لومړۍ برخه
محمداجمل هوډمن
ویل کیږي له ۴۵ فرمان وروسته د ولسمشرکرزي یوبل فرمان راوتلی، په دې فرمان کې ویل شوي چې دولتي چارواکي او ادارې دې خپل لګښتونه کم کړي .داپه داسې حال کې ده ، چې د ولسي جرګې غړو دبودیجې دتصویب پرمهال داخبره په ډاګه کړه، چې دتېروکلونو په بودیجو کې د جمهوري ریاست مرستیالانو یوازې دکورونو دکرایې لپاره په هرکال کې یو ميلیون ډالر لګولي، دموټرو د لښکرو لګښت یې لا معلوم نه دی. کرزی صیب که ریښتیا هم جدي وي فرمانونه دې بس کړي له ارګه دې پیل وکړي . که د ولسمشر هر مرستیال لږترلږه یو یو موټر کم کړي دتېلو پيسې یې کولای شي دهغو کورنیو ژوند وژغوري، چې دهېواد په شمال کې دفقر له امله دخپلوماشومانو پلورلو ته مجبور شوي وو. خوښاغلی کرزی عمل نه کوي فرمانونه راباسي او خبرې کوي. « په افغانستان کې فساد غوغا کوي ، په ادارو کې اداري فساد په پراخه کچه دود دی ،دحکومت لوړپوړي چارواکي دځمکو په غصب کې لاس لري، د لسګونو دولتي چارواکیو ثبت شوې شتمنۍ مشکوکې دي او ځینې نور یې دشتمنیو ثبت ته نه حاضریږي » اوداسې نورې هغه خبرې، چې نږدې هره ورځ دیوه نه یوه چارواکي له خولې راوځي او ولسمشر کرزی یې هم په خپل وار کله په وینا کله په فرمانونو کې تائيدوي.
عجیبه حکومت دی او عجیب جمهور رئيس په دې باندې اندېښنه څرګندول ورته مهم دي چې فساد او غصب ورځ په ورځ زیاتیږي خو دا ورته مهم نه دي چې دفساد اوغصب عاملین دهمده په شاوخوا را ټول دي او د ده د دملګرو له خوا یې ملاتړ کیږي. !
کرزی دا لس کاله لګیا دی په خپله هره وینا کې چې کور دننه په افغانستان کې یې کوي او په هره ديپلوماتیکه ناسته کې سینه ډبوي، چې فساد سره به مبارزه کوي، خو دفساد کچه له یوه کال نه بل ته لوړه شوې. نه کرزی ریښتینی دی او نه په ده پورې چاپېر قومي او جهادي ټېکه داران؛ که نوموړی واقعاًپه خپلو ویناوو کې ریښتینی وای او داخبرې یې دافغانستان دګټو لپاره کړې وای نو ولې بیا همدغه فاسدان چې دی هم سر ورنه ټکوي له دندو نه لرې کوي ولې یې دمحاکمې مخه نیسي .؟
حامدکرزي څه موده مخکې ملي شورا ته په خپله وینا کې ددې اړتیا احساس کړه چې په ولایتونو کې د ځینو وسله والو ډلو په بیاجوړېدو اندېښنه وښيي خو له دې خبرې څنګ ته کیږي، چې د دې وسله والو ډلو د رامنځ ته کولو طرحې له ده څخه د چاپیرو قومي ټیکه دارانو له خواجوړیږي ! کرزی په دې ښه پوه دی، چې حتا په دولت کې رسمي وسله والې ډلې د ده له دفتره دخلکو وژلو او قومي جنوسایت ته استخدامیږي او بیا دهمده مرستیالان یې له قانون او محاکمې څخه په ژغورنه کې مرستې ته وردانګي .
