د بدن غوړ وېښتان نه تویوي

ځینې خلک وایي چې بدن یې غوړ دی او له همدې کبله یې د سر وېښتان توېېږي، خو نوې طبي څېړنې ښیي چې د بدن غوړ د ويښتانو په تقویه او رژېدلو کې کوم رول نه لري.
څېړونکو د دغې پوښتنې په ځواب کې چې د وېښتانو د غوړېدو اصلي سبب او مخنیوی څه شی دی؟ ویلي، کله چې یو تن ځوانېږي نو د سر او تن په پوستکي کې یې یو ډول غودې په ترشح راځي چې هره لحظه د بدن او سر پر پوستکي غوړ پاشي.
د دوی د څېړنو د پایلې په اساس د بدن اضافه غوړ اتیا سلنه د سر او بدن د پوستکي پر مخد ترشح کوونکو غودو په واسطه پاشل کېږي.
څېړونکي د دې غوړو د مخنیوي او درملېدو په اړه وايي، د بدن د غوړو د له منځه وړلو یا را کمولو لار یوازې د ځانګړو شامپو ګانو کارول دي او بس.
دغه غوړ که د انسان د بدن لپاره کومه خاصه ګټه نه رسوي د پام وړ زیان هم نه لري یوازې د ګرمۍ پر مهال د انسان بدن یو ډول بوی پیدا کوي چې باید د مخنیوي لپاره یې نظافت مراعت شي.
د پوستکیو د ناروغیو یو تن څېړونکي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بدن د پوستکي غوړ د دانو او زخو د پیدا کېدو سبب ګرځي که نه؟ وویل: د غوړ پوستکي لرونکي خلک د دانو او زخو په درلودلو او یا د ځوانۍ او زړېدو په علایمو کې د وچ پوستکي سره کوم توپیر نه لري او دا د دې سبب نه ګرځي چې غوړ پوستکی دې ژر زوړ او یا تر ډېره تر او تازه پاتې شي.
د طبي زده کړو پوهنتونونو او د مشخصو څېړندویه بنسټونو استادانو تایید کړې چې د غوړ پوستکي درلودونکي خلک باید د ځان وینځلو په وخت کېپه یاد ولري چې د بدن د غوړو د له منځه وړلو لپاره له کیمیاوي موادو څخه استفاده ونه کړي چې دا یې د بدن د پوستکې لپاره نورې ناروغۍ پیدا کوي.
د دې لپاره چې وېښتان مو ونه رژېږي، له هر ډول شامپو څخه استفاده مه کوئ او د ویښتانو لپاره د تېلو په استعمال کې دقت وکړئ، کوښښ وکړئ چې د زیتونو په تېلو مو ويښتان غوړ کړئ.
د سر د ویښتانو متخصصین وايي چې ډېری وختونه ویښتان د اروايي فشارونو، بې کیفیته شامپو ګانو او ارثي اړیکو له امله تويېږي او که د ویښتانو د تویېدو په صورت کې له یوه متخصص سره مشوره وشي، نو ښايي تر یوه حده یې مخنیوی وشي.