سراج الحق

دپاکستان مشهور تلویزون  ( جیو ) دجماعت اسلامي له نوي مشر ملا سراج الحق سره ځانګړې  مرکه  درلوده، مرکه  دپاکستان ، سیمې او امریکا په اړه  وه  خبریال سلیم صافي،چې خپله هم  په تېر کې دجماعت اسلامي غړی و له سراج الحق پوښتي،چې دجماعت  په مشرانو کې مو څوک خوښیږي دسراج الحق ځوابونه عمومي  وو،  وروسته بیا دنیلس منډیلا او بوټو په اړه غږیږي ،چې زه ورڅخه اغیزمن شوی یم  خبریال بیا دارواښاد خان عبدالغفار خان په اړه پوښتي دلته نو ملا سراج الحق  وايي : الله تعالی  پاچا خانه  ته  اوږده ونه او اوږدهلاسونه ورکړي دي او بس .
زه نه پوهیږم ،چې پښتانه ولې منځلاریتوب نه پيژنې  یا هغه افراط او یا دا تفریط  که څه هم دنړۍ پرمخ دوه هېواده  دهویت له ستونزې سره مخ دي یو مصر او بل پاکستان.  دلته  هر وګړی  ځان  پنجابې، بلوچي او سندي بولي ، خو دخیبرپښتونخوا وګړي بیا طالبان، پوځ او استخباراتو ګرو کړي دي .
دا خو ټولو ته مالومه ده،چې دجماعت اسلامي  مشر میا طفیل  ددیکتاتور جنرال ضیاء ماما و  پوځ،چې کوم کارونه نه شول کولای هغه یې پر جماعت  ترسره کول د افغان ـ شوروي  جګړې پرمهال دقاضي حسین احمد ټاکنه هم دپوځ سپارښتنه وه ځکه قاضي پښتون و او له پښتنو جنګیالیو سره یې په ژبه پوهیده اوس لکه چې هماغه نسخه بیا په کار شوه او دا ځل د دیر ملا سراج الحق رامخته شو،چې دقاضي رول اداء کړي.ایا سراج ته اوس دخیبرپښتونخوا ګټې مهمې دي او که دپنجاب  ؟ ایا له خپل هویته تېښته  اسلام دی؟ اسلام خو هویت مني، خو معیار تقوی ده. سراج الحق د جماعت اسلامي دمشر په توګه پر خان عبدالغفار خان ملنډې وهي  انګیرنه به یې څه وي ؟

 
راځی لاندې کرښې دسراج الحق  دژوند په اړه دي هیله ده ،چې  خوښې به مو شي:
نږدې میاشت وړاندې  دخیبرپښتونخوا یو وزیر او دجماعت اسلامي غړی  ملا سراج الحق  دلاهور په  منصوره ښار کې دجماعت اسلامي پاکستان دپخواني مشر سید منور حسن دځایناستي په  توګه  دپنځو کلونو لپاره ټاکل شوې دی .
سید منورحسن او لیاقت بلوچ هم دجماعت اسلامي مشرتابه ته  کاندید وو،چې ملا سراج الحق له 31311 رایو څخه د 25533هغو په تر لاسه کولو سره وتوانېده ،چې دا څوکۍ وګټي .
ملا سراج الحق  د1962 ز دسپټمبر پر پنځمه دخیبر پښتونخوا  په لوړ دیر کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي ، له لومړنیو زده کړو څخه نیولې تر لوړو هغو پورې یې دپاکستان په مختلفو ښوونځیو کې  ترلاسه کړې دي  دتیمرګرې کالج څخه یې BAسند تر لاسه کړ او بیا یې پېښور پوهنتون ته  دنورو زده کړو لپاره سر ورښکاره کړی دی .
دمحصلې له مهاله یې دپاکستان دمشهور سیاسي دیني ګوند جماعت اسلامي سره تړاو درلود د دریو کلونو لپاره په  خیبر پښتونخوا کې دجماعت اسلامي دمحصلینو دټولنې مشر و په 1988 ز کې  په پاکستان کې د(اسلامي جمعیت طلبه ) مشر غوره شو .  
په پوهنتون کې له فراغت څخه وروسته  دیو کال لپاره دجماعت اسلامي  دغړي په توګه  فعالیت وکړ  بیا ورپسې دجماعت اسلامي پاکستان دګوندي لایحې له مخې  د(رکن ) لقب تر لاسه کړ او په دیر کې یې  د( رکن  ) په توګه فعالیت کاوه،چې وروسته بیا په خیبر پښتونخوا کې دګوند دعمومي سکرتر منصب ته ورسید. په 2002 ز کې د پوځ او استخباراتو دسپارښتنې له مخې،چې متحده مجلس عمل MMM جوړ شو، سراح الحق دڅلورو کلونو لپاره دخیبر پښتونخوا دلومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
په 2003 ز کې دخیبرپښتونخوا لپاره دجماعت اسلامي مشر شو دګوند دویبپاڼې  دمالوماتو له مخې دښه فعالیت له کبله  په 2009 ز کې  دجماعت اسلامي پاکستان دمشر منور حسن  دمرستیال په توګه غوره شو .
دجماعت اسلامي پاکستان رسمي ویبپاڼه دنوموړي په اړه وايي : سراج الحق  بې کبره او ارام کس دی  ځکه خو دګوند دداخلي لایحې له مخې سراج الحق د2019-2014 ز پورې دعمومي مشر په توګه  غوره کړی دی .
سراج الحق  پر اردو ، انګریزي ، پاړسي او پښتو خبرې کولای شي .

 
جماعت اسلامي پاکستان
داخوان المسلمین  دائرة المعارف  کاږي: جماعت اسلامي پاکستان  په  1941 ز داګسټ پر شپاړلسمه  په لاهور کې دابو الاعلی مودودي له اړخه رامنځته  او په 1943ز کې له لاهور څخه  دارالسلام ته ولیږدیده .
دجماعت اسلامي  مشهور او مرموز مشر  قاضي حسین احمد دی نوموړی په  1987 ز کې ددې ګوند دمشر په توګه ټاکل شوې  و او دپنځه  ځل په پرلپسې توګه  د ګوند دمشر په توګه غوره شوی دی .قاضي حسین احمد دروغتیايي ستونزو له کبله  استعفا ورکړې ده خو دګوند دتیورسن په توګه یادیږي  او له استعفا وروسته یې  هم په پریکړو کې شریک و .
دجماعت اسلامي پاکستان   مشران په دې ټوګه دي
1. أبوالأعلى المودودي - (1941- 1972ز)
2. ميا طفيل محمد - (1972–1987ز)
3. قاضي حسين أحمد - (1987- 1 2009ز)
4. سيد منور حسن - (2009- 2014 ز).
5. ملا سراج الحق  (2014  ز  .... )
جماعت اسلامي په پاکستان کې له دوو زور ډېرې تعلیمي او ښوونیزې موسسې لري او نږدې 40 زره  شاګردان په کې درس وايي  .