
دچا دزړه پر کور یې خدایه زلزلې کړې دي
چې خوشالۍ پرې دې ناترسې زمانې کړې دي
مونږ له روان یو په زړو لارو قدم اخلو
دې انقلاب مو تش په خوله باندې نارې کړې دي
شاعره ولې دې ها ښکلی درد ژباړلی نه دی
له ښکلو سترګو خوتا ډیرې تماشې کړې دي
د اوږدو لارو په اخر کې مې هغه په تمه
په هر قدم مې ورسره همدا وعدې کړې دي
ځان دې ایرې کړ کنګل شوی زړه پرې تود هم نه شو
شغلې عبث دې په وجود باندې لمبې کړې دي
شغله