوريښه  نه لري دود کړي، حال دا چې په ملي مصطلحاتو کې داډول لاسوهنې يو ملي خيانت او له قانون څخه څرګنده سرغړونه ده. ځکه چې داساسي قانون د ۱۶ مادې له مخې په هيواد کې موجوداداري اوعلمي مصطلحات پخپل حال پاتې اوساتل کيږي. خو دافغان ملت دښمنان پورتنيو ارزښتونو ته درناوی نلري اوپه ډيره سپين سترګۍ سره دې کارته دوام ورکوي، اودتوجيه لپاره يې کله په اساسي قانون کې دجعل تورلګوي کله ملي مصطلحات په يوې ځانګړې ژبې پورې تړي اوکله بيايوه ځانګړې ژبه په يوه سيمه پورې محدودوي او څوک چې ددوى مخالفت وکړي هغه په قومي باور درلودلو تورنوي ، خوواقعيت دادى چې دوى په اساسي قانون کې جعل ثابتولاى نه شي اونه هم زموږ ملي مصطلحات په يوې ځانګړې ژبې پورې اړه لري. بلکې په افغاني مصطلحاتو کې له ټولو ژبو څخه ګټه اخيستل شوې او ټولو افغانانو ته دمنلو وړدي. اوددې لپاره چې زمونږ ملي يووالي ته زيان ونه رسيږي په کارده چې حکومت له يوې خوا دملي ، اداري اوعلمي مصطلحاتو دخونديتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي اوله بلې خوا دګاونډيو هيوادونو څخه دکلتوري يرغل مخنيوى وکړي اوکه داسې ونه شول په افغانستان کې به کلتوري انارشي رامنځ ته شي او هر څوک چې هرڅه وغواړي وايي اوکوي به يې ، خو مسؤوليت به يې داوسنيو چارواکو په غاړه وي.
کوم کسان، چې دملي مصطلحاتودبدلون هڅې کوي هغوى  ، نه دي توانيدلي، چې پر ځاى يې يوافغاني بديل وړاندې کړي بلکې هڅه کوي هرهغه څه،چې ايرانيان ېې کاروي وکاروي، خوکله چې بيا له مخالفت سره مخامخ شي بيا وايي چې دلته پښتوپر مونږتپل کيږي، خوريښتيا خبره داده چې په افغانستان کې ټول مصطلحات په پښتو نه دي اومونږوينوچې په پوځي برخه کې ډېر داسې څه شته  چې له اره په ترکي ژبې چې د ازبکي ژبې خورده ليکل اويالوستل کيږي، لکه قوماندان ،قومانده ،قراول اوداسې نور،خوپه افغانستان کې دپرديوپالنې دځينوسترګې داسې ورپټې کړي چې داهېڅ نه وينې اوکه يې ويني بيا په ځان يې نه راوړي .له بلې خوا زمونږپه خلکوکې ځينې نومونه اواصطلاحات دومره په ژوره توګه دودشوي چې پرته له دې چې داپه پام کې ونيول شي، چې دکومې ژبې دي ټول خلک ېې وايي، دبېلګې په توګه که څوک دنوي کال ورځ يادوي که هغه دهرې ژبې ويونکى وي نوروز به وايي چې يوه دري کلمه ده خودايران ګوډاګيانوته بيا دپوهنتون اوپوهنځي کلمې ويل دزغملونه دي اوکه داسې وي نوبيا مونږته هم اسانه ده، چې دنوروزپرځاى نوې ورځ ووايوخوخبره داده ،چې هغه څه په خلکوکې دود وي اوخلکو منلي وي، دهغه بدلول کيداى شي نورې ستونزې وزېږوي اوبيابه هرڅوک ددې جرئت کوي چې په خپله خوښه نومونه جوړوي اودودوي به ېې اوپه دې انارشۍ کې به هرکولتوري يرغل ګرته ددې زمينه برابريږي چې دخپلوګوډاګيانوپه وسيله زمونږکولتوري حريم ته راننوځي اودوخت په تېرېدوسره خپله ژبه اونارواغوښتنې په مونږوتپي .
