پښه نیولی شم


ګرانې ستا د سترګو دې ښکلا ته پښه نیولی شم
ستا مستې ځوانۍ او ستا اداته پښه نیولی شم
کلی وي له خلکو ډک ځې نه وینم
ستا دمستو سترګو دې نڅا ته پښه نیولی شم
کلی کې چنار سره مو ژمنه وه چې ګورو به
اوس د ګودر غاړیته په لارکې پښه نیولی شم
چم د لیونتوب راسره مه کوه نامردې ته
ستا دمستو زلفو او رخسار ته پښه نیولی شم
روغ به مې کعبې نه مخ درواړوې
کله چې ستا مینه کې وجدان ته پښه نیولی شم
ستورو شپه رڼه کړه یو او بل ګوري
زه چې ستاد ښکلی مخ یزدان ته پښه نیولی شم
زړه به مې  نو خود په شاشا ګوري در
نیم چې را روان شم پښه نیولی شم
نایاب
۱۸/۵/۲۰۱۴