حامدکرزی دامني، چې په حکومت کې یې فساد دی ، ملګري یې مرسته نه ورسره کوي ، یوازې دی او دی داهم مني چې د هیڅ چا سر اومال په امن کې نه دي . کرزي څه موده مخکې دپراخیتایی شورا ګانو غونډې ته وویل ایا تاسو فکرکوی، چې همدا اوس چې موږ دلته خبرې کوو خلک په امن کې دي .؟ بیايې سکوت وکړ.د غونډې ګډونوالو له حیا بلکې له ويرې څه نه ویل خوکرزي خپله پوښتنه خپله ځواب کړه ، نه خلک په امن کې نه دي؛ خو هغه کسان چې له خلکو یې ژوند ، ارامي او امن اخستی دهمده کسان او دده دحکومت شریکباڼي دي . کندز او ارزګان کې دسیمه ییزو پولیسو په نوم سیمه ییز اجورتي قاتلان استخدام شوي. ماشومان په اورني کې او سپین ږیري له لکړې سره وژني . په ننګرهار کې دتاج محمد له خوا زمزمه تښتول کیږي په میاشتو میاشتو ساتل کیږي او له ګل کریم سره چې د امنیې یو پخوانی جنګسالار قوماندان و په واده کولو مجبوریږي، دزمزمې پلار چغې وهي هره ورځ د والي د دفتر مخې ته ورځي خو والي صیب په ملاقات کې بوخت دی وخت نلري. دکورنیو چارو وزارت پولیس په بغلان کې دملي اردو د افسرانو د قاتلانو په لټه کې ناکام دي خو بله ورځ قاتلان د جمهوري ریاست به مېلمستون کې موندل کیږي .
دمیدان وردګو نوی والي په چغو ورته راغی، د هغه په وینارئیس صیب ته یې وویل دامنیت دخرابوالي لامل مافیا ده او دامنیې قوماندان د ستونزې اساسي مهره ده ، ولسمشر همدومره وس یا اراده درلوده چې هغه ښاغلی قوماندان یې پرخوستیانو ولوراوه ، پخوا به يې دنورو ولایتونو ازمایل شوي میدان وردګو ته لیږل. اوس د میدان وردګو ازمایل شوي خوست ته لیږي . دې ته بیا د اصلاحاتو نوم ورکوي .
په ملي شورا کې تروینا وروسته حامد کرزي یو فرمان صادر کړ او ټولو ادارو ته یې په کې امر وکړ، چې په یوه میاشت کې به دا ،په دوو میاشتو کې به هغه او په درې میاشتو کې به دغه کار کوي، خو دې فرمان پر فساد باندي نوري خاورې هم ور واړولې .
« دمالیې وزارت دې په یوه میاشت کې دکابل بانک لمن ور ټوله کړي» خو ولسمشر په دې پوه دی، چې دکابل بانک دقضیې لمنه په یوه میاشت کې څه چې په ده پسې دبل راتلونکي حکومت ترپایه هم نه شي راټولېدلې.
« ستره محکمه دې د شپږو میاشتو په اوږدو کې د فساد او غصب ټولې دوسیې فیصله کړي » خو کرزی خبر نه دی چې د فساد او غصب هیڅ لویه دوسیه محکمې ته نه ده لیږل شوې . او تراوسه پورې د ځمکو دغصب په اړه هیڅ قانونٍي مرجع ستر غاصبان چې اکثره یې د ده دحکومت لوړپوړي مامورين یا یې دکورنیو لومړۍ درجه غړي دي نه دي پوښتلي. چې سترې محکمې ته دوسیه نه وي تللې څه شی به فیصله کړي په څه او په چا به حکم وکړي .
په تېرو څو کلونو کې لږترلږه یو وزیر کرزي خپله د فساد په تور لرې کړ، یو بل یې دلویې څارنوالۍ له خوا ونیول شو اوپه فساد تورن شو.یو اوسنی برحال یې د اداري فساد د عالي ادارې له خوا په فساد او غصب تورن شو یو بل سرپرست هغه یې لندن ته وتښول شو او دځینو نورو په اړه خو ان اسناد او شواهد رسنیو ته راووتل هغه څه چې له خلکو او رسنیو پټ دي پرهغو خدای خبردی .خو ولې داساسي قانون له مخې د وزیرانو دمحاکمې لپاره خاصه محکمه جوړه نه شوه .؟
څو اونۍ وړاندې یوې خپلواکې ورځپاڼې د ځمکو او جایدادونو دسترو غاصبانو نومونه خپاره کړل. ورسره جوخت لویې څارنوالۍ ومنله چې« د ورځپاڼې راپور سم دی همدا خلک څه چې تر دې ډير غاصبان ورته معلوم دي او تر دې ډيرې ځمکې غصب شوې دي .» خو جمهور رئیس لوی څارنوال ته نه وايي، چې ولې یې د دې غاصبانو په وړاندې څېړنه نه ده کړې او ولې یې دوسیې محکمې ته نه دي لیږل شوي. ؟ اوکه لویې څارنوالۍ څېړنه کړې هم وي کومې محکمې ته به یې ولیږي ، دترانسپورت د دوو وزیرانو د دوسیو لپاره چا محکمه جوړه کړه، چې د ځمکو غاصبانو ته به یې جوړه کړي .؟
ښاغلی کرزی په دې پوه دی ، چې دی او د ده حکومت نه غواړي او که وغواړي نه شي کولای غاصبان او فاسدان محاکمې ته را کاږي. بس فرمانونه راباسي او کمیسیونونه ورته ګوماري خو دهیڅ فرمان پایله نه ده معلومه او دهیڅ کمیسیون راپور چاونه لیده. د هر فرمان له صادرېدو سره فساد نور هم زیات شوی او دهر کمیسیون په جوړېدو سره دفساد پردوسیو نورې خاورې اړول شوي .
