د پام مجلې د ۱۳۹۳ کال لومړۍ ګڼه له چاپه را و وته

د پام مهالنۍ مجلې د ۱۳۹۳ کال پرلپسې لومړۍ ګڼه له چاپه را و وته.
په نوې ګڼه په اسلامي، سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، ادبي او تفريحي برخو کې لاندې ليکنې خپرې شوې:
۱ـ ونې کرل د اسلام له نظره د ښاغلي محمد امان رسولي ليکنه.
۲ـ د زور واکۍ پر ضد را پاڅيدلی ولس: د ويښ افغان ليکنه.
۳ـ د ولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته ځي که بيول کيږي د ښاغلي سيد نظيم سعيدي ليکنه.
۴ـ د نصب او منصب جګړه د سباوون صيب ليکنه.
۵ـ دا ناسور هم دموکراسۍ را وزيږاوو د بيدار مومند ليکنه.
۶ـ افغان ولس فکري يو والي ته اړتيا لري د ښاغلي رحمتي ګيلانوال لیکنه.
۷ـ ښکاري( د طالبانو په وروستيو نیول کيدو او لاملونو يي) د ښاغلي صادق ترابزي ليکنه.
۸ـ له سندر غاړې برښنا اميل سره زموږ د همکار سردار سعيد مرکه.
۹ـ په خروار کې څه تيريږي د ښاغلي محمد نسيم ستانکزي لیکنه.
۱۰ـ زمزې کوو تا ستايو ادبي برخه.
۱۱ـ ټاکنې ستاسو په اند.
۱۲ـ ليونی لنډه کيسه د ښاغلي نصير احمد احمدي ليکنه.
۱۳ـ هر سهار داسې پيل کړۍ د ښاغلي ډاکټر حنيف حيران ليکنه.
۱۳ـ توره کرښه د ښاغلي ميرويس عمرخيل ليکنه.
هيره دې نه وي چې پام مجله په  کابل کې د بيهقي د اخبارونو د خرڅلاو له مرکز، په ګرديز کې يي د نښتر له انستيتيوت، په خوست کې يي د نن اف ام راډيو له دفتر، په لوګر کې يي له محمد نسيم ستانيکزي، او په نورو ولايتونو کې يي هم د اخبارونو د خرڅلاو له مرکزونو او کتابتونونو څخه تر لاسه کولای شی.
د پام مجلې اداره