قهرمان شهید ته




دوطن لار کې با عزت شهیده
د هسکو غرونو لوړ همت شهیده

تا کې وه مینه هم احساس سینه کې
ته شوې قربان په شهامت شهیده

حب الوطن په لار دې ځان شهید کړو
ته نمونه وې د وحدت شهیده

ستا له ایثار او سر ښندونو نه ځار
اي د اردو شان او شوکت شهیده

ستا انتقام په موږه فرض دی ضرور
شي که تمام په هر قیمت شهیده

کړو افتخار ستا په میړانه باندې
ته شوې الګو د صداقت شهیده

ستا کارنامو باندی به ویاړو مدام
شه مبارک مو شهادت شهیده

ای د اردو اتل نام دار سر بازه
کړو افتخار ستا په غیرت شهیده
--------------------------
سمیع الدین افغاني
۲۵/ ۲ /۲۰۱۴
م۰ کال