
د ژوند ټول
ښايست
راته احساس شي
چې د سحر نسيم
دا ستا له ملکه
راشي...
لکه ړوند، چې
بيا بينا شي
هغه ځکه چې هر
رنګ راته ګويا شي...
يوه پنډه ګيلې
مې دي ساتلي
په رنګارنګ
تارو اوبدلي
ځينې غټې، ځينې
وړې دي
ځينې ترخې،
ځينې خوږې دي
په شمار ۱۰۱
تسبيح مری دي
څه مې په ټټر،
څه پر پيڅکه د ټکري دي...
ښکلا ابداله