
ليکوال : فرشاد
ژباړن : روح الله ایوبي
دډزو غږ شو!
ښځې دروازه خلاصه کړه او سړی راننوتلو ، سره ددې ، چې په مخ یې ستړیا وه ،خو
بیا هم په خندا ښکارېده .
سړي د سلام په اچولو د خپلې لور سیران پوښتنه وکړله چې
سیران له ښوونځي څخه راغلې ده که نه ؟
ښځې ځواب ورکړ : نه تراوسه په ښوونځي کې ده.څه خبره ده؟
سړي وويل : له ښار مې هغه جامې ورته راوړې دي ، چې ما
ورسره وعده کړې وه .
ښځه په خندا او خوشاله شوه ، له سړي نه يې غېږه راچاپېره کړه او ويې ويل :
ډېره به خوشاله شي.
سړی چې د خپلې لور په ځان کې نوو جامو لیدو لپاره په تلوسه کې و، وي ويل : خدای ج دې هېڅ نارینه
دخپلې ښځې او بچیانو په وړاندې ، شرمنده
نه کړي ،ډېر وخت وشو ، چې وعده
مې ورسره کړې وه
.
ښځې وويل : انشا الله ، دهمېشه لپاره به سرلوړی اوسې
،هوا ډېره یخه ده ، ته کښېنه ، زه به درته چای راوړم.
سړي ورته وويل : ته وګوره چې سیران څه شی ډېر خوښوي ، نن شپه همغه تيار کړه چې لانوره هم خوشاله شي ...
ښځه چې د
پیالو په مینځلو بوخته وه
، ويې پوښتل : نن کوم خبر لرې ؟
ځواب يې ورکړ ، نه نه لرم مګر ته خو هېمش راسره وې ، فکر مې کاوه ، چې
ځینې سړي داسې ماشینونو باندې سپرېږي ، چې دهغوی پوښونه زما دټول عمر سرمایې
باندې ارزي
ښځې خپل مېړه ته د چايو پياله په لاس کې ورکړه او ورته ويې
ويل : ستاسرمایه سیران ده...
سړی په خندا شو، چې په همدې وخت کې د دروازې غږ اوچت شو
، چې یو کس په ډېر وار خطايۍ سره چيغې وهلې
دروازه یی
په زور زور وهله او ويل يې چې منډې منډې منډې ... ښوونځي اور اخيستی او ټول
ماشومان او شاګردان پکې
وسوځېدل
.