
اوس خالی کالبوت درته راغلی یم
تش خالی وجود درته راغلی یم
ګرانه مرزی ستا شوه چې هرڅه کوې
خوار لکه موجود درته راغلی یم
ژوند لکه د سیند اوبه روان درومی
پټه خوله سکوت درته راغلی یم
لږلږ خو می وسپړه دغم غوټۍ
پټ لکه یو دود درته راغلی یم
یوځل دسرو شونډو په مزې پسې
ها دغره له سره په درود درته راغلی یم
آوښکې مې ځولې ځولې راوړی دي
وریځ په شان موجود درته راغلی یم
نایاب
۵/۵/۲۰۱۴