ډارن ماشوم
ویره او ډار د ماشوم شخصیت او اعصاب له منځه وړي . ډیر ځلې داسې شوې چې لیونتوب او مختلفې عصبي ناروغۍ یې رامنځ ته کړي . کله چې ماشوم ډارن راستر شو نو هغه خپل ارزښت له لاسه ورکړ چې وروسته یې په هیڅ توګه نه شي تر لاسه کولای . ځکه چې ژوند د جګړو او ستونزو ځای دی دلته هر چاره زړورتیا ته اړتیا لري .
د ډار لاملونه په دې توګه دي :
۱- ماشومانو ته ډارونکی کیسې کول په ځانګړې توګه د لیوانو ، پیرانو ددې پر ځای باید ورته د اتلانو او جنګونو کیسې وشي .
۲- له تیارې ځنې ډار ددې یو لامل خپله میندې دي چې خپل ماشومان له تیارو څخه ډاروي او دماشوم له زړه نه ددې ډار د راویستلو لپاره غوره لار داده چې ماشوم له ( ځان سره ) تیارو ځایونو ته بوتلل شي او هلته ورته څه خواږه ورکړل شي او دا ورته روښانه شي چې په تیاره کې ډار او ویره هیڅ نه شته . دا بې ځایه خبره ده . دا به غوره وې چې ماشوم له کوچنیتوب څخه په تیارو کې پر خوب روږدې شي .
۳- ډیرې میندې خپله ډارنۍ وي . ان تردې چې له موږک څخه هم ډاریږي نو ماشوم خپله دمور په څیر رالویږي ، څوک چې خپله یو څه نه لري بل ته به څه ورکړي . ډاریدونکو میندو ته دا ښايي چې دخپل ماشوم پر وړاندې زړورتیا وښيي ، تر څو د هغه لپاره ناوړه بیلګه نه شي . همدارنګه باید پر الله عزوجل باور او ایمان پیاوړې کړي . ګام پر ګام خپل ځان له زړورتیا سره روږدې کړي . ځکه چې ډارنۍ میندې ملت او هېواد دواړو ته ګواښ دی او اغیز یې په نوی توکم ( نسل ) کې له ورایه ښکاري .
لیکوال احمد امین په ( فیض الخاطر ) کې کاږي : « د ښځې تر ټولو سترمسولیت چې هیله ورڅخه کیږي د خپلو ماشومانو روزنه ده ، ښځه د ملت د خزانو زیرمه ده ، د ښځې زړه هغه اولنی لښکر دی چې له دې پرته توپونه ، الوتکۍ ، اوبتلونه او ټانګونه هیڅ ارزښت نه لري . که چیرې دې خوښه شوه نو ووایه چې دا هغه پنځمه ( لیکه ) ده چې د ښمن په زړه کې له دې پرته بل هیڅ شی دده په څير ویره نه شي غورځولې ..... ایا زه او ته په دې اند نه یو چې همدا د ښځې زړه دی چې د سړی هغه جوړوي . د هغه سړیو دا خبره ناکره ده چې دوی د ښځو د زړو له لښکر او ملاتړ پرته د سړیو لښکر سمبالولۍ او جوړولې شي »
۴- د ډار ډیر لاملونه د پلرونو او روزونکو له ناوړه روزنې او زورزیاتې څخه سرچینه اخلي. سخته سزا او پرلپسې ګواښ د ماشوم شخصیت کمزوری کوي او تلپاتې ویره د اعصابو د نا ارامۍ پایله ده .
۵- د لویانو او ماشومانو ډیرې ویرې له پخوانیو ناشعوري پېښو او لاملونو څخه سرچینه اخلي ، چې د ناوړه روزنې په ترڅ کې رامنځ ته کیږي . موږ یې باید د پیژندلو په هڅه کې شو او د پام را اړولو او زده کړې له لارې باید ځان ورڅخه وژغورو .
وروستي