کرزی په دې هڅه کې دی، چې دتېرو لسو کلونو په څېر دخلکو تېر اېستلو ته دوام ورکړي او په دې توګه خپله پاتې یوکال موده هم په خیراوخیریت سره تېره کړي . خو خلک پوه دي. خلک نه تېر وځي خلک پوهیږي چې د کابل ښار په لویدیځ کې د دفاع وزارت په زرګونو جریبه ځمکې چا غصب کړي. دکندهار په عینو مینه کې دځمکو غاصبان څوک دي. دکابل په شمال کې دخیرخانې کوتل، دچمتلې دښته ، دکابل په ختیځ کې دڅرخي پله شاوخوا ځمکې د چا له خوا نیول شوي او پرخلکو پلورل شوي او دکابل په لویدیځ کې له کمپنۍ نه نیولې تر قرغې پورې دولتي ځمکې چا وپلورلې او د قرغې د راکټ دلوا ځمکې د چا له خوا لیلام شوې.؟ او خلک په دې هم پوه دي، چې دکرزي حکومت په دې موقف کې نه دی، چې لږترلږه دې غاصبانوته کاږه هم وګوري. نو چې کرزی دا کار نه شي کولای او یا نه غواړي چې دا کار وکړي بیانو ولې په بې اغېزو فرمانونو دخلکو دتېراېستلوهڅې کوي .؟
کرزی غواړي په دې فرمان وښيي چې دی غواړي اصلاحات راولي خو څوک مرسته نه ورسره کوي. ايا هغه کس یا کسان چې په لسو کلونو کې یې څه ونه کړل په یوه میاشت ، درې ، څلورو یا شپږو میاشتو کې څه کولای شي یا یې کوي.؟
دویمه برخه
دښاغلي کرزي لپاره دفساد پرضد مبارزه یوه سیاسي لوبه بلکې وسیله ده . کرزی دفساد دوسيې ساتي او هر وخت یې چې کوم شریکباټي نافرماني وکړه ورته راباسي یې، په بلخ ولایت کې دحیرتانو دبندر عواید د وسله وال پوځ داعلی سر قوماندان د ارکان رئیس دوستم ، په موقته اداره کې دکرزي مرستیال ، دپلان وزیر او اوس دسولې دعالي شورا د غړي محمدمحقق او د بلخ دوالي عطا محمد نور لخوا په ۱۳۸۱ ، ۱۳۸۲ او ۱۳۸۳ کلونو کې اختلاس شوي وو خو دکرزي حکومت يې دوسیې لس کاله وروسته اوس په ۱۳۹۱ کې راووېستې دا ځکه، چې هغوی اوس دزیاتو امتیازونو دغوښتلو په خاطر دکرزي له ډلې د وتو او په ټاکنو کې د ده دخوښې پرخلاف د درېدو ګواښونه کوي. که د حکومت له شریکانو نه کوم یو یې له حکومت سره په ځانګړې توګه له کرزي سره د مخالفت تمثیل کوي نو دوسیه ورپسې راوځي او که په چاپسې دوسیه راووته نو هغه له حکومت نه وځي . فساد د واکمن ټیم د جوړېدو او پاتې کېدو بنسټ دی . اصلي خبره چې ښاغلي کرزی ښه ورباندې پوه دی دا ده، چې د ده په حکومت کې د اصلاح لپاره هیڅ نه دي پاتې. دا حکومت به یا له منځه ځي او یا به په همدې ډول ترخپله وخته پاتې وي. وايي چې کیږدۍ په خپلو مراندو ولاړه ده ، هرچت په خپلو ستنو ولاړ دی ، په افغانستان باندې داوسني واکمن حکومت بنسټ پر فساد ایښودل شوی. حکومت که د فساد پرضد هرګام واخلی په واقعیت کې خپلې پښې وهي نو چې داسې ده ولې به داسې کوي. دوی پوه دي چې که د فساد ګیلم ټول شي د دوی ګيلم به هم ورسره ټولیږي. افسوس د افغانستان چې واکمنو یې ورته په نړۍ کې دلومړي درجه فاسد هېواد نوم