د پسونو امپراتوري


لکیوال: عزیز نسین/ ترکیه
ژباړن: الهام ناصري
په پخوا زمانو کې لېوانو د ښکار سیمه نه لرله، ځکه زمري، پړانګ او نورو زورورو حیواناتو د نړۍ ښکارځایونه او ځنګلي سیمې په خپلو کې سره وېشلې وې او نور د لېوانو د ښکار سیمه پاتې نه وه.
که څه هم لېوان داړونکي حیوانات دي، خو د زمریانو، پړانګانو او نورو د زور نه وو، نو له همدې امله یې زړه نه ښه کاوه چې د زمریانو او پړانګانو د ښکار سیمې ته ور ننوځي.
په همدې وجه پرې د ژوند شرایط سختېدل تر دې چې کله ـ کله به وږي هم پاتې شول.
لېوانو باید د ژوند د سختو شرایطو لپاره د حل لاره لټولې وای. د همدې لپاره یې د لېوانو یوه ستره غونډه را وبلله او د حل لارې د موندلو په اړه یې خبرې اترې وکړې. په پای کې پرېکړه وشوه چې خپلو ستونزو ته د حل موندلو لپاره باید د خپلو پوهانو نظر واخلو.
یو زوړ او پوه لېوه د لېوانو غونډې ته راغی او ویې ویل: ((ګرانو وروڼو او محترمو همنوعانو! زمریان، پړانګان او هغوی ته ورته نور حیوانات استعمارګر دي. دغو سترو استعمارګرانو د نړۍ ښې سیمې پخپله قباله کړي او د لېوانو په حق یې سترګې پټې کړې دي. موږ هم د ژوند لپاره د مناسب چاپیریال غوښتونکي یوو، که څه هم موږ چټک، باهوښه او قوي داړونکي حیوانات یوو، خو زموږ لپاره د قدم وهلو سیمه راپاتې نه ده.))
زاړهٔ لېوهٔ خپله مرۍ تازه کړه، په غونډه کې ناست لېوان یې له غروره په ډک انداز له نظره تېر کړل او وړاندیز یې وکړ: ((ګرانو وروڼو او محترمو همنوعانو! وړاندیز کوم چې له دې وروسته به دا شعار زمزمه کوو چې لېوان له ټولو غوره  دي.))
په غونډه کې ناستو لېوانو د زاړه لېوه وړاندیز ومانه او نه یوازې د وړاندیز د منلو پر مهال، بلکې هره ورځ به یې دوه درې ځلي خپل شعار تکراراوه: (( لېوان... لېوان له ټولو غوره دي... لېوان... لېوان له ټولو غوره ...))
پورته شعار د لېوانو په مرامي شعار بدل شوی و.
په غونډه کې زاړه لېوه خپلو خبرو ته ادامه ور کړه: ((موږ هم باید یو مستعمره ولرو، په دې اړه مې وړاندیز دا دی چې پسونه وهڅوو چې د پسونو لویه امپراتوري جوړه کړي، هر کله چې پسونه د امپراتورۍ د جوړولو لپاره په یوه ځای کې سره راټول شول، نو موږ هغه ځای کلابندوو او پسونه تر هغه خورو تر څو مو چې په ګېډه کې ځای وي.))
د لېوانو په غونډه کې د زاړه لېوه وړاندیز په چکچکو او شورماشور ومنل شو، خو د نوموړي د وړاندیز د ارزولو لپاره د لېوانو یوه جرګه ګۍ جوړه شوه او د وړاندیز څرنګوالی یې تر بحث لاندې ونیوه.
په جرګه ګۍ کې یوه بل زاړهٔ او پوه لېوه وویل: (( له هر څه وړاندې باید پسونه، مېږې او وري یوې سیمې ته راټول کړو او بیا یې څنګه مو چې خوښه وي هماغسې یې وخورو!!!))
یوه بل وویل: ((تاسو بېخې سمه خبره وکړه، پسونه هم لکه د نورو حیواناتو په څېر د خطر په وخت کې سره را ټولېږي. موږ باید هغوی ته د خطر احساس ور کړو. مثلاً موږ کولای شو هغوی ته ووایو چې قالاپینتوپ یوازینی حیوان دی چې د پسونو نسلونه ختمول غواړي.))
په جرګه ګۍ ناستو لېوانو پوښتنه وکړه: ((دا قالاپینتوپ لا څه ډول حیوان دی؟))
زاړه لېوه په ډېر مهارت د حقیقي او ساختګي خطر  تر منځ توپیر واضح کړ او ویې ویل: ((ساخته ګي خطرونه له حقیقي خطرونو ډېر ډاروونکي توصیفېدای او بیانېدای شي، ځکه واقعي خطرونه ژر یا وروسته راڅرګندېږي، خو ساخته ګي خطرونه او وهمونه لکه څنګه چې په پیل کې نه وي تر پایه یې څوک په درک نه پوهېږي، خو ډار یې محسوسېږي.))
