توپکه!

د خدای لعنت په تاشه ای توپکه ،نوم دی ورک شه
سوراوردی لګولی دی په ځمکه،نوم دی ورک شه
 
وطن د افغانانو ستا د لاسه وران ویجاړ دی
که لردی اوکه بردی تر اټکه،نوم دی ورک شه
 
توپکه ! ستا دلاسه په ھر کورکی ماتم جوړ دی
له تانه افغانان لری اوس کرکه،نوم دی ورک شه
 
نن ھغه دروند پښتون چی په جرګویی فیصلی کړی
اووښتئ ستا دلاسه دی په سپکه،نوم دی ورک شه
 
په تا چی څوک مین دی یا قاتل دی یا شوکماردی
یا بل مشھورجانی دی له مسلکه،نوم دی ورک شه
 
توپکه! ستا د ورکی قیام ځای په ځای روان دی
اوس لراوبرسلادی ستاپه ورکه،نوم دی ورک شه
 
الحاج الھام الدین قیام