وګاټه، خو افغانستان دکرزي دحکومت د شریکباڼو اوقومي ټېکه دارانو دائتلاف نوم نه دی ، افغانستان دیوه هیواد نوم دی یوه سپېڅلې خاوره او جغرافیه ده ، دلته یو ملت اوسيږي داملت تاریخ لري، عزت لري. دنړۍ په کچه « افغانستان »ته دفاسد هېواد نوم ورکول بې انصافي ده. دا ملت هیڅکله فاسد نه و او نه اوس فاسد دی خو په خواشینۍ سره، چې دیوه فاسد حاکمیت له لاسه د افغانستان په نوم سپېڅلې جغرافیه او په کې اوسېدونکی ویده ملت دواړه بدنام دي خودا په دې معنا نه چې ملت ملامت نه دی. ملت ځکه ملامت دی،چې یوفاسد حاکمیت يې زغملی بلکې پرځان باندې واکمن کړی دی . له ذهني او رواني پلوه دې پاشلي او وېشلي ملت یوه نه یوه فاسدقومي ټېکه دار ته په یوه قوم کې دپټېدو لپاره پناه ورکړې .دیوه نه یوه فاسد فساد توجیه کوي. هر فاسد دیوه قوم تر شاپټ دی. دا ملت دې خدای په ذهني او فکري لحاظ سره یو او د دې جوګه کړي، چې لږترلږه دخپل حیثیت لپاره له دې واکمنوسره حساب وکړي .
دا ملت به څنګه سره یو شي. د واکمن حکومت شریکو قومي ټېکه دارانو دا ملت له رواني او ذهني پلوه وېشلی دی. په حکومت کې د واکمنو ډلو او د ارګ په تصامیمو کې مطرح قومي ټېکه دارانو دخپلو ګټو د ساتلو لپاره په قومي سیاستونو او دریځونو د یوه واحد ملت د شتون احساس د له منځه تلو تر بریده رسولی دی . موږ هره ورځ په هېواد کې دیوې تراژیدۍ شاهدان یو . له هلمند، ننګرهار ، کونړ، خوست ،غزني، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ ، لوګر، لغمان او کندهاره نږدې هره ورځ دلس ګونو تنو افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبرونه راځي. په کابل کې په میاشت کې یو یا څوځلې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له امله د وینو ویالې بهیږي، خو هیڅوک یې په اړه خبره نه کوي. دهلمندیانو ، کندهاریانو او ...... غم یوازې د دوی خپل دی. خو د بلوچستان د هزاره قربانیانو لپاره په کابل کې مظاهرې کیږي، دغندلو لپاره یې د قومي ګوندونو د غمشریکۍ اعلامیې خپریږي. دجمهور رئیس دویم مرستیال له دې امله دکابینې په غونډو کې دنه ګډون اعتصاب کوي، چې کوچیان دې له بهسودو ووېستل شي. بهسودو ته ځي او هلته دکوچیانو تر وتلو او شړلو پورې دمرګ تر سلګۍ پورې دپاتې کېدو سینه ډبوي، کرزی صیب په محقق سوله راولي، څوک چې یوازې دخپلو قومي موخو لپاره له بهسودو د کوچیانو تر شړلو پورې دنه خوړو اعتصاب کوي خو د نورو هېوادوالو د وژل کېدو خبره اهمیت نه ورته لري . دلته هر څوک د دې لپاره په واک کې شریک شوي، چې دیوه ځانګړي قوم استازي ګڼل شوي، هغه کسان، چې حتا په خپله سیمه اوقوم کې له یوه جنګي قوماندان پورته مطرح نه وو، د تېرولسو کلونو په اوږدو کې یې د واک دقومي وېش د فورمول له مخې خپله ټېکه داري په یوه نه یوه قوم کې ثابته