لېوانو پرېکړه وکړه چې پسونه د قالاپینتوپ له خوا دوی ته له متوجه خطر څخه خبر کړي او هغوی ته ډاډ ور کړي چې د دې ډاروونکي خطر پر ضد په هر ځای او هر وخت کې لېوان د پسونو ملاتړي دي.
دغه وړاندیز هم د رایو په ډېروالي تصویب شو. وروسته یوه بل زاړه او پوه لېوه وویل: ((دا سمه ده چې یوې سیمې ته د پسونو د راټولو لپاره باید هغوی وغولول شي او پرې ومنل شي چې د قالاپینتوپ خطر یې تهدیدوي، خو دا بسنه نه کوي، موږ باید هغوی ته ستره هیله مندي ور کړو. داسې هیله مندي چې د هغوی لپاره یې تر سره کېدل  له خواږه خوبه او خیال پلوه پرته بل څه نه وي.))
په جرګه ګۍ کې موجودو لېوانو له وینا کوونکي لېوه څخه پوښتنه وکړ: (( څه ډول هیله مندي ور کړو چې پسونه یې پر تحقق باور وکړي او رمې ـ رمې یې په تحقق پسې راووځي؟))
زاړه او پوه لېوه د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((هغوی ته باید د پسونو د امپراتورۍ د تشکېلولو په اړتیا وغږېږو او د دې خیالي ارمان نوم به «پان پسه ییزم» کېږدو.))
د لېوانو په جرګه ګۍ کې تر پرېکړو وروسته په عملي لارو چارو بحث شو.  لېوانو د پسونو په ډله کې فرصت طلبه، ځانغوښتونکي او احمق پسونه په نښه کړل، هغوی یې د ځان ملګري کړل. لېوانو به خپلو پلویانو پسونو ته د کامیابۍ په صورت کې د رشوت په توګه د شنو او پراخو څړځایونو د په واک کې ور کولو ژمنې ور کولې. په همدې ترتیب د پسونو په منځ کې د «پان پسه ییزم» جریان پراختیا ومونده او د پسونو د ژوند، نسب او برترۍ په اړه کتابونه ولیکل شول.
په هغو کتابونو کې لیکل شوي وو: ((موږ پسونه له نورو ټولو حیواناتو غوره یوو، ځکه چې د زمري او پړانګ له ویښتانو وړۍ نه جوړېږي، خو زموږ ویښتان له ځایه وړۍ دي.  حتا زموږ پچې د سرې په توګه کارول کېږي، خو د هغوی ... یوازې دا ښکلې دنیا بدبویه کوي او بس...  موږ پسونه غوره حیوانات یوو، نو ځکه باید د خپل سرنوشت د تثبیت لپاره د پسونو ستره امپراتوري جوړه او د رامنځ ته کولو لپاره یې باید ټول پسونه لاس سره یو کړو.  د دښمن پر وړاندې باید یو د بل ملا ور وتړو ... مرګ په قالاپینتوپ ... موږ به د پسونو ستره امپراتوري جوړوو، ټول ځنګلونه، پراخ او شنه څړځایونه او شنې منظرې به زموږ په واک کې شي ... موږ به د قالاپینتوپ سر له خاورو سره خاورې کړو.))  
لېوانو له هغو پسونو څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ چې د پسونو د لويې امپراتورۍ په رامنځته کولو کې یې هلې ځلې کولې. ځینو پسونه خو د لېوانو بې سارو مرستو ډېر متاثره کړي وو: ((موږ د لېوانو په اړه څومره منفي نظریات لرل، خو هغوی ډېر خیرخوا او مرسته کوونکي دي ... اوس پوه شوو چې لېوان زموږ ریښتوني دوستان دي.))
لېوان چې ډېر په کارپوه او چلبازان وو، پسونو ته به یې د مشورو لپاره متخصصین استول. دغو متخصصینو به د پسونو کړنې څارلې او هغوی ته به یې مشورې ور کولې.
لېوانو د متخصصینو پر استولو سربېره یو شمېر جاسوسان چې د پسونو پوستکي به یې اغوستي وو، د پسونو ډلې ته ورولېږل.
