اوره

لکه د ګورې ورېځې،
که مې بادونه لور په لور هم یوسي
که ټول اوبه اوبه شم
لاړ شمه، توی شم چېرته
لا بیا به هم زما خوږې لېونۍ
خپل سیوری تا پسې وړم.