کړه. په خلکو یې ځانونه ومنل . او دخپلو ځانونو دپړسولو او ساتلو لپاره یې خپل اړوند قوم ته دښمنان وتراشل، خپل ځانونه یې دهغه قوم مدافعین وبلل ، قومونه هم ورسره قومي شول ، دلته هرڅه قومي یاسیمه ییز دي ، هرې پېښې ته له قومي دید نه کتل کیږي، دحکومت هر سهمدار په هره بده یا مثبته پېښه کې دخپل قوم تقدیر ګوري. په مسایلو باندې دې ډول فکري طرز په سیاسي ، ټولینزو او فرهنګي ډګر کې بوختو کسانو ته هم سرایت وکړ ، قومي رسنیو دا فکر په عوامو کې خپور کړ، حتا اوس عوام هرې پېښې ته له قومي لیدلوري ګوري. که په چاظلم وشي فکرکوي چې ځکه دا ظلم ورباندې شوی، چې دی په یوه ځانګړي قوم پورې اړه لري . او که چاته ګټه ورسیږي ویاړي، چې یوه ځانګړي قوم ته د منسوب والي له برکته یې ګټه کړې، خو داولې .؟
دا دتېرو لسو کلونو دسیاستونو پایله ده. افغانستان دافغانانو هېواد وو دلته له هرڅه مخکې افغانان اوسېدل، خو اوس افغانان په پښتنو ، تاجکانو ، هزاره ، ازبک ، ترکمن او نورو وېشل شوي، دا ذهنیت ورځ په ورځ دودیږي. له ارګه رانیولې تر ولسوالۍ پورې همدا حال دی ، هرقوم د ګوند په نامه سیاسي تنظیم لري ، هر قومي تنظیم یو تلویزیون لري ، په چاپی رسنیو کې دهر قوم هغه معلومه ده . دلته یوازې دهغه چا فساد ته ګوته نیول کیږي، چې دچا له قومه نه وي ، دخپل قوم فاسد ته دهغه قوم مدافع ویل کیږي . هر قوم ځان ته اتل لري، هر څوک لګیا دي خپل ځان ته تاریخ لیکي. دلته ښه ، بد ، غمونه ، خوښۍ دهر چاخپلې دي . ګډ درد ، ګډ ارمان او ګډې هیلې د له منځه تلو په حال کې دي . داسې یوه حالت د فساد لمنه نوره هم پراخه کړې اولابه یې پراخه کړي. قومي دریځونه د فاسدو چارواکو دملاتړ سبب شوي. که دکوم فاسد فساد ته ګوته نیول کیږي هغه ته منسوب قوم یې له خپل ځان سره د دښمنۍ په معنا تعبیروي. دهغه قوم له منځه یې ملاتړ کیږي.
ولسمشر ښه پوهیږي، چې دا ډول بیلتونپاله نظرونه د ده له شاوخوا څخه دچاپېرو قومي ټېکه دارانو له خوا خواره شوي،خو له ارګه یې نه پیلوي .ده هم د هېوادوالو په منځ کې د وطنپالنې او ملي روحيې ورځ ترورځې زیاتېدونکې کمزوري احساس کړې. او په خپل فرمان کې يې د پوهنې وزارت ته سپارښتنه کړې، چې په ښوونیز نصاب کې دې دوطنپالنې په نامه یوه مضمون ته ځای ورکړي ، خو هېوادپالنه له ارګه را ورانه ده .
کرزی صیب فرمان او دانوښت دې په سرسترګو د مننې وړ دی،خو د وطنپالنې احساس په ارګ کې راژوندی کړه. خپل مرستیالان مه پریږده، چې د اساسي قانون خلاف خپل واکونه د قومي ، ژنبي او سیمه ییز تضاد لپاره وکاروي . وزیر، والي او ولسوال ته دې وطنپالنه ور په یاد کړه. خلک د اوبو په شان دي. اوبو ته چې هرډول رنګ ورکړې هسې رنګ خپلوي ، که سیاسي ماحول او سیاسي واکمن ځان د وطنپالنې په رنګ کې رنګ کړي، خلک به هم رنګ ترې واخلي .