غزل

یوه وړه سلګۍ مې واخلي ستا تر یاده مې وړي
بس په ورو ورو مې ژړوی ستا ترفریاده مې وړي
ماښام دی ورټلم شین سهارکې بیا تر دره درغلمه
د مینې درد مې کړوی بس له دي ښاره مې وړي
رازه لمن درته ځولۍ کړم نور مې مه ځوروه
د هر ګذار واردی په زړه لګی تر داره مې وړي
ماښام تیاره دې بینوا له دره و ویستم ځواب دې راکړ
د مینې کار دې په ژړا کې تر سهاره مې وړي
د ننګ خبره وه خو مینه ده اوس مانه نشی
لکه بی ننګه رټل شوی در ګرځوي تر یاره مې وړي
نایاب
۲۶/۵/۲۰۱۴