دپوډري شیدو زامن

طنز
محمود نظری
 
 
 
مور ول خاینه درته حرامي زما شیدې دي
 زوی یې ول ما کله څښلي  ستا شیدې دي
زه شیدی حلا ل یم،  دخپلي   مور په خوله
ماڅښلي  پوډري  او د غوا  شید ې دي
 
***
ژوند
دا ژوند د میو یوه پيمانه ده
خوند یې تریخ نشه یې خوږه ده
 خلاصه ژوند لکه بادرنګ دی
سریې خوږ لکۍ یې ترخه ده
***
 ایماله
د ژوند پله  کله دومره درنه  ده
لکه بڼکه له  وزنه سپکه په تله ده
الوځي  ځي ښه اوبد یې پاته کیږي
ښه یې  اهل ته ویاړ بدیې ایماله ده
 
***
مسافر  دهوټلي شاګرد ته
 
 هلکه!  ماته  د اوبو ډکه غورمه راوړه
سوځلې ډوډۍ د پرون پاته  سړه راوړه
مسافر ي ډیره سوه میرمن مي یادیږي
دوه ښکنځله غټه نا پرېولله سلاته راوړه