
ته مې د تړمو اوښکو هاروې ګرانه وشکیدلې
ته مې د خوب د بوډۍ ټال وې ګرانه وشکیدلې
له مانه لرې درومې ، شپې راسره نه تیروې
ته مې د خوږ زړګی قرار وې ګرانه وشکیدلې
د محبت پدې جونګړه کې د استا په طمعه
شپې مې په ویښه تر سهاروې ګرانه وشکیدلې
زما د شکیدلي ګریوان حال دې ګرانه هیڅ ونپوښت
له درده ډک زړګیه ورانه ، ګرانه وشکیدلې
په لویه لارکې درته ناست یمه ګنډمه به دې
په اوښکو لوند زما ګریوانه رانه وشکیدلې
په هر نفس سره د زړه دروازې ړنګې پریوځی
زمونږه کلیه شولې ورانه، ګرانه وشکیدلې
د دې پی مخو په خندا باندې چې وغولیدې
نایابه ولویدې له پامه له ګل وشکیدلې
نایاب
۲۷/۵/۲۰۱۴