د عطا محمد نور تاریخ؟ مستند ژباړه....... لومړی برخه

ژباړن: الهام ناصري
سرچينه: پيام زن http://pz.rawa.org/69/69atta_mohammad.htm
عطاګى اوس هغه پخواني پكولي عطا نه دى، عطا اوس دريشي اغوندي نكټايي تړي او د ازادۍ، ډيموكراسۍ او د ښځو د حقونو خونديتابه خبرې كوي او كله كله خو يوه نيمه انكليسي خبره هم كوي.
عطا محمد د نور محمد زوى د بلخ د عزيراباد اوسېدونكى دى.
پلار يې د سخي صيب د روضي ترڅنګ د غالۍ خرڅوونكو په كوڅه كې د قره قل له نامتو سوداګر شاهكار سره مزدور و.
نورمحمد به ډېر وخت په قيمار خانه كې و او تل به يې نشه كوله.
عطامحمد يې چې مشر زوى و له پلار يې سره د كور په كارونو كې مصروفه و او ترڅنګ يې په باختر عالي لېسه كې متعلم هم و.
عطا د خپل پلار له كارونو سخت ځورېده، كله به يې هم چې له پلار څخه جيب خرڅ وغوښته له ښكنځلو پرته يې نور څه نه تر لاسه كول.
مجبوراً يې له خپل ماما سره ، چې بنجاره يې خرڅوله، او په بقال توتله مشهور و او د بلخ د نامتو بچه بازانو (ګى) له ډلې څخه و، جنسي اړيكې ونيولې.
د ماما دوكان يې د بلخ د عامې روغتيا روغتون ته مخامخ و چې اوس پر دغه ځاى د شېرخان سلطاني په نامه د لباس خرڅونې ښكلى ماركېټ پرې جوړ شوى دى.
د عطامحمد نور جنسي بد اخلاقي ورځ تر بلې پراخه شوه، له بقال توتله ور اخوا ګاونډي دوكانداران او حتى د ده د پلار بادار شاهكار هم پرې خبر شو.
دا هغه وخت وو چې وطن خرڅوونكى حزب خلق او پرچم نوى اقتدار ته رسېدلى و او عطا دا مهال په ۱۱ ټولګي كې و او د حديث شريف په مضمون كې مشروط شوى هم و.
شاهكار عطا راغوښت او د ده حيثيت ته د نور تاوان د مخنيوي لپاره يې د حسام الدين جمعيتي په وسيله يې د جمعيت قوماندان ذبيح الله ته، چې په مارمل تنګي كې و، ولېږه.
د مارمل تنګى د شاديان تنګي په خوا كې د مزار د يوازيني غره په سر كى دى چې د مزار ښار په جنوب كې موقعيت لري او دمګړۍ د بلخ تر ټولو وروسته پاتې سيمه ده.
په هغه وخت كې په دغه سيمه كې باسواده كسان ډېر كم او د قوماندان ذبيح الله په ډله كې خو عطا تر ګردو باسواده و، عطا يې لومړى د كاتب او وروسته د خپلو ټوپكوالو د ښوونكي په توګه غوره كړ او وروسته وروسته يې لكه د نورو د استاد لقب خپل كړ. په هغه وخت كې دى په هيڅكله د قوماندان رتبې ته ونه رسېد، ځكه چې په هغه وخت كې په دغه جبهه كې د مولوي محمد علم چې په علم سياه مشهور و او دمګړۍ د پارلمان وكيل دى او انجينر داود د جبهې قوماندان وو.
د قوماندان ذبيح الله تر مړيني وروسته مولوي علم او انجينېر داود پخپل سر شول او عطامحمد نور هم د يوه وړكي ګروپ قوماندان شو.
كله چې عطا محمد نور پېښور ته ولاړ او هلته يې د مسعود خاين له ډلې، پاكستاني او عربي پلرونو سره وليدل، نو عطا د شوراى نظار غړى شو.
انجينر داود د عطا له پرمختګ څخه په ويره كې شو او د هغه د وژلو هوډ يې وكړ، خو د انجينر داود يوه توپكوال قاري قدرت عطا محمد د شولګرې پر لاره د انجينر له پلانه خبر كړ او عطامحمد نور ژوندى پاتې شو.
د انجينر داود او عطا تر منځ اختلافات له همدې ځايه پيل شول، د ثور د اتمې د كودتا پر مهال عطا محمد يوازې په د بلخ په جنوبي سيمو كې درېيمه درجه قوماندان و او د بلخ په نورو سيمو كې چا اډو پېژانده هم نه.
تر لږ وخت وروسته د دوستم او جمعيت تر منځ جنګونه پيل شول، او د دوستم د ۵۱۱ فرقې قوماندان رسول پهلوان انجينر داود او نادر اوان يې ژوندي ونيول او عطا يې دوه ځلي له بلخه وځغلاوه.
قوماندان رسول نادر اوان وواژه او انجينر داود يې د دوستم په امر خوشې كړ.
وروسته بيا انجينر داود له مزاره وتښتېد او اوس په لندن كې له خپلې كورنۍ سره اوسېږي.
د قوماندان رسول تر مړينې وروسته عطا بيا مزار ته راغى، خو د طالبانو په راتګ سره محقق، دوستم او عطا دواړه له مزاره ورك شول.
اوس نو عطا هغه پخوانى پكولي عطا نه دى.
اوس په مزار شريف كې ډېر جايدادونه لري، چې په مزار شريف كې يې د اريانا د ودونو هوټل له لسګونو جايدادونو څخه دى چې په يوه كې له اسحق رهګذر او اسرار تاشقرغاني سره په كې شريك هم دى.
نور بیا.............