ترکومه ځايه پورې چې تجربې ثابته کړې کله چې يوه يا څوپردۍ کلمې يوې ژبې ته ورننوځي په اتوماتيک ډول له ځان سره ځينې نورې کلمې هم راولي ،ځکه له هرمصدرڅخه نورې کلمې زېږيږي اودغه ډول په ژبني چاپېريال کې ستونزې پيداکوي، دبېلګې په توګه زمونږپه ترمينولوژۍ کې عربي ژبه ډېرې ژورې ريښې لري، په ځانګړې توګه دافغانستان حقوقي اوقانوني اصطلاحات ټول ټال په عربۍ کې دي لکه محکمه چې مصدرېې حکم دۍ خوکه اوس دمحکمې پر ځاى دادگاه وکارول شي نوبيا پوښتنه پيداکېږي، چې له دادگاه څخه نورې څومره کلمې راوتلاى شي ؟
له حکم څخه محکمه ،حاکم ،محکوم ،محکوم عليه ،محکوميت ،حکم ،حاکميت ،محکوم له ،محاکم اوپه لس ګونونورې کلمې زېږول کېږي ،خوله دادګاه څخه ددومره زياتوکلموزېږېدنګ ناشونى دى اوکاروونکي يې اړدي ،چې بيا هم هغې ژبې ته پناه يوسي، چې لومړۍ کلمه (دادگاه)ېې ورځنې رااخستې وه اوکه داسې ېې وکړل نوطبيعي ده چې هغې ژبې ته ېې ورپرانسته اولرې به نه وي، چې په دې کارسره به مېلمه ژبه له  ټولواصطلاحاتوسره د کوربه ژبې چاپېريال ته ورننوځي اودوخت پر تېرېدوسره به حاکمه کيږي اوکوربه ژبه ياژبې به ورکوي .
بله لاره چې امکان لري تقليد کوونکي ېې  غوره کړي، داده چې دادگاه به کاروي ،خو چې کله نورواصطلاحاتوته اړتيا ويني نوبيا به بېرته راګرځي اودحکم (مصدر) نور مشتقات به کاروي اوکه داکاريې وکړ، نوپه خپل ځان به ملڼډې ووهي ،ځکه چې ددې کارمانا داده، چې له اصل  نه انکارکوي اوفرع مني .
هغه څه چې پورته يادشول ددې څرګندونه کوي،چې په افغانستان کې دوديزواصطلاحاتوکې هرډول لاسوهنه بې شمېره ستونزې پيداکولاى شي اوپر نوروسربېره دهغو کسانوژبه هم ورورانوي ، چې  دنوروتقليد کوي اوپردي اصطلاحات کاروي .
نوځکه ټولوافغانانوته په کاردي چې په هېوادکې دپرديوژبودکلتوري نفوذ مخه ونيسي اوپه ځانګړې توګه افغاني مصطلحات خوندي وساتي .اوکه نه نوډېره لرې به نه وي چې دوى خپله هم داومني ،چې په ملي مصطلحاتوکې لاسوهنه ملي خيانت دى.
 
حقوقي دلایل :
د اساسي قانون ۱۶ ماده حکم کوي : پښتومتن  :په هېواد کې موجود ملي ، علمي ، اواداري مصطلحات ساتل کیږي . دري متن : مصطلحات علمي واداري ملي موجود در کشور حفظ میګردد.  
د ۱۶ مادې دا برخه (جز) ډیره واضح ده هیڅ ابهام په کې نشته خو د لازیاتو توضیحاتو لپاره لاندې څو ټکي مهم دي .
په دې ماده کې د « هېواد » خبره شوې ده د دې مادې مفاهیم په ټول هېواد پورې اړه لري نو ځکه د هغو کسانو استدلال  د منلو نه دی،  چې مثلاً دوی وايي موږ په بلخ کې دانشګاه لیکو په کندهار کې خلک کولای شي پوهنتون ولیکي .
«علمي » کلمه په ټولو هغو علمي اصطلاحاتو باندې اطلاق کیږي، چې له علم ، پوهي ، دولتي او غیردولتي علمي موسساتو پورې اړه لري ، لکه پوهنتونونه ، پوهنځي ، دعلومو اکاډمۍ او نورو علمي مرکزونو کې چې کوم اصطلاحات په رسمي توګه کارول کېدل او کارول کیږي . چې په دې کې د پوهنځي ، پوهنتون نومونه او د ښوونکو علمي رتبې هم شاملې دي .