دغه جاسوسان ډېر ښه روزل شوي وو، او کټ ـ مټ به یې د پسونو په څېر بع ـ بع کول او پسونو به هم پر هغوی د همنوعانو ګومان کاوه.  دغو جاسوسانو به خپلې خبرې په دې جملې پیلولې: (( دمګړۍ د پسونو خاندان تر بل هر وخت زیات ملي یووالي ته اړتیا لري.)) له دې جملې وروسته به یې پسونو یوه مشخص ځای ته د غونډې لپاره را بلل.
د پسونو د سترې امپراتورۍ د رامنځ ته کولو لوی ارمان د پسونو په رمو کې ورځ تر بلې خپرېده او پلویانو یې پیدا کول. خو د پسونو په ډلو کې یوه برخه هوښیار پسونه هم وو، چې هڅه به یې کوله خپل همنوعان د لېوانو له دسیسې څخه خبر کړي. دوی به خپل همنوعانو ته ویل چې د قالاپینتوپ په نامه هیڅ کوم حیوان نشته او دا د لېوانو استخباراتي لوبه ده. دوی ته د پسونو د لويې امپراتورۍ رامنځ ته کول هم خیالي ارمان او د لېوانو د ګېډه ډکولو توطیه ښکارېده.
د هوښیارو پسونو یادو هڅو کوم ځای ونه نیوه، ځکه د پسونو ترمنځ د پسونو د لویې امپراتورۍ د رامنځ ته کولو ارمان ډېر یقیني شوی و. هغو کسانو به چې د پسونو د دې ستر ارمان په خلاف خبره کوله، هغه د خاین او د پسونو دخاندان دښمن ګڼل کېده. د پسونو خیالي امپراتوري دومره ښېرازه معرفي شوې وه چې حتی په ژمي او تر واورو لاندې به یې هم څړځایونه ښېرازه او اوبه تومڼې وې. پسونو به دغه خیالي امپراتوري بلا تشبه جنت ګاڼه...
د پسونو د امپراتورۍ د رامنځ ته کولو لپاره هڅې ورځ تر بلې ګړندۍ کېدې او د قالاپینتوپ د له منځه وړلو لپاره د پسونو یو نظامي تشکيل هم رامنځ ته شو.  نه یوازې د پسونو د تګ بڼه بدله شوې وه، بلکې پسونو اوس د تېر په څېر بع ـ بع نه کول او د لېوانو په څېر یې کوکې وهلې.
د پسونو د امپراتورۍ د رامنځ ته کولو د هڅو په لړ کې هغه تاریخي ورځ را ورسېده. خبرونه له یوې رمې بلې رمې ته ورسېدل، د نړۍ له هر ګوټه رمې ـ رمې پسونه، مېږې او وري د پسونو د ستر دښمن قالاپینتوپ د راپرزولو، د امپراتورۍ د رامنځ ته کولو او په دغه امپراتورۍ کې د ژوند کولو لپاره را وخوځېدل.
د نړۍ له هر ګوټه پسونه هغه ځای ته را غونډ شول چې متخصصو لېوانو ورته په ګوته کړی و:
ـ مرګ په قالاپینتوپ!
ـ نن ورځ تر بل هر وخته ډېر ملي یووالي او یوموټيتوب ته اړتیا لرو!
ـ د پسونو امپراتوري به رامنځ ته کوو!
وږیو لېوانو، هغه پسونه چې په یوه دره کې راټول شوي وو، کلابند کړل. لېوانو له یوې مخې پسونو را ګیر کول، داړل یې او خوړل یې... پسونو نور نه شپون درلود او نه هم د رمې سپې چې له لېوانو یې وژغوري... پسونه پوه شول چې واقعي دښمن یې څوک دی، خطر ورته له چا متوجه دی او دوی څنګه فریب خوړلی دی، خو وخت له وخته تېر وو.
په نړۍ کې به مو اوس د پسونو نښه نه لرلای، خو له نیکه مرغه د پسونو اوسنی نسل د هغو هوښیارو پسونو اولاده ده چې وار له مخه د لېوانو په شوم نیت پوه شوي او د احمقو پسونو له ډلې جدا شوي وو.
د پسونو د حماقت له امله لېوان د مستعمرې خاوندان شول او اوس یې په نړۍ کې دومره ځمکه له واک لاندې وه چې بدمعاشي یې په کې کولای شوه.
دغه پېښه چې تاسو ولوسته د پسونو په سیاسي تاریخ کې درج شوې ده، خو په نړۍ کې د لېوانو واکمني د دې باعث شوې چې د پسونو تاریخ تحریف شي. څه وکړو په نړۍ کې لا هم د پسونو او نورو حیواناتو په منځ کې فرصت طلبه، احمقان او پست اشخاص موجود دي.