
منګی مات نکړې چې موسم د ګودر بیا راځي
زما په مینه کې راغلی خزان درومی بهار بیا راځي
راشه کلال سره خبره وکړو بل به جوړکړو
ښکاری د شنو منګیو وار په کلی بیا راځي
د لوی ټیکر ي تا بیا دې وکړه د عزت خبر ده
د پښتني پیغلو کتار په کلی بیا راځي
راځه سندره د ملی هویت راغبرګه کړو
د سندربولو پیغلو چم ته ریبار بیا راځي
منګی راډک کړه هله ژر را درومه
د جومات څنګ نه د سپین ږیرو اواز بیا راځي
منګی دې راکړه چې په لپویې ورو ورو در ډک کړم
د ګودر غاړیته د پیغلو دوران بیا راځی
نایاب
۱۴/۵/۲۰۱۴