غزل

 وجود مې شو په درد چې مې کاته د وینو څاڅکي
له سترګو توی شوې اوښکې او له زړه د وینو څاڅکي
د غرونه نښترونه یې بې شکه چې ښایسته خو
په هره منظره یې دي پراته د وینو څاڅکي
یو مونږه جل وهلي دې یو بل دوینو تږي
زمونږه ګرځیدلي دي اوبه د وینو څاڅکي
شبنم یې وه په پاڼو مونږ ګورګورې زبولې
اوس هغه شبنم نشته اوس په غره د وینو څاڅکي
تربور یې دبنګړیو شور شړنګه وه اوریدلي
لاسونه یې پرې پرې په تناره د وینو څاڅکي
د خيال ښاپيرۍ راشه ما له ځانه سره بوځه
چې کرکه نوره نه وينم او نه د وينو څاڅکي
شغله
\"Flamen