زړګيه!

له کلی د نفرته دې نور وړم نادان زړګیه
د مینې په ماحول کې دې ورو ورو لوی وم نادان زړګیه
له جنګ سره دې مینه شوه ټوپک سره لوبیږې
کتاب قلم په ژبه دې له ورایه پوهومه وران زړګیه
په ډز باندې پیدا په ډز کوژده او په ډزمړه شو
ځوانی ده لیونتوب ده په هرڅه دې پوهومه ګران زړګیه
د مستو ماښامونو په یادونو کې لوبیږې
له ځان سره دې یوځای ګرځوم جانان زړګیه
یوه وړه کیږدی د غره لمن کې درته ږدمه
له سترو محلونو ندې لرې لوی وم ودان زړګیه
په سپینه خوله د مینې جواری چې  کړي مستان دي  
له داسې لیونیو ندې پټ پټ ګرځوم هجران زړګیه
نایاب
۲۹/۰۴/۲۰۱۴