
طنز
محمود نظری
کله دمحفل په سر کې ناست لکه رهبران
کله په یو اړخ کې سره اخته وي لکه د لالان
کله په یو بل موچڼي اوبوټونه چلوي
کله تحصن کې ،په ماجدکې لکه کافران
***
چور اوس زموږ وکیلان کړه پاسو صابران
سیاست کوي نور نه چلوي فالتو بوتلان
کله یې زورونه وي کله يې وي رام رام
کله پښتانه سي کله هم دچارسو هندوان
پاسو( عاجز)
***
زموږوکیلان تړن نه دی له ورځي کوي تالا
له ورځي په زورسره مځکې غصب وی برالا
څوک وایي زموږ وکیلان دی ارواوږی ،یوازي
دغولوپه لیدو یې تلې کوي کا وقس علی هذا
***
زموږ وکیلان خو نور نه دي الپي الا
هر یو په سلو ناروغیو د کوخ دي مبتلا
دا دخوارو خلکو لاډولډنګه مو بوله
چې هغوی وینئ اوس بهتر ده له هغو زغلا
***
دادولت به څلورسوو شلو او لوچکانو چلیږي
په مورو پلار آزاره او بازاري لچرانو چلیږي
بې آزاره خلکو ته نسته په دې نظام کې ځای
دا دولت په مداري او کیسه برانو چلیږي