زما د ژوند انځور


تاته انځور د زندګی درښیم
راشه هله ماسره دلته کینه
هغه لویدلی دیوال زمونږه کور ده
د ژمی واورو بارانونو راته ونړاوه
تیرکال بابا په ډیر زحمت جوړ کړي
زموږ کوډله ټوله وڅڅیده
زموږ د کور کالی لانده خیشته شو
نوځکه زه هم داسی چاودې یمه
بابا بی وسه ده پیسی نلری
آبی د چرګو په هګیو زموږ ژوند جوړو ی
پرون یې ویل تاته جامې ګنډمه
د کلیووالو سره سمی به څلی راوړی
خو نه پوهیږم زما بابا دوکان لیدلی نده
که دا بازار زموږ د پاره نده
هر ځل چې لاړ شی بیرته تش راځی
وایی د رخت دوکان خلاص شوی نه وو
د څپلی ناپ راسره نه وو
نو می رانو ړلی
تاسی جامی څنګه رانیسی ماته یی چل وښایه
د بوټ پلورونکی دوکان ور وښایه
ښایی چې زه د دغو وړ نه یمه
زمونږه دغه زندګی ده کاکا
شپه مو په ویښه سبایی د کاکا
نو دا مو ژوند اودایی رنګ وګرانه
نایاب
۱۶/ آپریل/۲۰۱۴