
په خواشینۍ سره مو له ځینو خبري رسنیو خبر تر لاسه کړ، چې تېره ورځ د کندهار په بولدک کې د هغو بریدکوونکو له جسدونو سره، چې د بولدک په ولسوالۍ یې برید کړی وو، د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو او اصولو خلاف او له سپکاوي ډک چلن شوی.
که څه هم د نړۍ په ګڼو هېوادونو او دتاریخ په اوږدو کې جنګونه او جګړې یو معمول او تریخ حقیقت دی، خو دا ډول کړنې په هېڅ ډول د زغملو نه دي، ځکه چې جنګ او جګړې هم اصول او مقررات لري، چې دجګړې ټول لوري یې باید مراعات کړي، دا په حقیقت کې جنګي جنایت دی.
با احساسه محصلین په داسې حال کې چې دغه غیر انساني او غیر اخلاقي کړنه له انساني کرامت سره په جوت ټکر کې ګڼي او په کلکو ټکو یې غندي، د بشري حقوقو له ټولو نړیوالو او سیمه ایزو ټولنو، له ولسي خلکو، قومي مشرانو، علمای کرامو او په ځانګړي ډول د حکومت له هغو چارواکو چې ځان انساني ارزښتونو، د اسلامي شریعت اصولو، د ولس او هېواد عرف او رواج ته ژمن بولي، غواړي چې ددغه ناوړه کړنې تر سره کوونکي د خپل عمل په سزا ورسوي. ځکه دا ډول چلن د کوم مشخص کس نه، بلکې د ټول انسانیت سپکاوی دی!
ټولو ته څرګنده ده چې، د نړۍ پر مخ هېڅ قانون که څه هم چې کفري وي د مړو جسدونو ته د سپکاوي جواز نه ورکوي، د اسلام مبارک دین خو د یرغلګرو کفارو د مړو جسدونو ته سپکاوی هم نه مني.
که څه هم چې مخکې هم دا ډول غیر انساني کړنې څو څو ځله تر سره کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې په دومره ښکاره توګه یې تر سره کوي، داسې ښکاري لکه ځینې حکومتي چارواکي چې د اویایمې لسیزې ناخوالې یو ځل بیا تکراروي، دوی که هر پلان لري او هر ډول فکر کوي، خو په دې باید ټول پوه شي چې افغان غیرتي او مجاهد ولس به په هېڅ ډول د دې ډول ناکردو په وړاندې پټه خوله پاتې نشي، او نه به چا ته د دې ډول انسان ضد کړنو اجازه ور کړي.
په پای کې مونږ د جګړې له ټولو ښکیلو لوریو څخه غوښتنه کوو چې د جګړې اصول او مقررات مراعات کړي، او انساني کرامت په نظر کې ونیسي.
د افغانستان با احساسه محصلين
۱۴۳۵/۷/۱۸ ه ق
۱۳۹۳/۲/۲۷هـ ش
۲۰۱۴/۵/۱۷ م