داغ

 لنډه کيسه ليکوال : نورالله غازي يار
يوې تنکۍ پيغلوکې چې تور ټيکری يې پر سر، زرغون کميس پر غاړه او سور پرتوګ يې اغویستی و، خپل ګلبڼ ته ورننوته، په ګلونو کې څو شېبې تاو راتاو شوه، د ګلبڼ ګلونه ورته په موسکا وو، وږمو يې په مخه کې اتڼ کاوه، پيغلوکې د ګڼو ګلونوله منځه يو تازه، سور او خندان ګلاب ډېر په پام له خپل ازغين بوټي رابيل کړ، ګلاب يې پوزې ته يووړ، نيمي ګلپاڼې يې له سرو شونډو سره ولګېدې، راښکونکې وږمه يې زړه اودماغو کې وغځيده، تازګي يې احساس کړه، د سره ګلاب پاڼه پاڼه يې وکته، له غاړې يې قلم راوويست، په زرين ليک يې د ګلاب په هره ګلپاڼه د سولې کلمه ډېر په ښکلې بڼه وليکله .
په داسې حال کې چې په ځلاندو لېموکې يې رڼې اوښکې وې اوپه شونډو غمجنه موسکا، د جنګيالي زلمي جونګړې ته ورغله، جنګيالی زلمی د خپلې جونګړې تر څنګ په يو بې ترتيبه بڼ کې ناست و، ټوپک يې په غېږه کې پروت و، پيغلوکې ته يې په ځير ځير وکتل او په ډډ او ويروونکې غږ يې وويل :
ــ څنګه دې دې لور ته مخه راوکړه!
پيغلوکې هيڅ ونه ويل، تور ټيکری يې خولې ته ونيو، د جنګيالي زلمي خوا ته ورغله، د سور ګلاب بيخ يې خپلې خولې ته وروړ، په لاړو يې لوند کړ، بيا يې د جنګيالي زلمي په غېږ کې ايښي ټوپک په توره خوله کې ورکېښود.
  جنګيالي زلمي ګلاب ته په ځير ځير وکتل، بيا يې د پيغلوکې په سترګوکې سترګې ورښخې کړې، شيطاني موسکا يې پر پيکه شونډو خوره شوه، د ټوپک له تورې خولې يې ګلاب راواخيست، په ځير يې ورته وکتل، وموسيد، تر شونډو لاندې يې وويل :
ــ   سوله . . . ، وروسته داسې په کټ کټ وخنديدو، ته وا دا خندايې په تن کې  له ډېرې مودې راهيسي بنده ساتلې ده : ها هههههههههههه . . .
 ګلاب يې د ټوپک له تورې خولې راوويست، لومړی يې  پوزې ته يووړ، بوی ته يې شونډې بوڅي کړې، ناڅاپه يې ټول ګلاب پر خوله ننه ويست، تېرې سترګې يې په پيغلوکې کې ورښخې کړې، د ګلاب بيخ يې راکش کړ، ټولې هغه ګلپاڼې چې له سولې ډکې وې، د جنګيالي زلمي په خوله کې پاتې شوې،  د ګلپاڼو له ژوولو سره د پيغلوکې له ځلانده سترګو در در اوښکې راپرېوتې، جنګيالي بېرته د ګلاب ژوولې پاڼې د هغې پر لور ورتو کړې او د پيغلوکي د زرغونه کميس پر لمن يې يو داغ  جوړ کړ .
***