غزل

اوښکې مې راجمع شی بی دمی شی
ستا ریښې ریښې ګریوان چې وګورم
ستا وړه وړه وینا چې پلار غواړې
ستا وړې وړې سلګۍ چې وګورم
ستا درد مې په ورو ورو ژړوی همیش
کله چې ستا سرې سترګې بیا وګورم
زه درته لوګی شم له تا ځارشمه
ستا د یتیم توب ژړا چې وګورم
ته به هم رالویه شې آرمان سره
ستا ببر ویښتان چې کله وګورم
زه هم کوچنۍ لور لرم داستا په شان
تا پیبلې پښې چې کله وګورم
ته هم د بشر په نوم پیدا شولې
زه چې د تقدیر دا کاروان وګورم
تړمې اوښکې زه نایاب ژړیږمه
ستا په آوښکو لوند ګریوان چې وګورم
نایاب
۶/۵/۲۰۱۴