خيالي نړۍ!

 
 
ښکلا ابداله
نجلۍ خپل کمپيوټر ګل (بند) کړ... او پدې یې پیل وکړ څنګه له خپلې خیالي نړۍ څخه خوند واخلي...
پدې چرتونو کښې ډوبه ډوبه وه، چې یو وخت یوه واړه ښارګوټي ته ورسیده.
ښار ګوټي ته په رسیدا ګوري چې هر څه څومره بدل او په زړه پورې دي، پدې سره د ژوند نوی ډول پیل شو او هر څه تغيير وموند ، د کمپیوټر پر ځای یې کتابونه لوستل پیل کړل، د زړو خلکو سره به یې مرسته کوله او د ورځني ژوند په خاطر د حیواناتو پالنه  يې هم پیل کړه... خوندور پیرکي به یې پخول چې به زړه تنګ شو نو یوه ټوټه اتڼ به یې په تګ تګ کښې کاوه...
د خپل خوب د ځای له پاسه یې د وړو او غټو ستورو نه ډکه پاڼه چې پخپله نازکو لاسو او نریو ګوتو رسم کړي وه را وځړوله... چې شپه شوه نو په روښانه شین اسمان یې خپل د مېنې ستوري لټول، په همدې کې به وه چې هر یوه ستوري ته به یې خپله ښایسته شکلي نوم ورکاوه...
ژوند یې د پخوا په نسبت ډېر له خوشحالیو او نېکمرغیو ډک شو، خو یواځې یوه خبره وه هغه دا چې پدې هکله ډېر لږ خلک خبر وو...
هغه ځکه چې خوشحالي او نیکمرغي په همدې کښې ، چې په اړه یې ډېر څه ونه وايي...
متل دی چې وایې مشت بسته هزار دینار است
تړلی موټي زر دیناره دی...
پای