«اداري » مصطلحات په افغانستان کې له ټولو هغو اصطلاحاتو ، نومونو او کلمو څخه عبارت دي چې د قانون له احکامو سره سم په ټول هیواد کې په دولتي او غیردولتي ادارو کې له پخوا راهیسې په رسمي توګه کارول کیږي.
«ملي» په دې معنا چې دا مصطلحات زموږ دملت ګډ ارزښت او په ملت پورې اړه لري او ټول ملت یې یو ډول کاروي او ورباندې پوهیږي.
«ساتل » یا «حفظ» په دې معنا چې هغه ملي اصطلاحات (اداري او علمي ) چې د ۱۳۸۲ کال داساسي قانون د لویې جرګې تر وخته پورې په افغانستان کې موجود او مروج وو  ساتل کیږي او پرخپل ځای پاتې کیږي . حفظ او ساتل په دې معنا چې په دې مصطلحاتو کې هر ډول بدلون راوستل ، ولو که د هغو د ژباړې په بڼه وي جواز نلري .
ځینې کسان په ولسي جرګه کې داسې استدلال کوي، چې موږ پخواني اصطلاحات ساتو خو دهغو په څنګ کې په فارسي ژبه نور اصطلاحات رامنځ ته کوو دوی زیاتوي ،چې د نویو اصطلاحاتو رامنځ ته کول د پخوانیو اصطلاحاتو د له منځه وړلو په معنا نه دي خو دا دلایل په هیڅ صورت حقوقي بڼست نلري ځکه چې د ملي مصطلاحاتو موضوع په ۱۶مه ماده کې ذکر شوې او ۱۶ مه ماده د ژبو او رسمي ژبو په اړه ده . د مصطلحاتو موضوع ژبنۍ موضوع ده ۱۶ مه ماده  وروسته له دې چې رسمي ژبې راپیژني . په ټولو ژبو د رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوي او دولت مکلفوي چې د ټولو ژبو د ودې لپاره اغیزمن پروګرامونه وضع کړي ، خو په هره ژبه درسنیو او خپرونو ازادي او دهرې ژبې وده په دې پورې محدودوي چې ملي مصطلحات به ساتل کیږي.  په قوانینو کې وورستۍ فقره د مخکنیو فقرو مفاهیم محدودوي  لکه داساسي قانون د ۱۶ مادې حکم دادی ، چې پښتو رسمي ژبه ده ، دري رسمي ژبه ده ، نورې ژبې په هغو سیمو کې چې اکثریت ویونکي لري دریمې رسمي ژبې دي. په دې ژبو رسنۍ ازادي دي ، هرې ژبې ته به وده ورکول کیږي خو  .......... ملي مصطلحات به ساتل کیږي .  پر دې بنسټ هیڅوک حق نلري یوې ژبې ته وده ورکول محدود کړي خوهیڅوک د ژبې دودې په نامه د ملي مصطلحاتو پرځای نوې کلمې نه شي رامنځ کولای .
دوه نور دلایل :
که څوک استدلال کوي چې موږ په فارسي ژبه نوي اصطلاحات رامنځ ته کوو او دا خپل حق بولي نو بیا خو  له پښتو اودري پرته نورې ټولې ژبې په خپلو سیمو کې رسمي دي نو بیا هغوی هم دا هڅه کوي بیا نو په داسې یوه حالت کې په افغانستان کې د نږدې ۳۰ ژبو ویونکي ټول حق لري چې ځان ځان ته اصطلاحات ولري او په یوه قانون کې باید دا ټولې ژبې په پام کې ونیول شي چې دا ډول یو حالت به له یوې فرهنګي انارشۍ پرته بله پایله ونلري .
ځینې په افغانستان کې د ملي مصطلاحاتو ساتل د پښتو ژبې په ګټه بولي خو یوه خبره باید جداً دوی ته تفهیم شي چې د افغانستان ملي مصطلاحات په پښتو نه بلکې په ټولو ژبو دي حتا عربي هم دي، محکمه نه پښتو ده نه دري خو ټول افغانان محکمه پيژني او له سل ګونو کلونو راپه دې خوا محکمه ، محکمه بولي ، په اردویا پوځ کې زموږ اصطلاحات اکثراً ترکي دي ،   
 
هوډمن